د انګلستان نوی لومړی وزیر
لیکنه : ډاکټر سنګا میترا شرما
ژباړه : د پشتو څانګی
۲۰۱۶ میلادی کال راهیسی کله چی د بریکیسټ ریفرینډم تر سره شو انګلستان په سیاسی تناظر کی ئی لړ ګډوډۍ او نا ارامۍ په سترګو ولیدی. کله چی تریسامۍ بریکیسټ په هکله پاتی راغله نو سږکال د جولای د میاشتی په ۴مه ڼیټه ئی خپله استعفاء اعلان کړه. ددی په پایله ټوری یا د کنزرویټیو ګوند مشرانو مقابله وکړه. په کوم کی چی بوریس جانسن په څه د پاسه ۴۰۰۰۰رایو سبکدوشه کیدونکی د بهرنیو چارو وزیر جریمی هنټ ته ماته ورکړه. له خپلی بریا څخه سمدلاسه وروسته ښاغلی جانسن ووئیل چی د هغه اولیتونه دا دی چی د اکتوبر میاشتی ۳۱ می نیټی پوری بریکسټ خپله پریکړه وکړی. هیواد په یو موټی کړی، او د لیبر ګوند مشر جریمی کوربین ناکامه کړی. نوموړی وویل چی هغه به د عصری انګلستان لپاره کابینه یو موټی کړی. د ښځو اونژادی لږکیو قانو نساز به پدی کی لوی شمیر ولری. د انګلستان د یو نوی لومړی وزیر په توګه لویو ګواښونو ځینی یو چی ښاغلی جانسن ورته مخامخ دی دا دی چی د اروپا اتحادیه ۲۷مشرانو سره د بریکسیټ تعاتل حل کړی. یو پلو هغه ژمنه کړی چی د پریښودو سره یا بی ددغه تړون اروپا اتادئی څخه بهر به د انګلستان مشری وکړی. ددی لپاره هغه باور څرګند کړی د بریکسټو ښه خدمتونه منځته راوړلو لپاره اروپائی اتحادیه د خبرو اترو میز ته راولی. په بل پلو بلاک پخپله برخه ټینګار کوی چی دا به ئي ونکړای شی.
که چیری پدی هکله پریکړه نه کیږی. نوموړی ویل چی باید انګلستان د اکتوبر ۳۱می نیټی پوری اروپا اتحادیه پریږدی خوا که هر څه کیږی. بل پلو اروپائی اتحادیه په تیرو وختو کی دا ټینګار کړی چی تریسامۍ سره باید تړون قبول کړای شی او که چیری داسی ونه شوه نو انګلستان دی هرو مرو دا بلاک پریږدی.
پارلمان او د خپل ګوند دننه د انګلستان نوی لومړی وزیر یو بل ګواښ ته مخامخ دی ځکه چی د پارلمان زیاتره غړی مخالفت کوي او اوروپائی اتحادیه یی بیله تړون پریښې. کنزرویټيو غړو ترمنځ نوموړی د بریکسیټ تړون پرضد اکثریت نلری. په عین حال کی ئی د پونډ په هکله بی ثباتی خوره شوی چې دلیل یی حتمی دا کار ترسره کولو لپاره د ښاغلی جانسن موقف دی. دا ښایی چی د اکتوبر میاشتی ۳۱می نیټی پوری د بریکسیټ تړون نشی کیدای او ګیندو وړاندوینه کړی چی که چیری داسی وشوه نو انګلستان لپاره اقتصادی ستونزې مخته راتلی شی. د دغه راز ګډودیو مخه نیولو لپاره د ښاغلی جانسن دا ګام چی کابینه د بریکسیت پلویانو سره کلکه کړی، خپل پوزیشن ځواکمنولو لپاره یو ښه ګام ثابیتدی شی.
د جانسن د نوی حکومت لاندی هندوستان او انګلستان ترمنځ اړیکی زړه راښکونکی انکشافات منځته راوړی شی. د ۲۰۱۷میلادی کال جنوری میاشت کی د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه هندوستان ته د خپل لومړی رسمی سفر په دوران کی پورسل جانسن خواهیش څرګند کړی وو چی د اسیا دریم غټ اقتصادی هیواد سره د ازادی سوداګری توازن ترسره شی او دا به مثبت ډول عملی شوی وای که چیری د ۲۰۱۹میلادی کال مارچ میاشت کی انګلستان د اروپا له اتحادئي څخه ووتلی وای. په تیرو وختونو کې په یوه بله موقع مشرتابه ته ملاتړ برابراوو په تکل کی هندی نژاده کنزرویټیو غړو ته لیکنو په وخت کی نوموړی ویلی وو چی انګلستان او هندوستان ترمنځ اړیکو ته د هغه ژمنه ډیره ژوره ده او باید چی سوداګری او د شیانو او چوپړتیاووراکړه ورکړه په پرتله دا نوره ژوره شی. بیشکه چی ددی مانا دا ده چی نوی حکومت هندوستان او انګلستان ترمنځ اړیکی له سره ځواکمنولو لپاره لیواله دی. په داسی حال کی چی هندوستان خپلو خلکو لپاره د ایمیګریشن اسان اصول غواړی، بریکسیټ خارجیان لری ایښودل غواړی چې هیواد دننه خلکو لپاره ښه فرستونه منځته دراتلو همکاری وشی. البته ښاغلی جانسن ویزی د اسان ګرځولو په حق کی کار کړی چی زیاتو نه زیات هندی محصلین برطانیی ته راتلو لپاره تشویق کړای شی او دا ضرورت ئي په ګوته کړی چی منصف او متوازی ایمیګریشن سیستم منځته راشی.
په سیاسی ډول ویشلی انګلستان چی دا وخت کومو ننګونو سره مخ دی ډیری زیاتی بریښی. بیشکه چی مخ په وړاندی مبارزه کې باید د خلکو شمولیت زیات شی او هغوی هرومرو د هیواد د ښو ګټو په هکله پریکړه وکړی. په دی ترڅ کې ښاغلی جانسن ډير غټ مسولیت لری ځکه چی هغه اړتیا لری چی انګلستان په سمه لار بوزی او له بریکسټ څخه ئی وباسی چی دلته د سیاسی ثبات فضا واکمنه شی. له اروپا اتحادئی څخه په چتکه په پاک ډول په تتریب سره په شاکیدو په پایله انګلستان له نا ارامیو څخه راووزی چی ۲۰۱۶ میلادی کال راهیسی هیواد ورته مخامخ دی. په راتلوننکی میاشتو کی انګلستان به پاتی برید سره دا وګوری چی ایا ښاغلی جانسن پخپله رویه کی بدلون راولی یا خپل سخت سری موقف سره مخ په وړاندی درومی.
Comments
Post a Comment