هندوستان څخه د ولسمشر ټرمپ لومړی لیدنه


لیکنه : د پروفیسور چنتا منی مهاپاتره

ژباړه: د پښتو څانګی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په احمد آباد کی کوزیدو سره هند ته خپل لومړی سفر پیل کړ. لومړي وزیر نریندر مودي هغه ته د احمد آباد په هوای ډګر هرکلۍ اویلو. د دواړو مشرانو تر منځ شخصي اړیکې ټولو ته معلومی دی. ګجرات د مهاتما ګاندي ټاټوبی دی او سابرمتي آشرم ته د ولسمشر ټرمپ سفر پدی ترڅ کی د پام وړ وو چی ګاندهی د برتانوي حکومت له منګولو څخه د هند په ازادولو کې ستر رول لوبولی وو. هندوستان په بله پلمه د ښاغلي ټرمپ دومره هرکلۍ نه شوه کولی بیله ددی چی د ټول هندوستان څخه د سلو زرو څخه زیاتو خلکو په شتون کې د احمد آباد په موټیره ، کې د نړۍ ترټولو لوی د کرکټ لوبغالی پرانیزي. د یو څو ساعتو په جریان کې ، د متحده ایالاتو ولسمشر د کوربه هندي ایالتونو څخه د میوزیک او نڅا نندارې له لارې هندي کلتور او فرهنګ په تماس کی راغی .

ولسمشر ټرمپ د هندي تنوع او د هندي ټولنې کلتوري ښکلا څخه زښت متاثره شو . البته په موټیره سټیډیم کې د هغه وینا د ملیونونو هنديانو غوږونو ته یوه موسیقي وه چې هغه ته یې مستقیم غوږ ونیوو او یا په راډیو او تلویزیون یی د هغه وینا ته غوږ ونیولو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۷ لسیزو په لنډه موده کې غربت په کمولو ، اقتصادي ودې ، ساینسي او تخنیکي پرمختګونو او نورو ډیرو برخو کې د هند د ودې ستاینه وکړه .

هغه وویل چې هند د نړۍ یو لوی اقتصاد ګرځیدلی او په حقیقت کې هندوستان په دې وروستیو کې د نړۍ د ۵م لوی اقتصادي قدرت په توګه د جی ډي پی له پلوه د بریتانیه ځای واغیست. هغه په امریکایی ټولنې کی د شاوخوا څلور ملیونه هندي - امریکایانو مرستې زړه سره رایادی کړی 

سربیره پردې ، ولسمشر ټرمپ د هند - متحده ایالاتو په ستراتیژیکو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ په ګوته کړ او وړاندوینه یې وکړه چې دا شراکت او اړیکه دوام لري او په راتلونکی کی به هم دوام ولري. ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د هند - متحده ایالاتو د همغږو هڅو اړتیا په پرګوته کولو سره ، په لویدیځ آسیا کې د داعش ړنګیدل او د هغوی مشرانو له منځه وړل راپیاد کړل. هغه پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره خپلې هڅې پرګوته کړې او پاکستان یې د متحده ایالاتو یو ملګری په توګه بیان کړو. ګڼو لپاره ، پاکستان ته د هغه حواله غیر ضروري وه. البته په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو په نظرکی د هغه څرګندونې مهمې وې. په خپلو څرګندونو کی توازن ساتلو لپاره هغه د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د هند او امریکا پر رول ټینګار وکړ. یوازې په دې وروستیو کې ، هند ، متحده ایالات او حتی چین دا ډاډ ترلاسه کولو کې سره یوځای شول چې پاکستان د ترهګرو تمویل کونکو هیوادونو په خړلیست کې پاتې شی. د ټرمپ انتظامۍ په پاکستان بندیزونه وضع کړی یا یی له پاکستانه پانګی بیرته نیولی. د امریکایی کړنو شا لید کې ، د پاکستان په اړه د هغه بیان د پوهیدو وړ دی.هغه د هند او متحده ایالاتو تر منځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د زیاتیدونکي اهمیت د څرګندولو په خاطر هیڅ وار خطا نکړو ، د دوه اړخیزو نظامي تمرینونو حساسیت یې په ګوته کړ ، او هند ته یې د عالي پوځي سامان الاتو د پلور ژمنه ورکړه.

په پیل کې داسې بریښيدل چې هندوستان ته د هغه د لومړي سفر لومړۍ مرحله به یوازې نظری او سمبولیک وي. مګر په واقعیت کې ، دا هم د پام وړ ثابت شو. ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا په اوږدو کې د هندي عامو خلکو سره د هند او متحده ایالاتو د ستراتیژیکې ملګرتیا اهمیت ، ژورتیا او ګټور په غیر مشروط شرایطو ازادانه خبری وکړی. هغه همدا شان اشاره ورکړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو لا پراختیا لپاره نوې لوی تړون مخ په لار دی 

دې ټینګار ته اړتیا ده چې په بدل شوي نړیوال نظم کې ، د شوروي اتحاد له ړنګیدو او د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې ، د نړۍ په چارو کې یو له پرمختګونو څخه د هند - متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت وده ده. پداسې حال کې چې دا وده مخ په وړاندی روانه ده ، خنډونه او ننګونې منځ ته راغلی . له کله راهیسې چې ډونلډ ټرمپ واک ته رسیدلی هند په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او تجارت په برخو کې نوي ننګونې تجربه کړي. خو د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا هڅې روانې دي ترڅو د جوړجاړي معاملې وکړي.

تمه کیده چې دا تړون به هند ته د ټرمپ د سفر پرمهال لاسلیک شي. مګر دواړه حکومتونه ډیر وخت ته اړتیا لري او هیله مند دی چې په تړون به ډیر زر هوکړه وشي.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ