د لومړی وزیر نریندر مودی من کی بات - فروری -۲۰۲۰
ګرانو هیوادوالو، زه ډیر خوشحاله یم چې ماته دا زمینه یوځل بیا برابره شوه چې له کچ څخه تر کوهیما او له کشمیر څخه تر کنیا کماري پورې ټولو هیوادوالو ته ښه راغلاست ووایم. نمسکار / سلامونه او نیکې هیلې ټولو ته. زموږ د هیواد په وسعت او تنوع باندې په فکر کولو سره، په هر هندي باندې فخر کوم. د هیواد د رنګا رنګ تنوع څخه تجربه ترلاسه کول یو بیل خوند لري دا یو ګل دی چې له هغې نه یو الهام راپورته کیږي . څو ورځې وړاندې د ډهلي په هنر هاټ کې، ما د هیواد رنګا رنګ کلتورونه، رواجونه، غذاګانې او د احساساتو جوش ولیدو. په حقیقي ډول، یوه ټولګه چې په هغه کې کلتوري جامې، لاسي صنایع، قالینې، اسباب، بامبو او د براس محصولات، د پنجاب پولکاري،د اندرا پرادیش بې شانه ربړي محصولات، د تامیل ناډو ښایسته رنګ مالي، د اتر پرادیش براس یا د پيتلو محصولات، بهادوهي قالینې، د کچ د میسو محصولات، د موسیقي ګڼ شمیر ابزار او بې شمیره کیسې، د هند هنر او کلتور ځانګړی دی. د هنرمندانو کیسې، استقامت، ددوی له هنرونو سره ددوی شوق او مینه یوه هڅونکې بیلګه ده. په هنر هاټ کې یوې دیویانګی ښځې ته غوږ نیول زما لپاره د بشپړیدو یوه سرچینه وه. هغې ماته وویل چې مخکې هغې په پياده رو کې رنګونه خرڅول. کله چې هغه له هنر هاټ سره یو ځای شوه د هغې ژوند بدل شو. نن ورځ، هغه نه یواځې دا چې په خپل ځان باور لري، بلکې هغې یو کور هم واخیسته. په هنر هاټ کې، ماته دا فرصت هم ترلاسه شو چې له ګڼ شمیر نورو هنر والاو سره هم خبرې وکړم. ماته وویل شول چې په هنر هاټ کې د صنعت کارانو له جملې څخه پنځوس سلنه ښځې دي. همدا رنګه د تیرو درې کلونو په دوران کې، د هنر هاټ له لیارې، نږدې درې لکه صنعت کارانو ته د کار زمینه مصاعده شوې ده. هنرهاټ، واقیعا چې د صنعت کارانو د نندارتون لپاره یو غوره پلیټ فارم دی. دا د خلکو لپاره یو په زړه پورې فرصت دی. دا یو داسې ځای دی چې د هیواد رنګارنګ تنوع پکې ننداره کیږي. د لاسي صنایعو سره سره، په هنر هاټ کې د هند رنګا رنګ غذاګانې هم وړاندې کیږي. په یو قطار کې، اډلي ډوسا، چهولې پټورې، دال باټي، کهامن کهانډوي او داسې نورې غذاوې موجودې دي. ما د بیهار له لیټي چوکا څخه واقیعا چې خوند واخیستو. په ټول هند کې، په دې ډول غونډې او نندارتونونه، وخت په وخت جوړیږي. کله چې هم فرصت پيدا شي، هریو باید چې په داسې غونډو کې ګډون وکړي ترڅو هند وپيژني. له دې کبله، تاسو به نه یواځې د هیواد هنر او کلتور په غونډو کې برخه واخلۍ بلکې تاسو به همدا رنګه د صنعت کارانو په خاص ډول د ښځو د هڅو په پرمختګ او کامیابی کې هم ونډه واخلي، تاسو باید چې له دې ځای څخه لیدنه وکړۍ.
درنو هیوادوالو، زموږ هیواد غوره رسم او رواج لري. زموږ له نیکونو راپاتې میراثي قانون، علم او ارزښتونه دا ښيي چې له هر انسان ته زړه سوی او شفقت وړاندې کړو. دا ټول د کلتوري میراث برخې دي چې د هند په اخلاقي روحیه کې د میلمه پالنې په دې کلتور کې برخه واخلو، هر کال د نړی له ګوډ ګوډ څخه د مرغانو ګڼ شمیر ډولونه هند ته راځي. د کال په اوږدو کې، هند د مهاجرت د ګڼ شمیر انواعو کور دی. له مختفو سیمو څخه له ۵۰۰ څخه زیات د مرغانو له ډولونو څخه هند ته راځي. په نږدې وختونو کې، ګاندهي نګر د سي او پي ۱۳ تړون لپاره کوربه وه، چېرته چې ددې غونډې په اړه بحث او نظر سنجي ترسره شوه. ددې موضوع په هکله د هند هڅې بې شانه وې. ملګرو، دا زموږ لپاره د فخر ځای دی چې د راتلونکو درې کلونو لپاره، هند به د مهاجرت په ډولونو باندې د سي او پي تړون مشري کوي.
کله چې له تاسو سره د سي او پي تړون په اړه بحث کوم، د میګهالایا ایالت سره په تړاو د معلوماتو یوې برخې ته مو توجه را اړوم. په نږدې وختونو کې، بیولوژي پوهانو د کب نوې انواع کشف کړي دي کوم چې د میګهالایا په غارونو کې ژوند کوي. دوی په دې باوري دي چې دا کب د غاري سطحې لاندې په پيدا شوو اوبییز انواعو کې ترټولو غټ کب دی. دا په ژوره، د ځمکې لاندې تیاره غارونو کې، چې رڼا پکې ډیره کمه ده ژوند کوي. ساینسپوهان، په ژورو غارونو کې ددې غټ کب ژوندي پاتې کیدو ته هک حیران پاتې دي. دا د خوښی ځای دی چې زموږ هند او په خاص ډول میګهالایا د بې ساري انواعو کور دی. د تنوع په برخه کې، په هند کې نور داسې څیزونه هم شته چې تراوسه نه دي کشف شوي. د تامیل یوه تکړه شاره اوې یار لیکي: کټک کیماوون کلادارو یوډګاوو، کډټ کامیان ادوا کلادر ولاډو. ژباړه: موږ چې څه پیژنو او پوهیږو یواځې د ګوتو په شمار دي، او څه چې موږ نه پيژنو او نه پوهیږو خپله د نړی په شان دي. زموږ د هیواد د تنوع قضیه همدا شان ده. څومره چې زیات پوهیږې هغومره ته د نه پوهیدو اندازه څرګندولی شې. زموږ تنوع هم د ټولو انسانانو لپاره یو بې شانه ثروت دی. موږ باید دا وساتو او وړاندې وسپړو.
په هند کې زما ځوان ملګري، ماشومان او ځوانان له ساینس او ټکنالوژي سره دلچسپي پيدا کوي. فضا ته د سټلایټ توغولو ریکارډ، نوي ریکارډونه، نوي میشنونه، د هر یو هندي لپاره د فخر ځای دی. د چندرین-۲ په دوران کې کله چې زه په بنګلور کې وم، کوم ماشومان چې هلته حاضر وه ما د هغو عظیم شوق او لیوالتیا ولیده. په یو اړخ کې هم کوم سقوط نه ښکاره کیده. په هره لار کې دوی ټوله شپه په ویښه تیره کړه. کله چې د ساینس ټکنالوژي او اختراع برخې ته راشو نو ددوی د پلټنې توانايي نه هیرودونکې ده. د ماشومانو او ځوانانو لیوالتیا ته په کتوسره، ترڅو په دوی کې علمي مزاج وهڅوو، بل سیستم رامنځته شو. تاسو اوس په سری هریکوټا کې د راکټ توغولو ځای ننداره کولای شی. په نږدې وختونو کې دا سهولت د ټولو لپاره خلاص دی. د سیلانیانو ګالري جوړه شوې ده، چې لس زره سیټونه په کې جوړ شوي دي. د ایسرو په ویب سایټ باندې انلاین ټکټ بوک کولای شۍ. ماته وویل شول چې ګڼ شمیر ښوونځي د شاګردانو لپاره دا زمینه مصاعدوي چې د راکټ توغول ور وښايي او دوی وهڅوي. د ټولو ښوونځیو له ریسانو او ښوونکو څخه زما غوښته داده چې د وخت په راتلو سره له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
ملګرو، زه غواړم چې تاسو ته یو بل په زړه پورې معلومات هم وړاندې کړم. زه غواړم چې د نمو اپ په اړه دهابند، جهارکنډ څخه د پارس تبصره درته ولولم. پارس له ما څخه غواړي چې زما ځوان ملګرو ته د ایسرو یوویکا پروګرام په اړه ووایم. د ایسرو په برخه کې یوویکا یو د ستاینې وړ هڅه ده ترڅو ځوانان له ساینس سره اشنا کړي. دا پروګرام په ۲۰۱۹م کال کې د ښونځي زده کونکو لپاره پيل شوی وه. یوویکا د یوا ویګیانی کاریکرم مخففات دي او دا پروګرام زموږ له نظر، “ جې جوان، جې کیسان، جي ویګیان، جې انوسندان، سره همغږی ده. په دې پروګرام کې، له ازموینو ورسته، په رخصتیو کې، زده کونکي د ایسرو له مختلفو مرکزونو څخه لیدنه کوي او فضايي ټکنالوژي، فضايي ساینس او فضايي اپلیکیشنونو په اړه معلومات ترلاسه کوي. که چیرې تاسو غواړۍ چې څنګه روزنه ورکړي، ددې مهم نقات کوم دي، څومره په زړه پورې دی، نو تاسو باید له هغو کسانو څخه واورۍ چې په مخکیني غونډو کې یی ونډه اخیستي وي. که چېرې تاسو غواړۍ چې په دې روزنه کې ګډون وکړی تاسو کولای شی چې د ایسرو په ویبسایټ خپل نوم ثبت کړۍ. زما ځوان مګرو، زه تاسو ته د ویب سایټ ادرس لولم تاسو کولای شی چې ویې لیکۍ، او همدا نن ورشی.
WWW.YUVIKA.ISRO.GOV.IN
ایا تاسو دا ویبسایټ ولیکه؟
ګرانو هیوادوالو، د لډاک په ښایسته درو کې د ۲۰۲۰م کال جنوري په ۳۱مه نیټه یوه مهمه غونډه ترسره شوه. تاریخ هلته جوړ شو کله د هند هوايي ځواکونو یوه ای این ۳۲ الوتکه د لیح کوشوک باکولا ریمپوچي هوايي ډګر څخه پرواز وکړو. د هندي بایو-جیټ تیلو لس سلنه مخلوط تیل په دې الوتکه کې استعمال شوي وو او دا لومړی ځل وو چې په دواړو انجنونو کې دا مخلوط استعمال شو. نه یواځې دا، بلکې هوايي ډګر له کوم نه چې دې الوتکې الوتنه کړې وه ، له لیح څخه نه یواځې په هند کې د لوړې ارتفاع درلودلو له هوايي ډګرونو څخه ده بلکې په نړۍ کې ده، د بایو جیټ تیل د هند له مختلفو قبیلوي سیمو څخه جوړ شوي تیل دي. دا هڅې به نه یواځې د کاربن خپرول کم کړي بلکې د خامو تیلو په واردولو باندې به د هند تکیه هم کمه کړي. په دې میشن کې د شامل ټولو غړو ته زه ددې مبارکي وایم، په خاص ډول د سي اس ای ار ساینس پوهانو ته او په دهرادون کې، د هند د پټرولیم انسټیټیوت ته، چاچې د بایو-جیټ تیلو سره د الوتکې د پرواز کولو د ټکنالوژي پرمختګ ممکنه کړه. دا هڅې به د میک ان انډیا میشن ته هم وده ورکړي.
زما درنو هیوادوالو، زموږ نوی هند دا نه غواړي چې له زړې طریقې څخه کار واخلي. په خاص ډول، د نوي هند زموږ خویندې او میندې مخ په وړاندې روانې دي او په جامعه کې د مثبتو بدلونونو راوړلو لپاره هڅې کوي. په بیهار کې د پورنیا سیمه د ټول هیواد خلکو لپاره یوه هڅونه ده. دا سیمه د سیلابونو له امله له ویجاړتیا سره له لسیزو راهیسې په ګډه مبارزه کوي. په دې وروستۍ کې، دا ډیره سخته وه چې کښت وکړي او د عاید لپاره نورې سرچینې برابرې کړي. بلکې ددې سختو شرایطو سره سره، بعضې میرمنو بیله لاره غوره کړه. ملګرو، مخکې د پورنیا میرمنو د شاتوتو له ونو څخه د لاسته راوړو ابریشمو کوکون کښت کاوه، او ددې لپاره به یې ناچیزه نرخ ترلاسه کولو، په داسې حال کې چې سوداګرو کومو به چې دا خام ابریشم پيریدل ډیره ګټه به یی لاسته راوړله. لکه نن ورځ ، د پورنیا ښځې یو نوی ابتکار ترلاسه کړی چې ټوله سیناریو ته یې تغیر ورکړی ده. دغو ښځو له حکومت څخه د مرستې په اخیستلو سره د شاتوتو محصولات جوړ کړي دي. وروسته له هغې، دوی له کوکونو څخه ابریشم تاو کړو، او همدا رنګه ساړي جوړول یې هم شروع کړل. تاسو به هک پک شۍ کله چې د کوکونو له مخکیني نرخ څخه خبر شی. له دې څخه جوړې شوې ساړي اوس په زرګونو روپيو خرڅیږي. د ادرش جیویکا مهیلا د شاتوتو محصولاتو د ښځو ګروپ په دې کار کولو سره په ګڼ شمیر کلیو کې خلک حیران کړي دي. د زیات شمیر کلیو میرمنې نه یواځې ساړي تولیدوي بلکې دوی دا په غټو غونډو کې خرڅوي .
درنو هیوادوالو د هیواد د ښځو او لوڼو تاجرتوب ، ددوی هڅونه، زموږ د هر یو لپاره د فخر ځای ده. زموږ په شا او خوا کې ګڼ شمیر داسې مثالونه شته چې داسې لارې ښيي په کومو کې چې زموږ لوڼې نوې لاسته راوړنې کوي. زه به تاسو ته په ځانګړي ډول د دولس کلنې لور کامیا کارتیکیان په اړه ووایم. کامیا، په دولس کلنۍ کې، د نوموړې اکونګاکوا غر فتح کړو. دا په جنوبي امریکا کې د آندز د غرونو ترټولو لوړه څوکه ده، چې ۷۰۰۰ متره لوړه ده. هر یو هندی به په دې حقیقت پوه شی چې ددې میاشتې په سر کې، کله چې کامیا دا څوکه فتح کړه لومړی شی چې هغې وکړو زموږ بیرغ یې لوړ کړو. ماته همدا رنګه وویل شول چې کامیا، چاچې هیواد ته ویاړ راوړو، او دا یو نوی میشن دی، چې د ساهاس میشن په نوم یادیږي. ددې میشن لاندې هغه هڅه کوي چې ترټولو لوړه څوکه فتح کړي . ددې میشن لاندې نوموړې به همدا رنګه په شمال او جنوب قطبونه سکي هم ترسره کړي.
د ساهاس په میشن کې زه د کامیا لپاره د بریا غوښتونکی یم. په رښتیا د کامیا لاسته راونه زموږ ټولو لپاره یوه هڅونه ده ترڅو اماده واوسو. د کامیا په لاسته راوړنه کې فټنس په زیاته اندازه ونډه اخیستې وه. نوموړې په دومره کم عمر کې په زړه پورې لوړوالی لري . کوم ملت چې فټ وي، همیشه به لاسته راوړنې ولري. راتلونکې میاشتې د آډوینچر لوبو لپاره ډیر فرصت دي. زموږ په هیواد کې د هند جغرافیه د اډوینچر لوبو لپاره ګڼ شمیر فرصتونه برابروۍ. په یو خوا کې، موږ لوړ غرونه لرو، له بل لوري، موږ لوېې او غځیدلې دښتې لرو. همدا رنګه موږ د ګڼو ځنګلونو شبکې لرو. له دې کبله، له تاسو ټولو نه زما غوښتنه دا ده چې د خپلې خوښې ځای څخه لیدنه وکړۍ، د خپلې خوښې فعالیت غوره کړۍ او خپل ژوند له آډوینچر سره نور هم ښکلی کړۍ.
ملګرو، که چیرې موږ هیله لرو چې په ژوند کې پرمختګ وکړو، خپلو ځانونو ته وده ورکړو، ارزو ولرو چې په ژوند کې یو څه لاسته راوړو، ددې لپاره لومړی شرط دادی چې په خپل ځان کې زده کونکی باید هیڅکله ورک نکړو. زموږ ۱۰۵ کلنه لهاګیتراتي اما، همدا رنګه موږ دې ته هڅوي. اوس به تاسو دې ته حیران شۍ چې بهګیتراتي څوک ده! بهګیتراتي اما د کریلا په کولام کې اوسیږي. هغه ډیره وړه وه کله چې هغې خپله مور له لاسه ورکړه. په کم عمر کې له واده کولو څخه لږ موده وروسته، نوموړې خپل میړه هم له لاسه ورکړو،. بلکې بهګیتراتي اما خپل مرال له لاسه ورنه کړو. نوموړې په لس کلنۍ کې ښونځي پریښودو ته مجبوره شوه. هغې ښونځي بیرته په ۱۰۵ کلنۍ کې شروع کړو. نوموړې دوباره زده کړو ته دوام ورکړو. نوموړې په ریاضي کې سل فیصده نمبرې وړې وې. نوموړې په خپلو ازموینو کې ۷۵ سلنه نمبرې ترلاسه کړې وې. اما اوس غواړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. نوموړې غواړې چې په لوړه کچه ازموینو کې برخه واخلي. دا زموږ ټولو لپاره یو الهام دی. نن ورځ زه شخصا بهاګیراتي اما ته سلامي کوم.
Comments
Post a Comment