په افغانستان کی د غیریقینی توب وریځی

لیکنه : د معین الدین خان 

ژباړه: د پښتو څانګی

یو خوا خو په دوحه کی امریکی او طالبانو نمائیندګانو ترمینځه په افغانستان کی د سولی پرځای کولو په ترڅ کی د خبرو اترو لړۍ دوام لری کوم چی د ځنو راپورونو له مخی په خپل آخیرنی پړاونو کی دي خو بلی خوا په افغانستان کی دننه وضیعت ورځ په ورځ په خرابیدو دی، د ستمبر په ۲۸مه نیټه د جمهوري ریاست ټاکني کیدونکې دي خو د تشدد او چاودنو یوه پرله پسې لړۍ دوام لري، نو په داسې چاپیریال کې د سولې خبرې اترې هسې یو خوب غوندې ښکاري، په دوحه کې کیدونکې خبرو اترو سره سره په افغانستان کې هره ورځ داسې دړدونکې پیښې هم مخې ته راځي چې د سولې پرځای کولو په ترڅ کی خبری اتری هره ورځ تر پوښتنې لاندې دي که څه هم د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره دوه میاشتو نه هم کمه موده پاتې ده لیکن په صحیح مانو کې د ټاکنو کمپاین پیل شوی هم نه دې.د ځانمرګو چاودنو او د ډزو پیښې هر خوا مخې ته راځي او یوشمیر خلک وژل کیږي، که ملکي کسان وي ، حکومتي چارواکي، امنیتي ځواکونه او د پولیسو مسوولین، هیڅوک هم محفوظ نه ښکاري، دغه د تیرې یکشنبې په ورځ د کابل په مینځ کې یوه لویه چاودنه وشوله ورسره ډزې هم وکړای شولې په کوم کې چې له شلو څخه زیات کسان ووژل شول او نور یوشمیر کسان ژوبل هم شول. پخپله د ولسمشر اشرف غني ملګری او دنوموړي د ټاکنو د غړي لومړی مرستیال امرالله صالح هم سخت ټپي شوی څوک چې د جمهوري ریاست مرستیالۍ لپاره ټاکنو ته ولاړ دی، دغه برید د غالب شخصي پوهنتون ته نږدې په یوه لویه لاره او شهید څلور لارې ته نږدې وشوه، د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خبره له چاودنې سمدستي وروسته وسلوال د پوهنتون ودانۍ ته ورننوتل او د امرالله صالح سیاسي دفتر یې هدف وګرځاوه په کوم کې چې نوموړی سخت ټپي شو، ویل کیږي چې ښاغلی صالح په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري په نخښه دی ځکه چې نوموړی د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سخت مخالف پاتې شوی دی، د تاجک نسله په اقلیت کې د نوموړي ملاتړ کوونکو اکثریت دې او د اقلیت اکثره کسان د طالبانو له لوري په نخښه پاتې شوي دي.

خو د طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو نښان یوازې ولسمشر اشرف غني او د نوموړي ملاتړکونکي نه جوړیږي بلکې د هغو ټولو خلکو پر وړاندې د تشدد بازار تود دی څوک چې د راتلونکي جمهوري ریاست ټاکنو کې د یو نه یو ګوند نماینده ګي کوي، هغه ټول کاندیدان هم ځان لپاره خطر احساس کوي څوک چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د اشرف غني مقابله کوي. د تیرې دوشنبې په ورځ په داسې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ډلې د اشرف غني په حکومت دا تور هم پورې کړی شوی دی چې د نوموړي حکومت د امنیت ټنګو انتظامونو په کولو کې ناکام پاتې شوی دی د کوم له کبله نه یوازې دا چې د ملکي خلکو مرګ ژوبل اړولې کیږي بلکې ټول سیاسي قلمرو، حکومتي ودانۍ او حکومتي ادارې ورسره سم امنیت سره اړه لرونکي کسان هم هدف جوړیږي، که د افغانستان د موجوده سیاسي حالاتو او امنیت سره اړه لرونکي د وضعیت کره کتنه وکړای شي نو داخبره واضح ښکاري ښایي چې دا وخت هیڅوک د افغانستان په وضعیتونو فکر نه کوي.



که په دې تناظر کې دا خبره وګڼلی شي چې طالبانو او امریکې ترمنځه د خبرو اترو لړۍ بشپړه شوې او امریکې له لورې دا اعلان شوې چې هغه به بشپړه توګه خپل پوځونه بیرته راوبلي نو دهغې نه پس وضعیت به څنګه وي، د ا یو سوال دی چې ایا طالبان به له موجوده حکومت سره په خبرو اترو لاس پورې کړي او که خبرې اترې وکړي نو دهغوی شرایط به څه وي په دې ترڅ کې یو دا سوال هم راپورته کیږي چې آیا طالبان به حکومت په خاطرکی روالي او کنه ، یو سوال دا هم دی چې د ستمبر په ۲۸مه نیټه د جمهوري ریاست کومې ټاکنې چې کیدونکې دي هغه به وشي او کنه، وضعیت ډیر پیچلی ښکاري. آیا امریکې او طالبانو ترمنځه سرته رسیدونکي موافقې څخه پس په افغانستان کې حقیقي سوله به رامنځته شي او کنه که له هر اړه ورته نظر وکړای شي له هیڅ ځای څخه د کومې هیلې خبره نښکاري، بل خوا د افغانستان خلکو یوه ډیره طبقه له نهایي ویرې ترحی سره مخامخ ده ځکه چې هغوی دا ویره لري که په افغانستان کې یوځلې بیا هماغه شانتې اداره رامنځته شي څنګه چې ۱۹۹۰لیسزې په مینځنی موده کې رامنځته شوې وه.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت