د امریکی د دفاع چارو وزیر په سمون د طالبانو اوربند له خطر څخه تش ندی :


لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

په تیرو ورځو کی په بروسلز کی د ناټود بهرنیو چارو وزیرانو کومه ناسته ترسره شوله په هغی کی د امریکی د دفاع چارو وزیر مارک ایسپر دا معلومات برابرکړو چی له طالبانو سره د خبرو اترو پائیله دا ده چی طالبان د دی خبری لپاره رضا دي چی هغوئي به تر د ۷ ورځو پوری د تشدد نه ډک له کړو وړو څخه لاس واخلی . لدی څخه یو ورځی د مخه د افغانستان ولسمشر اشرف غنی هم دا اشاره کړی وه چی امریکی او د طالبانو نمائیندګانو ترمینځه په شوی په خبرو اترو کی یوڅه پام وړ پرمختګ شویدی . ښاغلی ایسپر په بروسلزکی له خبریالانو سره خبری اتری په کولو دا هم وئیلی دی چی امریکی او طالبانو پدی پیشنهاد هم غور وکړو چی تر د ۷ ورځو پوری د تشدد په کړو وړو بندیز و لګولی شی ورسره هغوئي د دی خبری هم وضاحت وکړو چی امریکی ترتله دا وئیلی دي چی که د افغانستان په وضیعت کی د تبدیلی راوستو یو حل نه وی نو لاښه کړن لاره به دا وي چی په څه نه څه طریقه سیاسی موافقه وشی . نو هم د دی خوا ته کار شوی او هیله شته چی زر ځنی حل به رامینځ ته شی خو بیا هم هغوئي دا نه و وئیلی چی د اوربند وخت به کله نه پیل شی خو د طالبانو یو نمائیندی دا وئیلی و چی د جمعی په ورځ یعنی د فرورۍ ۱۴می نیټی څخه تشدد نه ‌‌ډک په کړو وړو بندیز لګیدی شی . بلی خوا د امریکی د دفاع چارو وزیر دا هم وئیلی دی چی فعلآ د زمونږ په خیال د ۷ ورځو وخت کافی دې لاکن سره لدی په هر ګام زمونږ موقف دا پاتی شوی مونږ چی به څه کوو هغه به مشروطه بڼه ولری . ښاغلی ایسپر بیا بیا پدی خبره ټینګار وکړو چی مونږ چی به کوم موقف غوره کوو هغه به هم مشروطه بڼه ولری . د طالبانو نمائیندو او د امریکی قلمرو څخه پائیله په ترلاسه کولو نامتو ورځپاڼی نیویارک ټائیمز په خپل راپور کی دا وئیلی دی چی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکی پوځونو پشاکیدو لپاره له طالبانو سره د مشروط نوعیت د خبری اتری کولو منظوری ورکړیده .

د هغی وروسته تیرشنبی په ورځ د پشا کیدو لپاره له طالبانوسره کیدونکی خبری اتری د لاښه امکاناتو اشاره خو کوی خو بیاهم دا له خطر څخه تش ندی . د ۷ ورځو د اوربند قطعی اعلان څخه د مخه هغوئي دا وئیلی دی چی د وخت تقاضه ده چی په افغانستان سولی ته یوه موقع برابره کړی شی او سولی ته د موقعی ورکولو لاښه طریقه هم دا کیدی شی چی د سیاسی خبرواتروآسرا ترلاسه کړی شی . د هغوئي دغه بیان څخه یوورځ د مخه د امریکی یو لوړپوړی چارواک دا اعلان کړی و چی د تړون خاکه یا نقشه تیاره کړی شویده د کوم اعلان زروکړیشی .

په میونیخ کی د دفاع وزیرایسپر او د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو د جمعی په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غنی سره هم لیدلی و . اشرف غنی پدی معاملی کی څه زیات وئیلو څخه ډډه کړی ده . خو بیا هم داسی احساس کیږی چی د امریکی د پوځونو د پشاکیدو لړۍ پیل کیدونکی ده .

دا خبره هم په اوریدو کی راځی چی د هغی وروسته په ۱۰ورځو کی دننه د افغانستان سوله ناکی خبری اتری هم پیل کیدیشی کوم چی د دغه پلان یوه برخه ده . که په ګرده د دغو ټولو خبرو څارنه وکړی شی نو هم دا اندازه کیږی چی ځنی داسی ښکاره نقشه نه ښکاری چی په راتلونکی ورځو کی په افغانستان کی په قطعی توګه څه کیدونکی کی دي. که د امریکی د دفاع وزیر او د امریکی نورو چارواکو په ویناو او اعلانونو نظر وکړی شی نو هیڅ څوک هم په کره څه وئیلو ته تیار ندی .

اوس د انتظار کولو سربیره نو څه کیدی شی . په تیر کال کی خو د افغانستان او د امریکی نمائیندګانو ترمینځه د خبرو اترو اوږد لړۍ دوام و لارو او په اوریدو کی راغلی و چی په نزدی وخت کی د موافقی نقشه هم مخی ته راشی خو په عین وخت لړۍ مات شو او ولسمشر ټرمپ د خبرو اترو بشپړ عمل رد کړی و . علت ئې هم واضحه و چی طالبانو هیڅ کله تشدد څخه لاس وا نه خستو نورخونور تر د آخیرنی وخت پوری هغوئي بریدونو ته دوام ورکړو بلکی د امرکی پوځیان هم و وژل او فقط دومره نه بلکی په ویاړ د دغو کړو وړو استحقاق هم تر غاړه کړو.

دلته یو سوال دا راپورته کیږی چی کله چی د نړۍ ټولو نه لوئ قدرت سره طالبان داسی لوبه کوی نو د امریکی پوځونو د پشا کیدو وروسته به د هغوئي رویه به څنګه وي آیا هغوئي به د افغانستان بیلا بیلو ډلو تپلو سره سوله ناکوخبرو اترو لپاره به تیار شی ؟ هغوئي د افغانستان آئینی حکومت هډو څه ګڼی نه نو پداسی وضیعت کی دا هیله لرل نو بی ځایه ده چی په افغانستان کی په تکثریت اساس لرونکی ځنی سیاسی اډاوڼه یا جوړجاړی په آسانه رامینځ ته کیدیشی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت