امریکا او ایران ترمنځ د ناندریو ډیروالی او په ډیپلوماټیکه توګه د حل کولو اړتیا
لیکنه: د ډاکټر آصف شجاع
ژباړه: د پښتو څانګه
د هرې ورځې په تیریدلو سره د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ ناندرۍ زیاتیږي او لا ډیر پیچیلی کیږي چې د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته اړتیا لري. اګر که د امریکا او ایران ترمنځ د ناندریو سلسله ۱۹۷۹ م میلادي کال څخه سرچینه اخلي یعنې د ایران له انقلاب څخه راپدی خواه روانه ده . د دې ناندریو تر ټولو وروستی پړاو له تیر کال څخه هغه مهال پیل شو چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هسته یي موادو ګډ کاري پلان څخه په یو اړخیز ډول د وتلو اعلان وکړو. له هماغه وخته د امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې د بندیزونو په لګولو ټینګار پیل کړ کوم چې له پخوا پاتې وو او یو څه نوي بندیزونه یې هم پرې ولګول چې په هغو کې د ایران انقلابي پوځ او د ایران مذهبي مشر په نخښه کول هم شامل وو.
د ګډ کاري پلان (جی سي پي او اې) هوکړه لیک نه وتل د ډونلډ ټرمپ د هغه څرګندونو په سلسله کې ترسره شو کوم چې به نوموړي د خپلو ولسمشریزو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال کولې. د خپلو ټاکنو څخه وروسته ولسمشر ټرمپ د ایران پر وړاندې لا هم له تند دریځ څخه کار واخیسته او د خپلو سیمه ییزو فعالیتونو پورې یې مختصر کړ. د دې پالیسۍ موخه پر ایران باندې د لا ډیر فشار اچول وو ترڅو له امریکا متحده ایالاتو سره د هسته یي موادو د یو نوي هوکړه لیک لپاره چمتو شي. له سیاسي او اقتصادي بندیزونو پرته د امریکا متحده ایالاتو د یادې پالیسۍ یوه پایله دا هم وخته چې هغه هېواد په خلیج سیمه کې د پام وړ نظامي توکي ځای پر ځای کړي چې په هغو کې د الوتکو د لیږد کښتۍ، بي ۵۲ بم غورځونکې الوتکې او ۱۰۰۰ زر تنه امریکایي پوځ هم پدی کی شامل وو.
دغه امریکایي اقداماتو ته په کتلو سره ایران هم بعضې ګامونه پورته کړل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د ډیریدلو سبب شو. تر ټولو اړین یې د (جی سي پي او اې) هوکړه لیک له بعضې مادو څخه په بیړنۍ توګه د ایران وتل دي. چې په دوی کې د یورانیمو د خامو موادو د صادرولو په برخه بندیز او د یورانیمو د غني کولو د کچې ډیرول شامل دي. د هسته یي موادو په برخه کې دغه محدودیتونه د (جی سي پي او اې) ادارې لخوا هم تایید شوي وو خو ایران بیا استدلال کوي چې دوی دغه محدودیتونه د خپلو اقتصادي ګټو په موخه منلي وو کومه چې له دغه هوکړه لیک څخه د امریکا د متحده ایالاتو د وتلو له امله دوی ترلاسه نه شوه کړی. دا په دې مانا ده چی ایران په تخنیکي ډول د هسته یي موادو له هوکړه لیک څخه ځان باسي. د دغه هوکړه لیک اروپایي شریکانو له ایران غوښتي تر څو په چټکه توګه د (جی سي پي او اې) هوکړه لیک ژمنو ته بیرته راوګرځي ترڅو هوکړه لیک وژغورل شي.
په تیرو څو اونیو کې یو لړ نورې پیښې هم د خلیج په سیمه کې پیخې شوي دي چی دغه ناندریو ته یې لا قوت ور وبخښلو. په دغه پیښو کې د عمان په خلیج کې د تیلو په ټانکرونو برید، د پارس په خلیج کې د ایران لخوا د امریکا متحدو ایالتونو د ډرون الوتکې را پرځول، په ګیبرالټر کې د برتانیوي ځواکونو لخوا د ایران د تیلو ټانکرونو مخنیوی کول او د ایران لخوا د غچ اخیستلو ګواښونه هم شامل دي. له دې پیښو څخه دا څرګندیږی چې ممکن ایران به په ځان وضع شوی اقتصادي بندیزونو له امله د هرموز تنګۍ وتړي. دې خبرې په هغه مسیر کې د تلونکو او راتلونکو کښتیو د امنیت او محافظت په تړاو ډیرې انديښنې راولاړې کړي دي. د سمندري لیږد له دریو څخه یوه برخه یې د هورموز تنګي له لارې تیریږي نو له همدې امله په دغه سیمه کې هر ډول ګډوډي یا ناارامی ددې سبب کیږي چې په دغه خلیج کې نظامي ځواکونه ډیر شي.
نو له همدې کبله د نړۍ لوړو قدرتونو په جدي توګه هڅې پیل کړي ترڅو دغه ستونزه په ډیپلوماټیکه توګه حل کړی شي.
هند د خالصی انرژۍ واردوونکی هېواد دی چې له خلیج څخه یې واردوي. نو له دې سره هند ته هم یوه ستونزه راپيښيږي .که چیرې په هورموز تنګي کې هر ډول ستونزه رامنځته کیږي نو هند به هم له دې سره قوي ضربه ویني او ممکنه ده چې د هند د هایډروکاربن واردات کم شي چې په څرګند ډول د دې هېواد د انرژۍ پر امنیت اغیز غورځوي. په دغه سیمه کې د راولاړو شویو ستونزو له امله هند هم د خپل بحري ځواک څخه آی این ایس چنای او او سوناینا بیړۍ د عمان په خلیج کې ځای په ځای کړي ترڅو د خپلو بیرغ لرونکو کښتۍ ګانو د امنیت ډاډ ترلاسه کړي چې د فارس او عمان له خلیجونو څخه تیریږي. هند د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ساتي نو له همدې امله په دغه سیمه کې د هر ډول ناندرۍ د خپلې ګټې پر خلاف ګڼي. هیله ده چې مخالف ګوندونه د دې بحران د حل کولو په برخه کې جدي او صمیمانه اقدامات ترسره کړي او بحران له منځه یوسی چې دغه سیمه له لوی شمیر اقتصادي او انساني تلفاتو سره مخ نشي او په پایله بې ثباته نشي.
Comments
Post a Comment