هند د ترکئ لاس وهنه غندلې


لیکنه: د اندرانی تالیکدار

ژباړه : د پښتو څانګی

پاکستان ته اوسنی مسافرت په دوران د ترکئ ولسمشر رجب طیب اردوغان پدا وئیلو په کشمیر کی د شتون وضیعت په باب اندیښنا څرګنده کړیده چی ترکیه په سیمی کی وضیعت په باب ډیرزیات اندیښمن دې کوم چی د پورته کړی شوی د ټولو ګامونو سربیره په یو کړکیچ وضیعت کی بدل شوی . ترکیه د کشمیر مسئلی د هند او پاکستان ترمینځه د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونو په بنیاد او د کشمیر ولس د هیلو په سمون د حل کولو په حق کی دې. نوموړی له کشمیر سره د ترکئ پیوستون څرګند کړی اود کشمیر خلکو مبارزی مقائیسه د اول نړیوال جنګ په دوران د بهرنی سلطی پر وړاندی د ترکئ جنګ سره کړیده . دا لږ ترلږه وئیلو لپاره خو بی معنا دې .

هند د اردوغان نظرئ په باب د هغه هیواد استازی ته د یو محدود اعتراض په خپرولو د ترکئ ولسمشر په څیړنی په سختۍ غبرږون وړاندی کړیدی . د بهرنیو چارو وزارت په یوی بیانئ کی وویل چی د ترکئ ولسمشر وینا نه خو د تاریخ پوهه او نه د دیپلوماسۍ ضابطه ښکاره کړې او دا چی داسی ویناوی به د ترکئ سره د هندپه اړیکو قوی اغیزی ولری . په بیانئ کی دا پیغام هم وړاندی کړی شوی چی اوسنۍ تحولات د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کی د لاس وهلو د ترکئ د نمونی یوه بیلګه ده . هند دا بیخی د نه منلو وړ ګڼی . نوی ډیلی په ځانګړی ډول ترکئ له لوری بیا بیا هڅی ردوی کله چی هغه پاکستان لخوا په ډاګیزه ترسره کیدونکی د پولی په اوږدو ترهګری عادلانه ګرځوی . هند پدی خبره ټینګار کړیدی چی کشمیر د هند یوه دائیمی او نه بیلیدونکی برخه ده نو هیڅ بهرنی لاس وهنه به و نه ستائیل شی . 

تیر کال ترکئ ته د هند لومړی وزیرنریندرمودی لیدنه رده کړی شوی وه کله چی ولسمشر اردوغان په جمو اوکشمیر کی د ۳۷۰ می مادی لغوه کولو د هند په ګام تنقید کړی و . د هند او ترکئ ترمینځه دوه اړخیزی اړیکی په اوسنیو تیرو ورځو کی لاندو باندو سره مخامخ شوی او بیا په ځانګړی ډول انقره پاکستان ته د کشمیر په مسئله بی واګه ملاتړ برابرکړې. ۲۰۱۹ میلادی کال کی د ملګروملتونو په عمومی شورا کی نوموړی د هند غندنه کړی وه . نوموړی وئیلی و چی د کشمیر مسئلې ته په کافی اندازه پام ندی کړی شوی او باید چی د انصاف او مساواتو په بنیاد خبرو اترو د لاری حل کړی شی او نه چی نښتی د لاری . نوموړی د کشمیر مسئله حل کولو لپاره هند او پاکستان ترمینځه د هغی راهسی د مینځګړتوب هڅه کوله د کله راهسی چی نوموړی قدرت ترلاسه کړی و . نوی ډیلی د نوموړی پیشنهادونه رد کړیدی . د ترکئ خلک د هغوئي بنیادی حقوقو څخه بی برخی کړی شویدی. د کشمیر په مسئله هند خپل دوامدار موقف پرځای ساتلی دی چی کشمیر یوه باهمی مسئله ده او هند د ځنی دریم ګوند مداخلی حاجت نلری . د ۳۷۰می مادی لغوه کولو وروسته د پاکستان یا د بل ځنی هیواد د کشمیر په باب لاهس وهنه به د هند په کورنیو چارو کی لاس وهل وی کوم چی د ملګروملتونو قانون له مخی غیرقانونی دې. 

پاکستان ته د ترکئ ملاتړ له دوو عواملوله مخی کتلی کیدی شی یو ئې مذهبی او بل قبرص له اړخه . په اوسنیو تیرو ورځو کی ملیزیا سره دواړو هیوادونو یو ټیلیویژیون چینل په کار اچولی دی کوم چی اسلام ویری ترحی لری کولو او اسلام په حقله غلط فهمۍ لری کولو ته اهدا دې. د قبرص په مسئله هند شمالی قبرص یو بیل او آزاد هیواد نه منی . دا ئې ډیلی او انقره ترمینځه یوه مسئله پاتی شویده . هند ترتله د یونان –قبرص آزادی ، خپلواکی، سیمه ایز حاکمیت او د قبرص یووالی ته ملاتړ برابروی . هند یونان – قبرص ټاپووزمه مشروع حکومت په توګه منی . د پاکستان موقف د هند دریځ مخالف دی . نوی ډیلی دواړو هیوادونو آرمینیا او یونان سره ښی اړیکی لری د چا سره انقره تاریخی ستونزو له کبله دوه اړخیز تیرنګلی اړیکی لری . 

د دغو ستونزو سربیره هند د دوه اړخیزو اړیکو د بیا راژوندی کولو هڅه کوی . په حقیقت کی ۲۰۱۹ میلادی کال د جون په میاشت کی لومړی وزیر مودی په ټویټ پاڼه کی وئیلی و چی هند ترکیه یو با ارزښته دوست ګڼی د چا سره زمونږ اړیکی په وخت ازمائیل شویدی . خو انقری له لوری په دوامداره کشمیر مسئله په راښکلو خنډ باسل شوی . هند ترهګري په باب په خپل موقف واضحه دی او دوه ګونی معیار خبره نه کوی . نوځکه هند له نورو څخه هم هیله لری چی دیپلوماتیکی معیارونه خپل کړی نورخونو که ټینګ مذهبی ورته والی هم وي. دا ئې بشریت دی چی مهم دې نه چی مذهب .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت