د هند او د پرتګال په اړیکو کی یو نوی باب



لیکنه : د راجوشری رائ 

ژباړه : د پښتو څانګی 

د پرتګال ولسمشر ښاغلی مارسیلو ډی سوسا هند ته یو بریا ډک رسمی لیدنه ترسره کړله. د دغی دوری مهم اړخونو کی ۱۴هوکړه لیکونه او تړنونه شامل و چی ورکی د ګډی ګټی یو لړ موضوعګان شامل دي. پدغو هوکړه لیکونه کی بحری ټرانسپورټ او د بندرونو پرمختیا، سټارټ اپ، هوائي خلا، دیپلوماتیکی تربیه ، سائینسی پلټنه، او دولتی پالیسی شته دی . 

دا لیدنه د هند او پرتګال په اړیکو کی یو نوی خوزښت څرګندونه ده کله چی اړیکی بیخی بیا راژوندی کړی شوی او په تیرو ۳ کلونو کی بدلون موندلی دې. دلیل له مخی هند او پرتګال ښائي چی د یو بل روان ګړندي بدلون باندې شرط لګوي لدی کبله چی د خپل دوه اړخیزو ظرفیت په بشپړه و پرانیزی . 

نن یولړ نړیوال او دوه اړخیزی مسئلی شتون لری چیرته چی د هند او د پرتګال ګټی یو ځای کیږی . نړۍ په هغه بهیر کې پاتې ده چې د وړاندوینې وړ او بې ثباته خطا لیکې په نښه شوي. د لویو قدرتونو دښمنیو بدلون ، د جیو - اقتصادي او جیو ستراتیژیک سیالۍ نیمګړتیاو ، د اقتصادي ودې مټه توب او د دوديز او غیر دوديز امنیتي ګواښونو زیاتیدلوسره د نړیوال ستراتیژیک منظره ګډه وډه کړې . نړیوال ګرځونه چی د ۲۱می پیړۍ یو مهم عنصر دی د پام وړ مفهوم غوره کړیدی . وطن پالنی د هیوادونو په مینځ کی د لیدو لپاره د ډیریدونکي تمایل سره علاقه پیدا کړې . او ټکنالوژی اکثره په غلطه کارول شوی ان تردی چی مونږ د څلورم صنعتی ګرځیدنی انقلاب په دور کی ورداخیلږو . د ټرانس ایتلانتیک په اړیکو کی درزونه په اروپا کی د امریکی ژمنی په باب د سوالونو راپورته کیدو موجب شوی . دغه تحولات د نوی انډیوالۍ او صف بندۍ لپاره غوښتنه کوی 

په نړیوال پړاو کی د هند زیاتیدنکی تړاو د پرتګال د اروپا اتحادی ورسره د ناټو غړیتوب هغوئي یو داسی ځای ته رسولی دی چی خپل قدرتونه یو ځائ کړی لدی امله چی دا نړیوال ګډ وډیو چاره وکړی شی . 

د ګډی ګتی همکاری دا معقولیت نو خو نور د کورونا ویروس لوئ بلا له کبله وړاندی ګډ ګواښونو له کبله نور زیات تقویت ترلایه کوی . 

پدی ترڅ کی هند او پرتګال د یو بل مهم امنیتی اندیښنی په ژوره درک کوی . د پرتګال پارلیمان ۲۰۱۹ میلادی کال کی په پولوامه کی د ترهګریز برید په ډاګیزه غندلی و کله چی خطرناک وران کار ابوسالم ۲۰۰۵ میلادی کال کی له لیسبن څخه هند ته بیرته سپارل شوی و . پرتګال د هند او اروپا لومړنی ستری ناستی یو مهم معمار سربیره د ټولو لویو ګڼ اړخیزو ادارو کی د هند غړیتوب ته ملاتړ هم برابر کړی کوم چی له اروپا سره د هند وده کونکی راکړی ورکړی لپاره ځائ کار برابر کړی . نن ورځ ، د امنیت ناڅرګندتیا په پام کې نیولو سره ، د هند او پرتګال جغرافیایی موقعیت په ترتیب سره د هند بحر او اتلانتیک بحر احاطه کوی په کوم کی واسکوډی ګاما ۵۰۰ کاله آګاهو سفر ترسره کړی و د دوئ ګډ امنیتی ګتی پرګوته کوی . 

دغه شان د پرتګال وده وال ملی نوښت اقتصادی نظام او په معلومات اساس لرونکی اقتصادیات د هند لپاره ځانګړی ارتباط لری . لیسبن د شیانو په انټرنیټ ، مصنوعی استخباراتو، بلاک چین او الیکترانکی چاری په شړلو کی ډیره پرمختیا کړیده . د دې ډیجیټل قابلیت د لومړي وزیر نریندرا مودي د پرمختیا هدف سره یوځای کیږي د هند اقتصاد عصری کول او د ټیکنالوژۍ یوځای کول ورسره د هند فکري توان لوړولو سره هم آهنګ دې. 

اوس مهال د پرتګال ارزانه سیالی او تجارتی دوستانه چاپیریال هغه ئې بریکزیت وروسته برتانئ پرځائ یو وتلی سیال ګر په حیث وړاندی کړیدی کله چی د هند کمپنۍ د اروپا بازار ته لاره پیدا کړی . د لیوالتیا خبره ئې دا ده چی پرتګال هم په لوسوفون کی د هندي شرکتونو لپاره د ودی ځای کیدی شي چی د پرتګالی ژبه ویونکی په هیوادونو کی اډه جوړه کړی د کوم چی لیسبن یو دودیز مشر دی . پدغو لوسوفون هیوادونو کی د هند او پرتګال ګډ انډیوالۍ توان هم ژور پاتی شی . 

د پرتګالي نفوس د ښه والي او روحانیت لپاره طبیعي جذابیت سره هغلته د هند لوی آبادۍ څخه ګټه پورته کول ، د دوه اړخیزو همکاریو نوي ډګرونه چې د پام وړتوان لري د فوټبال ، سیاحت ، تجدید وړ انرژي ، فضله مدیریت ، سمندري علومو ، دفاع او کرهنې سربیره یوګا او آیور وید پکې ښکیلتیا لری . 

پدا ډول د ولسمشر سوسا لیدنه د هند او د پرتګال د دوه اړخیزی همکارۍ مخ په وړاندی وده کونکی په لاره کی یو نوې باب دې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت