د هند او امریکا تر مینځ د سوداګرۍ یوه مثبته هڅه
لیکنه: د رام نریش ګپتا
ژباړه: پښتو څانګه
په نننۍ نړۍ کې چې کومې سیاسي ستونزې ترسترګو کیږي دا پخپله د کار و بار او راکړې ورکړې اهمیت ښيي. دا یقني ده چې کله ناکله د دوه هیوادونو ترمینځ د ګټوتقابل پیښیږي او ځینې وخت به دغه تقابل تر ډیر جدي حده پورې هم رسیږي، خو دا هم پرځای خبره ده چې هیوادونه دغه شانته مسایل او ستونزې پراخیدو او مخته تلو ته نه پریږدي، ځکه کې دغه تقابل پرمخ ولاړشي، ښایي خطرناکه بڼه به خپله کړي.
داسې څه په دې وروستیو کې د هند او امریکا په اړیکو کې هم ترسترګو شوي. په څو تیرو میاشتو کې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د هند د ګمروکونو د محصول سیسټم ته ګوته ونیوله او ویې ویل چې دلته پر امریکایي توکو لیګدلی محصول ورته د منلو وړ نه دی. پوښتنه دا نده چې اوس د امریکا د ولسمشر دغه خبره څومره پرځای ده او یا هم څومره له مبالغې ډکه ده اصلي خبره داده داوړه هیوادونه ددغې مسلې د اوارې لپاره خبرو اتروته سره سلا شوي دي. څه موده وړاندې د جاپان په اوساکا ښار کې د جي ۲۰هیوادونو د سر مشریزې پر مهال د هند لومړي وزیر نریندرمودي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنیځ په دې اړه خبرې اترې هم شوې وې او هوکړه شوې وه چې د دواړو هیوادونو لوړپوړي چارواکي به د سوداګرۍ اړوند مسایلو باندې سره خبرې کوي او د حل لارو د موندلو لپاره به هڅه کوي.
تیره پنجشنبه بیا ددواړو هیوادونو لوړپوړو دولتي مشرانو یوه غیررسمي غونډه درلوده، یوه ورځ وروسته یې بیا ددوی ترمینځ یوه رسمي غونډه هم ترسره شوه، خو دا هم یقیني خبره ده چې په یوې یا دوو ناستو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ له سوداګرۍ سره اړوند ټولې خبرې نشي اواریدای. د خوښۍ خبره داده چې ددواړو هیوادونو لخوا یو مثبت نظر وړاندې شوی او هوکړه شوې چې دا ډول خبرې اترې به جاري ساتل کیږي. د یادونې ده چې د ګمرکونو موضوع هغومره هم ستره او مهمه نده چې ددواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې خرابې کړي. خو دا هم حتمي ته چې امریکا به په دې اړه د هند غوښتنې له پامه نه غورځوي. څرنګه چې امریکا د خپلو کرهنیزو توکو لپاره دومره سب سایډي په پام کې نیولې چې په دریمه نړۍ کې یې له امله نرخونه ډیر را ټیټ شوي او او بزګر له سختو زیانونو سره مخ شوي د، به داسې حال کې چې دغه بزګر له پخوا هم بیوزلي دي او پوره وسایلو او امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري. خو بل پلو امریکا او لویدیځې اروپا بیا دغه سب سایډي د نړیوالو اصولو پرخلاف جاري ساتلې، کومه چې هند ته د منلو وړ نده.
همدا رنګه امریکې هندیانو ته د دندو په ورکړه کې هم ستونزې جوړې کړې دي چې تر یوه حده هلته ورتګ هم کم شوی دی. څه موده وړاندې امریکا د کاربن د تولید او خامو تیلو د مصرف په اړه هم د هند پروړاندې منفي څرګندونې درلودې، خو دا معلومه ده چې هیڅ یو هیواد د بل هیواد لپاره خپلې ګټې نه قربانوي. دغه راز د امازون د تجارتي شرکت په اړه هم خفګان ښکاره شوی و خو د یادونه حتمي ده چې د هند وړو سوداګرو ته د همدې کمپنۍ له امله زیات زیان اوښتی دی، هند د خپل اولس د ګټو د خوندیتوب حق لري. اوس چې د دواړو هیوادونو سیاسي مشرانو ددغو مسایلو د حل لپاره دوه اړخیزه هڅې پیل کړي دي نو هیله ده چې ددغو اړیکو د ښه کیدو لپاره هیڅ ډول کمی رامنځته نشي.
Comments
Post a Comment