هندوستان ، په ګډه په افغانستان کی ټول سیاسی امکانات کارولو په حق کی دی

لیکنه: د عبدوسلام

ژباړه او وینا: د هریندرکمار سواتی

هندوستان چې له افغانستان سره د تاریخي او کلتوري اړیکو پیاوړی بنسټ لري ، په افغانستان کې یی د سولې او پخلاینې لپاره په داسې یو چاپیریال کې هڅې رامینځته کړي چې د غیر رهبري مداخلې پرته د افغانانو مشرتابه ، د افغانستان ملکیت او د افغانانو ارمانونه منعکس کوي. او نن هم په افغانستان کې په ګډه کار کولو لپاره ټول سیاسي امکانات کارولو په حق کی دی

دا د هند او افغانستان ترمنځ دوستانه ګاونډی روابط دی چې افغان ولسمشر حامد کرزی ، چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د هند د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نریندر مودي د لوړې په مراسمو کې یی برخه اخیستې وه او کله چی د افغانستان په هرات ولایت کې د هند پر سفارت برید وشو نو د هاغه ورځو د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په شتون کې یی څرګنده کړه چې د هغه حکومت باور لري چې په پاکستان کې د لشکر طیبه په نامه ترهګری ډلې په هرات کې د هند پر سفارت حمله کړې ده

د دې پیښې په رڼه کې د افغانستان په اړه د هند د بهرني سیاست روحیه په سمه توګه د یو ښه ګاونډیتوب لپاره هیلې ته منسوب کیدلی شي ، چې د بهرني لاسوهنو له امله د تروریزم له ګواښ څخه پاک وی او افغانستان د یو سوکاله او باثباته راتلونکي په لور پرمخ لاړ شی . له همدې امله هندوستان تمه لري چې د افغانستان په سیاسي ډګر کې ټول مشران یو ځای کار وکړي ترڅو د لږه کیو په شمول د ټولو هیلی پوره شی

نړۍ په افغانستان کې د سولې ، امنیت او هوساینې په وده کې د هند رول په رسمیت پیژني. متحده ایالات چې هلته تروریزم ته د دولتي تمویل له ناوړه پایلو سره د مقابلې لپاره له پوځي اقدام څخه ډډه نه کوي ، په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت او دیموکراتیکو بنسټونو په جوړولو کې یی د هند هوډ او ملاتړ ستایلی . په هندوستان کې د متحده ایالاتو وتلي سفیر ، کینیټ آی جیسټر د افغانستان بیارغونې لپاره د هند هڅې ومنلې او ویې ویل چې دا به نه یوازې سیمه ایز پرمختګ او ثبات ته وده ورکړي بلکې د تروریستانو لپاره به خوندي پټنځایونه هم له مینځه یوسي. د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ، چې پروسږکال هندوستان ته راغلی وو ، دا یی څرګندولو کی تذب زوب و نه ښودلو چې متحده ایالات غواړي هند په افغانستان کې د سولې په راوستو کې فعال رول ولوبوي

د دې مستند شواهدو او لسیزو راهسی د هند - افغانستان اړیکو په رڼه کې افغانستان لپاره د هند دا خواهیش له چانه پټ نه دی چی د لږکیو په ګډون د ټولو هیلی روښانه کوی

په متحده ایالاتو کی د سپټمبر د یوولسمې نيټی حملې نه ۱۹ کاله وروسته ، د طالبانو او د ملي پخلاینې عالي شورا تر منځ د افغانستان خبرې د ستمبر په ۱۲مه د قطر په دوحه کې پیل شوې وی ، چې پکې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د هند دریځ تکرار کړ چی په سیاسي ډګر کې ټولې کړۍ باید په افغانستان کې په ګډه کار وکړي. ددی څخه پس یوشمېر مشهورو افغان سیاستوالو هندوستان ته سفر کړی چې پکې د افغانستان پخواني ولسمشر مارشال عبدالرشید دوستم ، د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او جنرال عطا محمد نور شامل دي. پدې لیدنه کې د لومړي وزیر نریندر مودي ، د بهرنیو چارو وزیر ایس ایس جی شنکر ، د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اجیت ډوول ، د بهرنیو مملکتی وزیر ایچ وي شرنګالا او نورو په ګډون د هند له لوړ پوړو چارواکو او سیاستمدارانو سره د لوړې کچې لیدنې کتنې شاملې وې.

په تاریخي ډول ، د هند او افغانستان اړیکو کچه د ایډیالوژۍ په پرتله خورا لوړه ده. تاریخ شاهد دی چې پاکستان تل هڅه کړې چې خپل ملی او ژبني شناخت سره افغانستان وغولوي ترڅو د هند - افغانستان ترمنځ ملی اړیکې ناکامه کړي مګر پدی کی هیڅکله بریالی نه شو .پاکستان د هند او افغانستان سیمه ایزې پخلاینې او پرمختللي ګاونډیتوب څخه پدی وجه هم ډاریږی چې هغه پوهیږي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد و چې ملګرو ملتونو ته د پاکستان لاسرسي پرضد یی رای ورکړی وه . له بلې خوا ، هندوستان لاهم په افغانستان کې ترټولو لوی سیمه ایز تمویل کونکی یا مالی مرسته برابرونکی هیواد دی . په افغانستان کې له یوې څخه ډیرې پرمختیايي پروژې د هند په مرسته عملی کیږي . د پارلمان ودانۍ ، بندونه او سړکونه جوړولو پشمول د هیواد زیربناو ته وده ورکولو لپاره ډیری لویې پروژې بشپړې شوې. هند د افغانستان اوسني کرکټ ټیم لپاره په روزنه کی هم مهم رول لوبولی. منځنۍ اسیا ته د هند لاسرسي د افغانستان له لارې ترسره کیږی او پدی کی پاکستان لاهم یو خنډ دی او افغانستان پدی خبر دی

په سیمه کې د هند زاړه ملګري هیله لري چې هند به په هره ممکنه ازموینه کې افغانستان یوازې پرې نږدي ، حتی که دا د طالبانو پروړاندې د متحده مقاومت خبره ولی نه وی . په افغانستان کې وضعیت تر دې حده بې ثباته دی چې ددی څخه انکار نشی کیدای چی دلته یوه بله کورنۍ جګړه پیل شی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت