اشرف غني د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو


لیکنه : د ډاکټر سمروټي ایس پاټنایک 

ژباړه :د پښتو څانګی

له پنځو میاشتو ځنډ وروسته ، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې چې د ۲۰۱۹کال د سپټمبر په ۲۸ مه ترسره شوې وی ، اعلان شوې او ولسمشر اشرف غني پکې بیا بریالی اعلان شو. په ټاکنو کې د هغه نه وړاندې سیال عبدالله عبدالله یې نه مني اود ټاکنو کمیسیون د درغلیو په تور ادعا وکړه چې نوی حکومت به جوړوي. په داسې حال کې چې د لومړی پایلو له اعلان وروسته چې اشرف غنی پکې مخکښ ښوودل شوی و ، د هغه نورسیالان ناراضه کړل ، خو وروستۍ پایلې چې د رایو ۱۵ سلنه تفتیش وروسته اعلان شوې، اشرف غني په یو لږ توپیر سره وګټله. هغه ۵۰.۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړې.
هندوستان د وروستيو نتایجو له اعلان وروسته اشرف غني ته دهغه د بیا ټاکل کیدو مبارکي ورکړه. د هند حکومت د افغانستان د خلکو د ډیموکراسۍ ملاتړ تکرار کړ ، او ویې ویل چې دوی د نوي حکومت او دیموکراتیک سیسټم سره کار کولو ته ژمن دي ترڅو په بهر کې د سمبال شوو ترورستي ډلو د ترهګرو کړونو پر وړاندې مبارزه وکړي او د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي. د تلپاتې سولې او هوساینې لپاره د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو پیاوړتیا د هند له اهدافو څخه دي.
دا لومړی ځل ندی چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ستونزه راپورته کیږي. د ۲۰۱۴ م کال نه وړاندې ولسمشریزو ټاکنو کې هم داسې شوي وو . هلته هم اشرف غني او عبدالله عبدالله ، دواړه نوماندان وو. نه یوازې دا چې هغه مهال بیا یو ځلې رایې وشمیرل شوې ، د ټاکنو د پایلو په اړه د دواړو کاندیدانو تر منځ ستونزه هم وه چې له ټاکنو وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرایی رییس په توګه د اساسي قانون په خلاف وټاکل شو. په تیرو پنځو کلونو کې ، په افغانستان کې حکومت په بشپړ ډول د دواړو کاندیدانو ترمینځ ویشل شوی وو. د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې په داسې حال کې اعلان شوې چې افغانستان ، د ټرمپ اداره او طالبان د سولې تړون لپاره چمتووالی نیسي. د معاملې نهایی کیدو نه مخکې ، ۷ورځنی اوربند په کلکه ازمیښت کړی شي ، چې په ترڅ کې به یې دواړه خواوې د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وکړي. د سولې د وروستي هوکړه لیک له مخې به امریکایي ځواکونه په څو پړاونو کې له افغانستان څخه ووځي. د سولې د تړون اصلي ازمیښت به هغه وخت وي کله چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې پیل کړي ، کومی چې تر دې دمه یې ردی کړي. د طالبانو او افغان حکومت استازو ترمینځ ډیرځله غیر رسمي خبرې شوي ، پداسې حال کې چې طالبانو ویلي چې مشرانو یې په انفرادي ډول په دې خبرو کې برخه اخلی. ولسمشر غني د یوې اړتیا په توګه له شرطونو پرته سولې باندې ټینګار کړی.

تر دې دمه طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پیژني. اوس چې د ټاکنو لانجه راپورته شوې دا به خامخا نورهم د حکومت جایزتوب تر پوښتنې لاندې راولي. سربیره پردې ، په افغانستان کې د ټول ټاکنو او د لویدیځ په ملاتړ د دموکراسۍ ټوله پروسه هم ترپوښتنې لاندې راتلای شي. طالبان بیا له پیل راهیسې د دې غربي ملاتړ کیدونکې ډیموکراسۍ مخالف دي. په داسې حال کې چې د سولې تړون پای ته رسیدو ته نږدې دی ، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په سر لانجه د سولې په پروسه اغیزه کولی شي. سربیره پردې د ولسمشر غني د سیالانو له خوا د ټاکنو د پایلو ننګول کولی شي حکومت باندې اوږد مهاله اغیز ولري ، کوم چې کولی شي په هیواد کې سیاسي بې ثباتي او تاوتریخوالی ډیر کړي ، حتی کله چې طالبان له متحده ایالاتو سره د سولې او اوربند موافقه هم وکړي.

Comments