د طالبانو مخ په زیاتیدو ځواک د امن نړۍ لپاره خورا خطرناک دی


لیکونکی:د سید اسد رضا نقوي
ژباړه : د پښتو څانګی
د یو راپور له مخې طالبان په نړیواله کچه د ترټولو وژونکې وسله والې ډلې په توګه مخی ته راغلی او داعش یی هم وروسته پریخودی. په حقیقت کې په تیرو څو ورځو کې ترټولو خونړیز فعالیتونه په افغانستان کې طالبانو کړي دي. تر دې دمه دغه تروریستي ډلې په سلګونو زره بې ګناه ملکي وګړي ، افغان او امریکایي عسکر په ځان وژونکو حملو او ډزو کې وژلي او ټپیان کړي یی دي. که څه هم د ټرمپ ادارې په مستقیم او غیر مستقیمه توګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ویجاړیو د مخنیوي لپاره د طالبانو له مشرتابه سره خبرې کړي ، خو دغه خبرې په افغانستان کې د طالبانو د سخت دریځ او وینو د تویولو له امله ندی بریالۍ شوې. او برعکس تروریستي فعالیتونه یې نور هم ګړندي شوی، له همدې امله نړیوال سازمانونه او ټولنې چې د افغانستان وضعیت څیړي د طالبانو زیاتیدونکی ځواک د سوله ایزې نړۍ لپاره ترټولو خطرناک ښولی دی او دې پایلې ته رسیدلي چې دا یو وینه تویونکی تروریستي سازمان دی. په حقیقت کې د پاکستان پوځ او د هغه د استخباراتي ادارې آی ایس آی د قوي ملاتړ له امله د طالبانو ځواک خورا زیات شوی دی. د پاکستان پوځ او آی ایس آی نه یوازې د طالبانو فکري ملاتړ کوي بلکې پوځي روزنه او وسلې هم ورکوي ، ځکه چې پاکستان تل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او له هغه ځایه د امریکايي ځواکونو د ایستلو هڅې کوي. 
طالبانو په حقیقت کې په دوديزو اسلامي مدرسو کې دیني زده کړې ترلاسه کولې ، کوم چې په خپل هیواد کې د شرعي قوانینو په پلي کولو او د یو شمیر خورا سخت دریځه اسلامي هیوادونو د ملاتړ له امله لا نور هم بنسټپال شول. دوی په ویاړ سره دغه اسلامي جهاد نومولی. د پاکستاني څیړونکي احمد رشید په وینا ، له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۹ پورې شاوخوا ، ۸۰ زرو څخه تر۱ لکه کسان په پاکستان کې روزل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ جنګیږي. مشهور تحلیل کونکی پیټر ټامسن په خپلو تحلیلونو کې لیکي ، د پاکستان د پوځ او آی ایس آی افسرانو په مشرۍ په زرهاو پاکستاني سرتیري په افغانستان کې جنګیدل. په هرصورت د سخت دریځو اسلامپالو هیوادونو په پوځي او مالي ملاتړ طالبانو کابل ونیوه او د دوی حکومت په ۱۹۹۶ کې په افغانستان کې جوړ شو چې سعودي عربستان او متحده اماراتو په رسمیت پیژنده. د طالبانو حکومت په کلکه اسلامي شریعت پلی کاوه او دوی په ځانګړې توګه افغان میرمنې په نخښه کولې. بورقه یې د ځوانو او زړو میرمنو لپاره لازمي کړې وه. د انجونو ښوونځي یې تړلي وو. د هغوی د واکمنۍ پرمهال ، طالبانو په غیر اسلامي توګه لرغوني تاریخي آثار ویجاړ کړل ، چې یوه بیلګه یې د بامیانو ۱۵۰۰ کلنه زړه مجسمه وه چې طالبانو ورانه کړه. هغه کار چې د نړیوالې ټولنې لخوا په ډیرو څرګندو ټکو وغندل شو. بلی خوا سعودي عربستان او د القاعدې مشر اسامه بن لادن د شاوخوا ۲۰۰۰عربانو سره د طالبانو د سخت دریځو او تروریستي فعالیتونو ملاتړ کاوه. د متحده ایالاتو حکومت د طالبانو رژیم پای ته ورساوه ، مګر طالبان ژوندي پاتې شول او د پاکستان او آی اس آی ټوله مرسته او همکاري ورسره وه او دا پروسه اوس هم دوام لري.لکه څرنګه چې د هند حکومت د افغانستان اقتصادي او ټیکنالوجیکي پرمختګ کې لویه مرسته کوي ، نو طالبانو د هندي انجینرانو ځورونه او تښتونه پیل کړه. خو له دې ټولو سره سره هندوستان د افغانستان خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. له همدې امله نن ورځ چیرې چې په افغانستان کې خلک د پاکستان په ورانوونکو کړنو او د دوی له اردو او آی اس آی سره د طالبانو همکاریو ته په کرکه ګوري ، دوی د هند د رغنده همکاریو له امله زموږ له هیواده مننه کوي. په هرحال د پاکستان پوځ په افغانستان کې د هند حکومت مثبت او رغنده ملاتړ نه خوښوي او هڅه کوي چې هلته د طالبانو حکومت بیا جوړ کړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت