د مالیزیا سیاسي کړکیچ



لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه:د پښتو څانګی
وايي چې په سیاست کې هیڅ دایمي دوست یا دښمن نه وي او دا د سیاست یو تریخ حقیقت هم دی چې سړی نشي ویلی چې د قدرت تنده څومره یو هیواد له سیاسي یا کوم بل بحران سره مخ کولی شي. د دې وروستۍ بیلګه د سویل ختیځ آسیا په یو هیواد کې لیدل کیږي چرته چې د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد، څو ورځې د مخه استعفا ورکړه . په ۲۰۱۸ م کال کې یو پیاوړی ایتلافي حکومت رامینځته شو چې د اصلاحاتو کار یې خورا ګړندی کړو. حکومت ډیر ښه روان و خو سیاسي شنونکو په خبره ښاغلي ماتیر محمد ناڅاپي د خپل متحد او پخواني سیال انور ابراهیم له واک څخه د لیرې کولو لپاره یو ګام پورته کړ. په حقیقت کې اوسني واکمن ایتلاف په ۲۰۱۸ کې تاسیس شو. انور ابراهیم ، د مهاتیر محمد پخوانی همکار وو چې مخکې په خپله کابینه کې و او وروسته د هغه سیال شو او داسی هم په جوړیدونکي ایتلاف کې ورګډ شو.

پاکستان به هر پرانستی ایتلاف د ګڼو ډلو په ټلواله کی شامل وو په کوم کی چی ملی پرسته سناتوران او نسلی چینايي ډلې هم شاملی وی چې د مالیزیایی ټولنې د بیلابیلو برخو استازیتوب کوي. ایتلاف په ۲۰۱۹ کې حیرانونکې بریا ترلاسه کړه. مهاتیرمحمد لومړی وزیر شو او هغه د انور ابراهیم د پیپلس جسټس ګوند ملاتړ درلود. دا د پخلاینې حکومت د جوړیدو په وخت کې و چې ماتیرمحمد یې لومړی و ، خو وروسته یې انور ابراهیم ته واک وسپاره . د-۹۴ کلن مهاتیرمحمد نیت خراب شو خو دا یې په څرګنده ونه ویل چی د لومړی وزیر څوکۍ به کله پریږدی. په عین حال کې د انور ابراهیم د ډلې فشار مخ په زیاتیدو و. دوی یو بل باندې له واکه د لیرې کولو تورونه ولګول. د تورونو او مقابلو په دغې حالت کې ، کړکیچ نور هم زور واخیست او په ورته وخت کې مهاتیر محمد استعفا ورکړه. نه یوازې دا بلکې د هغه ګوند هم د مالیزیا د متحده ایتلاف څخه جلا شو او ددې سره یاد ایتلاف مات شو. اوس یوه ځانګړې اندیښنه راپورته شوې چې د دې ۲ مشرانو راتلونکی ګام به څه وي؟ دوی هیڅ یو هم دومره ملاتړ نلري چې پخپله حکومت رامینځته کړي. د پارلمان له ۲۲۲ څوکیو څخه چې هریو ته د ۱۱۲ غړو ملاتړ ترلاسه شی نو کولی شي حکومت رامینځته کړي. مهاتیرمحمد پارلمان کې ۲۶څوکۍ لري په داسې حال کې چې د انور ابراهیم ګوند ۳۹ څوکۍ لري. مګر دا شک کې ده چې ایا دوی به د نورو ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي که نه ؟. که چیرې هیڅ یو ګوند هم اکثریت ترلاسه نکړي ، نو ټاکنې به په دویم ځل تر سره شي او دا داسی امکان هم شتون لري چې یو ناوړه سیاسي کړکیچن رامنځته شی او څه موده همداسې د ګډوډۍ فضا دوام ومومي. حقیقت دا دی چی هغه ایتلاف چې په ۲۰۱۸ کې په مالیزیا کې تاسیس شوی وو ، یو ښه ګډ حکومت یې تجربه کړ او د خلکو لخوا یې هم پراخ ملاتړ کیده. داسې ښکاریدل چې خلک هم واک ته له رسیدو وروسته د اصلاحاتو له ګامونو څخه راضي وو ، خو د واک لېوالتیا دومره بد دی چې شخصي ګټې ځینې وخت ملي او ټولیزې ګټې تر پښو لاندې کوي او د ناسمو فعالیتونو لامل کیږي او ځینې وخت لوبه خرابیږي.
وروستي حالات دا دی چې دواړه ګوندونه د مهاتیر محمد او انور ابراهیم په هوښیارۍ سره میدان ته راوتلي او د واک مبارزه یې پیل کړې ده. مهاتیرمحمد د یوې متحدې ادارې وړاندیز وکړ چې له کوم سیاسي ګوند یا ډلې سره تړاو نه لري بلکې ملي ګټې یې مخی ته کیخودی. پداسې حال کې چې انور ابراهیم هغه په ​​دې تورن کړی چې غواړي د پټی دروازې له لارې حکومت رامینځته کړي. د هغه په ​​وینا ، د پخواني ایتلاف ۳ ګوندونو خپل نوم د عدلیې وزارت لپاره پاچا ته استولی دی. هغه یوې ناستې ته وویل چې د پاچا پریکړی لپاره اوس انتظار کیږی. د هغه پلویان هیله لري چې هغه د خپل ګوند غړو سربیره د نورو ۶۲ ګوند غړو ملاتړ ترلاسه کړي. له بلې خوا ، ډیر سیاست مدارانو په ښکاره ډول د مهاتیر محمد ملاتړ اعلان کړی ، مګر دا روښانه نده چې ایا دوی به دا ملاتړ ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري.
له دې وضعیت څخه مخنیوی کیدلی شي که چیرې پخوانی لومړی وزیر د ایتلاف مسؤلیت په غاړه واخلی او د واک انتقال ته غاړه کیږدی. داسی به غیر معقول تمرین ته اړتیا نه وی. هغه یو تکړه سیاستوال دی او له ډیرې مودې راهیسې حکومت کوي. د ۹۴ کلونو عمر ته رسیدلی که هغه د درناوی سره ښاغلي انور ابراهيم لپاره لاره د هوارولو ژمنه وکړي ، نو د هغه وقار به نور هم لوړشي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت