د هند عربستان د همکارۍ فورم غونډه

لیکنه : د پدم سینګ

ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی


د عرب او د هندوستان د همکارۍ فورم دریم لوړ پوړو چارواکو غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. دغه ناسته د بهرنیو چارو په وزارت کې د (قونسلګرۍ ، پاسپورټ او ویزې او بهرنی هیوادونو هندي چارو) سکرتر سنجې بھټا چاریه او د مصر بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او په انجمن عرب کې د دایمي استازي سفیر محمد ابو الغیر په مشرۍ جوړه شوې وه. په دغه ناسته کی د عربی هیوادونو او د هند لوړ پوړو چارواکو او د انجمن عرب عمومي دارلنشا برخه واخستله 

لوړ پوړو چارواکو هغه تاریخي او تمدني اړیکې چې د عربي نړۍ او هند تر منځ موجودې دي ، یادی کړی او د سوداګریزو او کلتوري اړیکو همکارۍ یې د دواړو خواو د یو بل سره د تړلو په اړه پرګوته کړی. دوی د عرب او د هند همکاریو پیاوړي بنسټ ، عالي ظرفیت او د عرب او د هند مرستی پراخه راتلونکې ستاینه وکړه ، او هغه رول یی هم ستایلی چې فورم یې هندوستان او عربی هیوادونو ترمنځ اړیکو ته وده ورکولو لپاره لوبولی شي

لوړ پوړو چارواکو په سیمه ایزه او نړیواله کچه د دوه اړخیزو اندیښنو په مسلو خبرې وکړې او د دواړو لورو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ میکانیزم پیاوړي کولو باندې ټینګار وکړ ، پدې توګه به دوه اړخیزو ګټو ته خدمت وکړي او سیمه ییزه او نړیواله سوله او امنیت ټینګ وساتي. 

د بااعتباره بین المللي مشروعیت پریکړه لیکونو او بااعتباره هوکړو او حوالو له مخی پدې برخه کې ، دوی مینځني ختیځ کې د سیمه ایزو مسایلو او د کړکیچونو سیاسي حل په اړتیاو باندې ټینګار وکړ ، په ځانګړي توګه د فلسطین مسله ، په سوریه ، لیبیا او یمن کې کړکیچونه هم تبصره شول. د نړیوال قانون د اصولو سره سم ، د تروریزم پروړاندې مبارزه کې د همکارۍ اړتیا او د تګ راتګ او سمندري امنیت تضمین لپاره ضرورت هم پرګوته کړی شو

چارواکو ټینګار وکړ چې هغه غیر معمولي شرایط او بې ساري ننګونې چې نړۍ یې د کوویډ - ۱۹ وبا د خپرېدو له امله ورسره مخ ده ، د جګړو او کړکیچونو ساحو په شمول ، نړیوالې او سیمه ایزې همکارۍ پیاوړي کولو ته اړتیا لري . دواړو لوریو د تشخیص او درملنې په برخو کې د هند او عربي هیوادونو ترمنځ د روانو همکاریو په اړه خبرې وکړې ، او د کوویډ وروسته اقتصادي بیارغونې لپاره د اړوندو ملي چلندونو په اړه یی نظرونه تبادله کړل

عربي اړخ د دوه کلنې مودې (۲۰۲۱-۲۰۲۲) لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیتوب په توګه د هند د ټاکنې له امله هندوستان ته مبارکي وویله ، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د هند دوامداره رول ته او په ځانګړي توګه د سیمه ییزو مسلو په اړه دوه اړخيزی اندیښنې په اړوند هندوستان ته سترګې په لار دي

لوړ پوړو چارواکو د عرب - هندوستان د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د اقتصاد ، سوداګرۍ او پانګونې ، انرژۍ او چاپیریال ، زراعت او خوراکي امنیت ، سیاحت او کلتور ، د بشري سرچینو پراختیا ، تعلیم او روغتیایی پاملرنه ، ساینس او ​​ټیکنالوژي او رسنیو په شمول د همکارۍ د زیاتولو په لارو چارو هم خبرې وکړې

د هند او عربي هیوادونو ترمینځ اقتصادي اړیکې باید په سیاسي کچه د ستراتیژیکې ملګرتیا او دوه اړخیز تفاهم ته وده وکړي. د هند او عربی هیوادونو د اقتصادي بوختیا کليدي عناصر د انرژي امنیت ، د خوړو خوندیتوب ، د بشري سرچینو تبادلې ، د سوداګرۍ او پانګوونې وده او قوي اړیکې لخوا مشخص شوي دي. د هند او عربي هیوادونو ترمینځ اړیکې څو اړخیزې او پراخې دي خو صلاحیت یې د ماهرینو له پلوه لوی دي

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا ، د هند د تیلو وارداتو ۵۳ سلنه او د ګازو د وارداتو ۴۱ سلنه د عرب سیمې څخه راځي. هند په عراق ، سوریه ، لیبیا ، متحده اماراتو ، یمن او سویل سوډان کې د تیلو بلاکونه لري . د شراکت نوعیت د پیرودونکي او پلورونکي تر مینځ د هایدروکاربن اړیکې څخه د جریان او ښکته پروژو کې برخه اخیستلو پوری او تصفیه کولو کې ګډ کار او د تیلو ستراتیژیکی زیرمی رامینځته کول دي

په داسی حال کی چی دواړه ، هند او عربي سیمې په اقتصاد کې د اصلاحاتو او بدلون راوستو کې بوختیا لری ، قوي سیاسي تفاهم او د خلکو ترمینځ نیکمرغي ، پراخه امکانات برابروي چې اقتصادي بوختیاوی لوړې کچې ته ورسوي

دواړو لورو د فورم د ګډ فعالیتونو په مهال ویش باندې موافقه وکړه ، پدی کی د عربي - هندوستان کلتوري فستیوال دریمه ناسته ، د انرژۍ په برخه کې د عربي - هند همکاریو سمپوزیم ، د لومړي ځل لپاره د عرب - هندوستان پوهنتون د مشرانو کنفرانس ، دوهم د میډیا په برخه کې د عرب - هندوستان همکارۍ سمپوزیم او د عرب - هندوستان د همکاریو کنفرانس شپږمه غونډه هم شامله ده . د عرب - هندوستان د همکارۍ فورم د وزیرانو دوهمه ناسته به په نږدې راتلونکي کې په هند کې ترسره شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت