داعش سویلی اسیا لپاره لوی ګواښ

لیکنه : د شاه سیف الله

ژباړه : د پښتو څانګی

د ملګرو ملتونو وروستی راپور په ګوته کوی چو د تروریستی سازمان اسلامی دولت یا آئي ايس او نور تروریستی سازمانونه لکه آئي ایس آئي ایل خراسان ، طالبان ، تحریک طالبان پاکستان ، جماعت الاحرار ، لشکر اسلامی ، او جماعت الدعوهَّ څخه نه یوازی افغانستان او سویلی اسیا بلکه نور ګاونډی هیوادونه او ګرده نړۍ کی سولی او امنیت ته سخت اخطار وړاندی شوی. دغه ټول ترهګر سازمانونه د نړیوالی ټولنی فشار او کاروائی باوجود نن هم نه یوازی فعاله دي ، بلکی د هغوی حوصله ډيره زیاته لوړه شوی هم ده. د دوی تر منځ د عراق او سورئی نه تر یمن ، افغانستان او پاکستان پوری ټینګ روابط او د دوی فعالیتونه او ورانکاریو سره د منطقی یو شمیر هیوادونه دپه کنډوالو بدل شوی ، او د بی شمیره کسانو ژوند تلف شوی، لیکن دا وضعیت د تم کیدو نوم نه اخلی . ترهګر ښه یا بد نشی کیدای ، البته ترهګر خو له کوم رنګ ، نسل ، هیواد او ملت سره تعلق نلری . په هر صورت ترهګر وی هندوستان تل دغی حقیقیت پلو د نړۍ توجو راجلب کړی ده. لیکن د سپټمبر ۱۱می نیټي برید څخه مخکی چا هم په سنجیدګۍ سره دغه خطر پلو توجه ونکړه . دا یو تاریخی حقیقت دی چی په ګرده نړۍ کی روانه ترهګری ته د ځینو هیوادونو لخوا په څه نا څه پلمه ملاتړ تر لاسه دی. خوا که هغه په افغانستان کی د مجاهیدینو لارښوننی معامله وی یا بیا د القاعدی ، دولت اسلامیه ، داعش ، طالبان ، تحریک طالبان پاکستان ، جماعت الحرار یا د جماعت الدعوهّ معامله وی ، دوی ته خامخا د کوم هیواد یا اداری ملاتړ تر لاسه وی . 

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا اندیښنې هم راپورته شوي چې داعش د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان سره لاس یو کړی دی. دوی په ګډه د داعش - خراسان په نوم وسله وال سازمان جوړ کړی چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. تر څو چې د تحریک طالبان پاکستان او د حافظ سعید د جماعت الدعوه تړاو دی ، دغه دوه سازمانونه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې آی ایس آی تر ملاتړ لاندې دي. دا حقیقت لکه د ورځې رڼه روښانه ده. د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان ، چې په ۲۰۱۲م کال کې د ملاله یوسفزۍ پر وړاندی قاتلانه برید کولو او په ۲۰۱۴ م میلادی کال کې په پیښور کې د آرمي پبلک سکول زده کونکو باندې په ډزو تورن شوی و ، تیره میاشت له پوځ او آی ایس آی په مرسته له جیل څخه وتښتیدو. په ډزو کې د وژل شوي ماشومانو د والدینو سازمان د پيښور لوړی محکمی کې د پوځ او آی ایس آی پرضد مقدمه درج کړې ده. داسی مسله د جماعت الدعو د مشر حافظ سعید سره هم روانه ده . حافظ سعید نه رد کیدونکی شواهدو سره په هند کې د ممبی ترهګریز بریدونو مرتکب دی. پاکستان هم ومنله چې دا سازش په پاکستان کې پلان شوی و. هند په دې برخه کې پاکستان او متحده ایالاتو ته ګڼی دوسیۍ سپارلی ترڅو د ممبي بریدونو مرتکبین په ریښتیني ډول قضاوت ته وسپارلی شی او د دواړو هیوادونو تر منځ باور پرځای شي ، خو پاکستان همیشه له دې موضوع څخه مخنیوی کړی ده

له بلې خوا حافظ سعید پوره ازادی سره هندوستان پروړاندې زهرجنی ویناوی په خپرولو د هیواد په ګوټ ګوټ کې ګرځی. د نړیوالې ټولنې د پام وړ فشار لاندې ، د تروریزم د اوږدې قانوني جګړې وروسته د تروریزم په تمویل باندې تورن شوی. دا پدې معنی نده چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې نړیواله جګړه کې بشپړ جدي دی ، مګر داسې بریښي چې ترهګري یې خپله رسمي پالیسۍ جوړه کړی ده. د هند او نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره ، پاکستان د ممبۍ د برید عاملین د ژغورلو په هڅه کې دی. هغه نه د نړیوالې ټولنې د فشار په اړه اندیښمن دی او نه هم دا غواړي له ګاونډیو هیوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي. دې د تروریزم په مرسته د پولې هاخوا ګاونډیو هیوادونو پروړاندې جګړه پیل کړې. په داسې حالاتو کې ، دا د نړیوالې ټولنې مسؤلیت دی چې د ترهګرو هیوادونو پروړاندې جدي اقدام وکړي ترڅو هیڅ هیواد یا اداره ونشي کړی چی د خپلو ګټو په خاطر د ترهګرو ملاتړ ورکړي. کله چې د ترهګرۍ ټولې سرچینې له منځه لاړی شي ، نه یوازې دا چې د ترهګرۍ تورې ورېځې به له سیمې لرې شي ، بلکې د تلپاتې سولې لاره به په ټوله نړۍ کې هواره شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت