په پاکستان د ایف اې ټی ایف ټینګ نظر
لیکنه : معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګی
که څه هم پاکستان یو څه وخت لپاره دا فکرپه کولو خوشحاله وی چی هغه فعلاَ نور څو میاشتو لپاره د ایف اې ټی ایف په تورجدول کی شامل کیدو څخه و ژغورلی شو لاکن که هغه دا خوش فهمی ولری چی هغه به د ایف اې ټی ایف یا د نړیوال په سترګو کی دوړی په شیندلو کی کامیاب شی او پدا ډول هروار هغه به بچ شی نو دا به د هغه ډیره لویه سهوه وي. ښائي چی هغه دا خیال لری چی د چین، ملیشیا او ترکی په ملاتړ هغه په تورلست کی کی شامیلیدو څخه بچ شو خو یو ډیر لوئ علت دا هم دی چی هغه ته د څومیاشتو رعایت ترلاسه شوی په هغی کی ټولو نه لوئ لاس پخپله د امریکی دې ځکه چی په عین دوران کی هغی ته د پاکستان کومک پکار و لدی کبله چی له طالبانو سره افغانستان څخه د امریکی پوځونو د پشا کولو په معاملی کی تړون وشی . له طالبانو څخه هم د دغی خبری امکان شته چی نزدی دا تړون وشی . هرڅنګه چی وی دا یوه بیله معامله ده لاکن تره ګروپروړاندی کارروائي کولو او هغوئ ته د سرمائ برابرولو او د پیسو غلط چلن کولو په ترڅ کی فعالیتونو مخه نیولو او د اغیزمن کارروائي کولو سوال دی په هغی نړیواله ټولنه ټینګ نظر لری او ایف اې ټی ایف په قطعی ډول د پاکستان په کارروائۍ ډاډ ندی څرګند کړې. هغی اوس هم پاکستان په خړ لست کی د ساتلو پریکړه کړیده لدی امله چی د هغی د کارکردګۍ څارنه وکړی شی .هغی ۲۰۱۸میلادی کال د جون په میاشت کی پاکستان ته د ۲۷ټکو عملی پلان وړاندی کړی و او په هغی د عمل کولو لارښوونه کړی وه خو پاکستان د ډیر زیات مټه توب څرګندونه وکړله او فقط په یوڅو ټکو پرمختګ وکړو . هغه هیواد ته د ۲۰۱۹میلادی کال د ستمبر- اکتوبر میاشت ټاکلی نیټه ورکړ شوی وه لدی امله چی هغه پدی دوران کی پاتی کارروائي هم بشپړ کړی . څو میاشتی د مخه په بیجنګ کی د ایف اې ټی ایف یوه غونډه جوړه شوې وه په کوم کی چی د پاکستان کارکردګۍ کره کتنی په کولو دا معلوم شوی و چی په ۲۷ ټکو کی ۱۴ ټکی پاکستان سرته رسولی دی . نوځکه په اوسنیو تیرو ورځو کی پائ ته رسیدلی د ایف اې ټی ایف په مهمی ناستی کی په ۳۹غړو مشتمل دغه ګڼ ملی ځواک پاکستان ته د ۲۰۲۰میلادی کال د جون میاشت پوری رعایت ورکړیدی چی هغه پدغه دوران کی ټول کارروائۍ بشپړ کړی ګنی نو هغه په قطعی ډول په تور لست کی و ساتلی شی . پاکستان ته په ډاګیزه وئیلی شویدی چی هغه په قوانینو او ضابطو کی شتون هغه نیمګړتیاوی سم کړی دکوم ګټه په پورته کولو ترهګر ډلی سرمایو پوری لاس رسی و لری . پدی ترڅ کی ایف اې ټی ایف په ځانګړی ډول د طالبانو، القاعده، لشکر طیبه او جیشی محمد په شان د ډلی په ځانګړی ډول پرګوته کړی دی .
پاکستان پخپله دا خبره احساسه کړی چی د هرځنی دوست هیواد یا د هغه د هرموسم ملګری د چین هم ځنی حد وي او د غه حد څخه په اوړیدو هیڅ څوک هم څه نشی کولی . د بیلګی په توګه باید چی هغه دا خبره دی هیره نکړی چی د هغه ټولو نزدی ملګری چین کوم چی دا وخت د ایف اې ټی ایف رئیس دی هغی هم په خپل قطعی څیړنی کی دا وئیلی دی چی هغه په ټولو ۲۷ ټکو کار وکړی په کومو کی چی هغه لا په ۱۴ ټکو پرمختګ کړیدی .که هغه په راتلونکی څلورو میاشتو ترمینځه یعنی ۲۰۲۰ میلادی کال د جون میاشت پوری دا کار بشپړ نکړو نو په هغی سخت بندیزونه و لګولی شی او هغه په تور لست کی و ساتلی شی .
هرڅنګه چی وي کله چی د ایف اې ټی ایف مهمی ناستی وروسته دا قطعی فیصله راغلی چی پاکستان ته د نور۴ میاشتو رعایت ورکړی شی لدی کبله چی پدی دوران کی له ۲۷ټکو څخه پاتی ۱۳ ټکوه احاطه وکړی نو دا هیله ولرلی شی چی پاکستان به د موقعی نزاکت هس کړی او پخپله هغه ټول کارروائۍ ترسره کړی د کوم ترمخی خطرناک تره ګر له مینځه یوړلی شی . کله چی پاکستان کی دتره ګرو سرسوری برابرونکی ځایونه په بشپړه تباه کړی او ورسره د هغوئي سرمائ او د پیسو غلط چلن مخه و نیسی نو پخپله به د هغوئي ملا ماته شی او نه یواځی دا چی پدی سیمی کی د دایمی سولی لارې هواره شی بلکی پاکستان پخپله یو نهائي خوندی ځای جوړیدی شی .
غرض دا چی اوس یواخی تشی خبری کولو ورځی رخصت شوی او پاکستان به ټینګ کارروائي کول وی . که پاکستان ته د جون میاشت پوری وخت ترلاسه شوی نو هغه د دغه موقعی ګټه په پورته کولو هرڅه سم کړی ګڼی که ایف اې ټی ایف په تور لست کی شامل کړو نو پاکستان به د اقتصادی بحران په یوداسی مشکل وضیعت کی راګیر شی د کوم څخه بهر راوتل د هغه لپاره بیخی امکان و نلری . د پاکستان دا وختی اقتصادی وضع څه کمه کمزوری نده او که پداسی وخت کی مالی ادارو هم په هغی هیواد مالی بندیزونه ولګول نو پخپله د پاکستان واکداران غور وکړی چی وضیعت به څنګه وي.
Comments
Post a Comment