په پاکستان کی د رایو په څرګندونی بندیز


لیکنه :د شاه سیف الله

ژباړه: د پښتو څانګی 

هسی خو په پاکستان کی هیڅ کله هم د رایو اختلاف ته ډاډ ندی برابر کړی شوی .د آزادۍراهسی هغه هیواد زیاتره د پوځ سلطی ترلاندی پاتی شوې چیرته چی د رایو اختلاف اود غبرږون هیڅ ځای نشته . پوځ یا اداری پرضد د غږ په کولو سره د هیواد خپلواکی او سالمیت په خطر کی پریوځی . دا خبره د نن نده بلکی د جنرال ایوب د حکومت واګ ئې په لاس کی نیولو سره د پاکستان د قام آبا د محمد علی جناح خور فاطمه جناح د هیواد د سالمیت لپاره خطره جوړه شوی وه او هغه بهرنی هیواد ایجنټ بللی شوی وه . دغه لړۍ اغلی فاطمی پوری محدود پاتی نشو خو هر چا چی پوځ او حکومت پرضد د غږ کولوجرآت کړی د هغی نوم سره د غدار جائیزه هم و تړلی شوه . بیا پدی روش کی واکدارانو د کفر ماده یو ځای کولو سره خپل مخالفین او تنقید کونکی تورو تمبو شا ته واچول . پداسی خلکو کی یواځی سیاست مداران نه و بلکی په څیړونکو، لیکوالانو، شاعرانو، هنرمندانو ، وکیلانو او د بشری حقوقو مشرانو باندی هم د غدارۍ او د پاڅون تور ولګولی شو. 

واکدارانو له مخکی څخه د ورځپاڼو او د ټیلیویژیون غږ مرۍ خاپی کړی و بیا هم خلکو سوشل میډیا یعنی ټولنیز رسنۍ د رایو څرګندولو منبع جوړه کړله . ورځپاڼوسره خو د اشتهارونو او نورآسانۍ تړلو سره په کنټرول کی په راوستو سره چل وکړی شو لاکن په سوشل میډیا د هغوئي زور کار ونکړو . د هغی ټولو نه لوې علت دا و چی په فیس بک ، یوټیوب ، ټک ټاک، ټویټر او نور سرچینی تراوسه د حکومت ولکی څخه آزاد دي. پدی سرچینی او رسنیو د پاکستان خلک په ښکاره ډول خپل رائ څرګندوی دکوم ګټه پخپله لومړی وزیرعمران خان او د نوموړی ګوند پاکستان تحریک انصاف ته هم رسیدلی . 

د هغی هیواد د تیرو واکمنانو په شان اوس د لومړی وزیرعمران خان ته هم د سوشل میډیا دا آزادی تاوان رسوی . سوشل میډیا کوم چی ۲۰۱۱میلادی کال راهسی پرله پسی د واکمن ګوند نیمګړتیاوی او فسادونه څرګندول د هغی بشپړه ګټه د عمران پاکستان تحریک انصاف ته هم رسیدلی وه .

دکوم له مخی هغی د واکمن ګوند دکارونو څیړنه هم کړی خو د هغی غبرږون یا ګوته نیول واکمن ګوند لپاره د پریشانۍ سبب ګرځی . نو ځکه اوس دا سوشل میډیا د تړلو کارروائ ترسره کیږی . د هغی په خیال پداډول په خلکو کی د دروغو خبرو خپرولو مخه و نیولی شی یا بیا داسی خبرونو او خیالونو خپریدو مخه و نیولی شی کوم چی د هیواد حاکمیت لپاره خطر جوړیدی شی یا بیا له دوئي سره خلکو په مینځ کی کرکی یا د دښمنۍ جذبه رامینځ ته شی . 

په ظاهره خو دا خبری د هیواد په ګټه ښکاری خو حقیقت ئې دا دی چی د خپل تیرو واکمنانو په شان عمران خان هم غبرږون او اختلافی رائ نشی زغملی. نوموړی نه غواړی چی نړۍ ته دا معلوم شی چی د هیواد اقتصادیات بیخی تباه شوی . د تره ګرۍ جرړی نن هم په ټولنی کی ډیری ژوری دي. د ترهګرۍ د تربئې برابرولو په خیموکی نه خو کمی راغلی او نه تره ګر کم شوی . نو ځکه هغوئي د رائ څرګندولو آزادی چقولو او اختلافی رائ ترخپولاندی کولو لپاره یو نوی قانون جوړ کړی د کوم ترمخی فیس بک او ټویټر په شان سوشل میډیا ته اوس پخپله په هیواد کی اندراج کول وي او داسی ټول متنونه حکومت مخی ته وړاندی کول وی کوم چی حکومت لیدل غواړی لدی کبله چی هغه داسی عنصرونو پرضد قانونی کار روائي وکړیشی . 

خو پدی عمل کی د عمران خان حکومت دا خبره هیره کړیده چی د هیڅ ځنی سیاسی ګوند قدرت دائیمی نه وی او نه په جمهوریت کی د ولس رائ زیات ورځو پوری خپو لاندی کړی شی . که نن هغوئي د جمهوریت یو ستن کمزورکولو هڅه کړیده نو دا واکمنی ترلاسه کونکی بل ګوند لپاره هم وسله ثابیتیدیشی دکوم چی امکان دی پخپله عمران خان پرضد و کارولی شی څنګه چی په تیر وخت کی د پاکستان مسلم لیګ ( نواز) په معاملی کی شوي. 

کیدی شی د عمران خان حکومت ته دغه بندیز څخه څه ګټه ورسی او نوموړی لدی څخه د ولس غږ و چقوی هم خو کله چی نوموړی نړۍ مخی ته خپل خبری وړاندی کول وغواړی نو د دغه قانون تاوان به ګالل وی. د ملی رسنیو اعتبار خو له مخکی څخه له مینځه تللی نویو لوئ سوال ئې دا دی چی څوک به د هغه په ویناو اعتماد وکړی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت