په پاکستان کی لوزونو او خبرو نه علاوه ځنی تبدیلی نشته

لیکنه : د صالح عبد الله

ژباړه : د پښتو څانګی

په پاکستان کی دا وخت بنیادی مسئلی د عمران خان حکومت لپاره د سر دړد جوړ شوی خو نن وضیعت ئې دا دی چی حکومت سره تړاو لرونکی خلک پدغو مسئلو خبری کولو یا ورباندی پام کولو اړتیا نه هس کوی . په بنیادی مسئلو پړده اچولو په خاطر مذهب خوښونه عمومی ګرځولو هڅه کیږی لدی کبله د دی شا ته خلک په بنیادی مسئلو پام متمرکز نکړی . هم دا علت دی کله چی لومړی وزیر وینا کولو ته ودریږی نو د نوموړی هم پوره هڅه دا وی چی د هیواد ولس ته مخامخ په مسئلو څه خبره ونکړی شی بلکی پوره پاملرنه د عملی ګامونو پرتله خلک د مذهب او د اخلاقیاتو تش په نامه په خبرو ونښلول شی. لومړی وزیر له اصل موضوع څخه ډ ډه په کولو پداسی خبرو ټینګار کوی لکه چی په اردو ژبه کی یو شاعر وائي کچه نه سمجهی خدا کری کوئي یعنی خدائ دی وکړی هیڅ څوک په څه پوه نشی .

دا خبره له اول ورځ څخه کیږی چی عمران خان د پوځ خوښ لومړی وزیر دی او پخپله عمران خان هم دا خبره منی چی د نوموړی حکومت ته د پوځ بشپړ ملاتړ ترلاسه دی ورسره سیاسی مشرتابه او په پوځی مشرتابه کی هیڅ توپیر پاتی نشو . پداسی وخت کی دا خبره طبعی ده چی د حکومت موخه د لوړو طبقو له مینځه وړل نه بلکی مخالف بیخی چقول وي. پداسی اوضاعو کی د هیواد آئین سربیره د کاغذ یوی ټوټی په شان بل څه نه وي. ورسره سره دا هڅه هم کیږی چی یو ټینګ ملکی او نظامی حکومت رامینځ ته شی لدی امله چی مخالفین سختۍ و چقولی شی .

د نظامی اوملکی د حکومت یو ټولو نه لویه خرابی دا ده چی پدی کی د خلکو حقوق هیر کړی شی . حکومت په کوم ډول په روحانی زده کړی په شتون مسئلو اولیت ورکوی د هغی پائیله دا په لیدو کی راغلی ده چی په پاکستان کی یو وار بیا مذهبی او روحانی مشرانو په ډاګیزه میدان کی وردانګیدلی دی او هغوئي ته د ولس ملاتړ هم ترلاسه دې. دا روحانی مشران اقتصادی نظام د لاښه کولو یا جمهوری اقدار د ټینګولو هیڅ فکر نه کوی بلکی بشپړ ټینګار پدی خبره کیږی چی څنګه د حکومت هر ګام صحیح و بللی شی . پداسی وضیعت کی دا خبره هم مخی ته راغلی چی د خلکو حقوق په یو ډول چقول شویدی .

سرتوری څنګه د کورنی تشدد ښکار دی او د ناموس په نامه څنګه لړزونکی جنایتونه ترسره کیږی او څنګه د خلکو مذهب په زوره بدلولی شی پدی هیڅ پاملرنه نشته . د یوی اندازی ترمخی تر اوسه د سوونو په شمیر انجونی د مرضا پرضد د هغوئي مذهب بدلولو ته مجبوره کړی شویدی .

په پاکستان کی د ټولو مذاهبو مننونکو لپاره د مساوی حقوقو خبره ډیر په شور زوږ کیږی لاکن پدی کی څومره ریښتیا دی د هغی اندازه لدی خبری څخه لګول کیدی شی چی هغلته تراوسه اقلیتونو لپاره کمیوسون ندی ټاکلی شوی او د بشری حقوقو ورسره د ښځو لپاره د کمیوسون له سره جوړښت لپاره لا څیړنه کول وی . په پاکستان کی دا څنګه ظلم دی چی هغلته مخالفو لپاره سوله ناک احتجاج او د مظاهری کولو اجازه نشته . ولس یو ډول د حکومت غلام جوړ شوي. هغوئي چی کومی ستونزی او مشکلات شته د هغی لپاره هغوئي چیرته غږ پورته کړی دا ټولو نه لوئ سوال دې. په پاکستان کی د سرچینو کمښت نشته خو په هغوئي د ځنو ځانګړو کسانو قبضه ده . دا خبره کول به هم بی ځایه نه وی چی د پاکستان پوځ له اول ورځ څخه د واکمنۍ خوند اخستی دی . داسی ښکاری چی د پاکستان موجوده لومړی وزیر عمران خان دا خبره په ښه ډول درک کړیده نو ځکه له پوځ سره ځنی نښته لرل نه غواړی . دا خبره بله ده چی د پوځ او سیاسی مشرتابه دغه ورکړی راکړی کی د پاکستان ولس تاوان سره مخامخ کیږی . ټول فشار پدی خبره وي چی لوزونو او خبرو کولو سره خلک په تیر وتنی کی و ساتلی شی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت