خړ لیست نه چی تور لیسټ، ایف اې ټي ایف پاکستان ته یو بل چانس ورکړو

لیکنه:د ډاکټر اشوک بیهوریا 

ژباړه:د پښتو څانګی

کله چې تیره یکشنبه د ترهګرۍ مالی مرستی د تمویل څار ډلې (ایف،اې،ټي،ایف) چې په پاریس کې د ۲۰۵هیوادونو د ۸۰۰ استازو په ګډون جوړیده نو پاکستان کې داسې اټکلونه وو چې ګوا کې دغه هیواد به له خړ لیست څخه بهر کړي.

ددغې ډلې د خبرو یوه مهمه موضوع د پاکستان په شمول د یوشمیرهیوادونو له لوري د تورو پیسو د سپینولو پروړاندې د مبارزې په برخه کې د هغوی د ژمنو او مالي امنیت ټینګول وو. داسې بریښي هغه هیوادونه چې په خړ لیست کې شامل دي د نړۍ مالي سیستم ته ګواښونکي دي. پاکستان د ۲۰۱۸کال له جون راهیسې په خړ لیست کې دی.

د ۲۰۲۰د فبرورۍ په ۱۹مه رسنیو په حیرانونکې توګه رپوټونه خپاره کړل چې پاکستان د همدې کال تر جون میاشتې پورې بیا هم په خړ لیست کې پاتې شو. دا ناشونې هم وه ځکه چې د همکاریو د ارزونې نړیوالې ډلې( آی،سي، آر، جي) چې د پاکستان په اړه د لیږل شوي رپوټ د ارزونې مسوولیت یې درلود د فبرورۍ په ۱۷مه یی وویل چې دې پایلې ته رسیدلي چې پاکستان د تروریزم د مالي ملاتړ د مخنیوي برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

دا په داسې حال کې وه چې پاکستان غوښتل د لشکر طیبه مشر حافظ سعید چې په ۲۰۰۸کال کې یې په ممبۍ کې د بریدونو پړه منلې وه ، محکمه کولو سره نړیواله ټولنه په دغه برخه کی د خپلو کړنو په اړه قانع کړي.

دغې ډلې د فبرورۍ په ۱۳مه وویل چې پاکستان د ۴۰هغو سپارښتنو په اړه چې ورته شوې وې ډیر کار نه دی کړی او لا یې هم په کړنو کې ډیرې ستونزې شته. 




ددغو سپارښتنو نه عملي کول په داسې یو حد کې وو چې ان د پاکستان ډیر نږدې دوست، چین چې دا مهال د ایف اې ټي ایف مشري کوي هم له خړ لیست نه د پاکستان د وتلو ملاتړ ونه کړ. له ترکیې پرته نور ټول هیوادونه له دې طرحې سره همغږې ول چې د جون ترمیاشتې چې د ایف اې ټي ایف بله غونډه جوړیږي پاکستان باید په خړ لیست کې پاتې شي.

تیرکال چې ایف اې ټي ایف د پرتلیزې ارزونې رپوټ خپور کړ په هغه کې هم ویل شوي وو چې پاکستان د تروریستانو د مالي ملاتړ او تورو پیسو د سپینولو لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي. په دغه رپوټ کې په خواشینۍ سره ویل شوي وو چې که د عملي پلان د ترسره کولو لپاره ټول وخت هم پاکستان ته ورکړل شي نو پاکستان به په دې برخه کې له جدیت نه کار وانخلي. 

که پاکستان له دغه لیست نه د لیرې کیدو هیله لرلی نو سره له دې چې د خپلو وعدو د نه عملي کیدو په خطرونو خبر وای او باید دغې برخې کې یې له جدیت سره کار اخستی وای او پر خپل دوست، چین باندې یې زیاته تکیه نه وای کړې.

دا طبیعي خبره هم ده چې د ترکیې سربیره ، چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په ړندو سترګو ملاتړ کوي ، او شاید یو یا دوه نور هیوادونه هم دی خو د دې هیواد ناوړه ریکارډ به د اکثریت هیوادونو څخه جدي ملاتړ ترلاسه نکړیشی ترڅو پاکستان له خړو لست څخه وباسي.. له اسلام اباد څخه غوښتل شوي چې د ترهګرو سازمانونو لوړ پوړي مشران محاکمه کړي تر څو د ترهګرۍ پروړاندې د اقداماتو ژمنتیا څرګنده کړي.



په پاکستان کې ، مشران تور لیست ته د ورننوتلو له ګواښ څخه د خلاصون له امله ځانونو ته شاباشی ورکوی ؛ مګر د دوی په زړونو کې به ژور خفګان وی ، دوی به باید د افسوس په حالت کې ژاړي چې دوی پاکستان کوم حالت ته رسولی. د ترهګرۍ سره د پاکستان کلونو کلونو راهسی اړیکو له امله دده ټول سیاسي ، ټولنیز ، اقتصادي او حقوقي سیسټمونه د پراخی ککړتیا لامل شوې او دا اوس هغوی لپاره ناممکنه ده چی د دې ستونزې سره د مبارزې لپاره کافي تدبیرونه ونیسی..

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت