ایف ای ټی ایف له طرفه پاکستان ته د جون میاشت پوری وخت ورکړی شوی


لیکنه : د سوحیل انجم

ژباړه: د پښتو څانګی

که یو هیواد غواړي چی دا ثابت کړي چې په هغه لګول خپل تورونه غلط دي ، نو بیا باید ورته جدي پاملرنه وکړی. هغه باید د خپلو کړنو په ذریعه دا ثابته کړي چې هغه پخپل لمن داغ نلری او هغه څه چې د هغه په ​​اړه ویل کیږي هیڅ اعتبار نلري. مګر که هغه یوازې لفظي دعوې وکړي او په عملی ډول هیڅ اقدام ونه کړي نو هیڅ څوک به د هغه په ​​خبرو باور ونه کړي. هم دا خبره د پاکستان په اړه ده. پاکستان او ترهګري له یو بل څخه نه بیلیدونکی برخی دي. هرځای چې د ترهګرۍ خینی پیښه وشی ، نو په طبیعي ډول د پاکستان په لور ګوتې پورته کیږي. 

او کله چې پدی حقله څیړنه کیږي ، نو پیښه له پاکستان سره تړاو ولري. پاکستان ادعا کوي چې دا د ترهګرۍ پرضد دی او اجازه به ورنکړي چې خپله خاوره د بل کوم هیواد پر ضد وکاروي. مګر کیږی هر څه ددی برعکس. له همدې امله ټوله نړۍ له دی څخه غوښتنه کوي چې د تروریزم پروړاندې اقدام وکړي. هندوستان له اوږدې مودې راهیسې دا غوښتنه کوي. پاکستان ټینګار کوي چې هند باید له دې سره خبرې اترې پیل کړي ، خو د هند نظر دا دی چې تروریزم او خبرې اترې یو ځای مخ پروراندی ادامه نشی کولی.

که پاکستان د خبرو اترو په حق کی وي ، نو دا باید خبرو اترو لپاره یو مناسب ماحول منځ ته راولی. او ماحول به هغه وخت مناسب وي کله چې پاکستان د تروریزم پروړاندې مبارزې لپاره مؤثر او کوټلي ګامونه واخلي. که چیرې دا هغه یواځی نړۍ ته دا خای چې دا د ترهګرۍ پروړاندې جدی دی او ددی لپاره یواځی نمایشی اقدامات کوی نو داسې به خبره جوړه نشی. تر دې دمه ، هغه پدې برخه کې چی څه کړي هغه یواځی نمایش دي. هم دا وجه ده چی نړۍ په داسې شیانو باور نلري. په پاریس کې میشته د ترهګرۍ د مالی تمویل د څار ډله یا ایف ای ټی ایف پدې قانع نه دی . له همدې امله یې پاکستان په خړ لیست کې راوست. دا غوښتنه کوي چې پاکستان د ترهګرۍ پروړاندې جدي او مؤثر اقدام وکړي او د تروریستي سازمانونو د تمویل مخه ونیسي. که هغه دا کار ونکړی نو ایف ای ټی ایف به دا تور لیست کی شامل کړی. د ایف ای ټی ایف لخوا یو هیواد په تور لیست کول کی د اچولو معنی داده چې هیڅ هیواد نشي کولی هغه ته مالي ملاتړ وکړی. د دې موضوع په اړه د بحث لپاره د ایف ای ټی ایف ناسته دا مهال په پاریس کې روانه ده. تر دې دمه هند ، متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو له پاکستان څخه غوښتي چې د تروریزم پرضد کوټلي او مؤثر اقدامات وکړي. چین د هغه مرسته کوي. مګر د ایف ای ټی ایف په ناسته کې چین له دې څخه جلاوالی غوره کړواو سعودي عربستان هم. دواړو هیوادونو د هند ، متحده ایالاتو او اروپایی هیوادونو په ملاتړ سره له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د ایف ای ټی ایف لخوا د تروریستانو تمویل او پیسو مینځلو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي

د ایف ای ټی ایف ټولو غړو هیوادونو پرته ترکیه د پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د ایف ای ټی ایف لخوا وړاندی شوی ټولې ۱۳ ژمنې پوره کړي. که هغه داسی ونه کړي ، نو باید د پایلو سره مخ کیدو لپاره چمتو پاتی شی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت