د هزاره ګانو ماتم کونکو لپاره عمران خان هیڅ خواخوږي نلری
لیکنه : انجم نعیم
ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی
امریت په وړاندی د غوړیدونکی جمهوریت شکل او بڼه هم هغه وی چی نن یی مونږ په پاکستان کی ګورو. خوا که دا د نظامي واکمنانو ډیموکراتیک ارزښتونه وي یا جمهوریت ته وده ورکولو په نامه د سیاست ډیموکراتیک شعارونه وی . حقیقت دا دی چې لږترلږه هره دوره د ورته دیکتاتورۍ قرباني شوی ، چې ترټولو وحشتناکه بڼه یې اوس لیدل کیږي ، او اصلی لامل یې هغه مذهبي نفرت دی چې له پیل څخه یې د پاکستان ټولنی په جوړښت کی خورا مهم رول لوبولی .که چیرې دا د مذهبي لږکیو سره غیر عادلانه چلند وي یا د مسلکي ډلو سره د تعصب عکس وی ، دا تل د افسوس وړ او ډارونکی ښکاري. په دې وروستیو کې ، دوه لویې پیښې په ګوته شوي چې د پاکستانۍ ټولنې تضادات یی لا نور هم زیات کړي او په دې دواړو پیښو کې د خلکو فکري انتشار او د ادارې ذهني تضاداتو یو حیرانونکی تصویر راڅرګند شوی
یوازې څو ورځې وړاندې ، د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د ټیري په کلي کې د شری پریم هنس جی مهاراج ارام ګاه یا سمادهي او ددی سره جخت کرشنا دوارا معبد ، د ادارې چارواکو او د پاکستان حکومت په شتون کې د زرګونو خلکو لخوا وسوزول شو. پاکستان له نړیوالی ټولنی په وړاندی ددی وضاحت په وړاندی کولو کی بوخت وو او د ځان دفاع یی کوله کله چی ۱۱هزاره کان کیندونکي د بلوچستان په مچ کې د ډبرو سکرو په یوه فابریکه کی هغه مهال په بې رحمانه ډول ووژلی شول.
اورپکو د کان کیندونکو په سترګو پټۍ وتړلی او بیا یې په هغوی ډزې وکړې. وژل شوي کان کیندونکي د شیعه هزاره قوم پورې اړوند وو چې په وروستي کلونو کې د دوامداره مسلکي وحشت هدف ګرځیدلی. د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون په وینا په وروستیو کلونو کې د هزاره شیعه ټولنې ۲۰۰۰څخه ډیر غړي وژلی شوي . دا ځل ، اسلامي دولت د دې وژنې مسولیت په غاړه اخیستی ، پداسې حال کې چې سپاه صحابه او لشکر جنګوي مخکې د دې وژنو مسؤلیت منلی و. خواه که هر ډوله حکومت وی هیڅکله یی هزاره ټولنه جدي نه ده نیولې او شاید دا د مذهبي او فرقه یي کرکې له امله ده چې د پاکستان ټولنه یې پدی کی ښکیل ګرځولی
مګر له پاکستان څخه د مدینې فلاحي ریاست جوړولو او د نفرت او فساد ټول ډولونه د له مینځه وړو شعار سره چی عمران خان څنګه واک ته رسیدلی وو، په بلوچستان کې د دې وحشتناکې ، متعصب او زړه راښکونکې پیښې په وړاندې چی یی کوم ډوله رویه خپله کړی د دیکتاتورۍ ترټولو خرابه بڼه یی ښکاره کړی . د ۱۱ وژل شوي کان کیندونکو جسدونه د یوې اونۍ لپاره د دوی د کورنیو لخوا په سړکونو وساتلی شول او لومړي وزیر ته یی د راتلو خواست وکړ چی راشی او ژمنه وکړې چې مجرمین به عدالت ته راکاږي.مګر نه یوازې لومړي وزیر د پنځو ورځو لپاره غلی پاتې شو ، مګر کله چې هغه پنځه ورځې وروسته خپله خوله خلاصه کړه ، نو هغه په خورا آمریتي ډول اعلان وکړ چې ترهغې پورې چې د مړو جسدونه ښخ نشي او لارې خلاصې نشي ، زه هلته نه شم راتلی. زه به راشم مګر د بلیک میل کولو کومې هڅې ته د بریالي کیدو اجازه نشم ورکولی . نړۍ پدې نه پوهیږي چې د وژل شوي کسانو خپل خپلوان څنګه لومړي وزیر بلیک میل کولی شی . د هیواد په نورو ځایونو کله چی شیعه ګانو ددغه وژنو په وړاندې لاریونونه وکړل نو هغوی هم په نښه شوي . هغه شاید د نړۍ لومړی داسی لومړی وزیر دی چې د خپلو هاغه اتباعو کورنیو سره غمرازي نه کوی چې د هغه په خپل هیواد کې د ترهګرو لخوا په بې رحمانه ډول وژل شوي . که څه هم هغه له جنازې وروسته کوټې ته لاړ مګر د خپلو هیواد والو په سترګو کی سپک شو
دا د دوی مخالفین یا دښمنان نه دي ، مګر هغه خلک دی چې ورکی یو زوړ سړی خپل زوی له لاسه ورکړی ، یوی ښځی خپل ورور له لاسه ورکړی او یوی بې وزله نجلۍ خپل پلار له لاسه ورکړی. که دا د حکومت او نورو مذهبي او سیاسي ګوندونو اراده وي ، نو پاکستانی ټولنه باید د خپل راتلونکي څخه ویره ولري. ځکه چې هیڅ څوک پدی نه پوهیږی چی اوس وار د چا دی ؟
Comments
Post a Comment