د هند او امریکی ترمینځه جامعه نړیوال ستراتیژک انډیوالی


لیکنه : د پدم سینګ

ژباړه: د پښتو څانګی 

د خپلواک او خوځنده دیموکراسیو مشران چی د آزادۍ اهمیت ، ټولو تابعینو سره برابرسلوک ، بشری حقوق او دقانون چلند ته ژمنه منی نو لومړی وزیرنریندرمودی او د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند او امریکی جامعه نړیوال ستراتیژک انډیوالی د تقویه کولو لوړه کړیده کوم چی ګډ باور، ګډو ګټو، روغ نیتۍ او د خپل تابعینو وده وال بوختوالی کی نغتښتی دې. 

لومړی وزیر نریندرمودی او د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاعی او امنیتی همکاری د نور زیات ژور کولوژمنه کړی او بیا په ځانګړی ډول د لازیات بحری او خلائي بیدارۍ ورسره د معلوماتو تبادلو، ګډی همکارۍ ، د پوځی ارتباط لرونکی پرسونلو تبادلی کولو ، عصری تربیئ او د ټولو نظامی او ځانګړی ځواکونو ترمینځه غزیدلی تمرینونو دلاری همکاری شامله ده ورسره د عصری دفاعی تجهیزاتو او پلیټ فورمونو او د هغوئي دفاعی صنایعو ترمینځه انډیوالی لانزدی همکاری شامله ده . دواړه مشران زر دفاعی همکارۍ سرته رسولو سترګی په لار دي کوم چی د تړنونو سرته رسیدو سبب ګرځی چی ورکی بنیادی تبادلی او د همکارۍ تړون شامل دي. 

د هند لومړی وزیر او د امریکی ولسمشر په تجارت او هائیډروکاربن کی د پانګی اچولو په ترڅ کی هند او امریکی ترمینځه وده کونکی اړیکو هرکلی وکړو . د خپل ستراتیژک انرژۍ د لار ی هند او امریکه د انرژۍ امنیت غزولو ، د انرژۍ او نوښت خپل انرژۍ سیکټور اړیکو غزولو ورسره ستراتیژک پیوستون ته وده ورکولو او صناعیو ورسره نورو ادعا کونکو ترمینځه زیات ورکړی راکړی آسان ګرځولو لټه کوی . 

هند او امریکی د هند د خلائي پلټنی سازمان ( ایسرو) د امریکی نیشنل ایروناټیک او خلائي اداری ( ناسا) لخوا ۲۰۲۲میلادی کال کی د نړۍ لومړنی غبرږی – څپی سینتیټیک ایپرچر رډار مصنوعی سپوږمکۍ سره د یو ګډ مشن جوړولو او د توغولو د هاندی هرکلی کړیدی ورسره سم د هغه مذاکرو ستائینه کړی چی د زمکی څارنی ، د مریخ او د سیارو پلټنی ، لمرپوری مربوط فیزکس ، د بشر خلائي پرواز او سوداګریز خلائي همکاری ته وده برابروی . 

لومړی وزیرنریندرمودی او ولسمشر ټرمپ د لوړی زده کړی همکاری او د زده کړی تبادلی موقعو زیاتولو خپل لیوالتیاوی ښکاره کړیدی په کوم کی ځوان نوښتګرو انټرشپ شامل دی او د امریکی په متحده ایالاتو کی د هند متعلمینو په شمیر کی د اوسنی ودی هرکلی کړیدی . 

هند او امریکی ترمینځه یو نزدی انډیوالی د یو آزاد، پرانستی ګډونتیا، سوله ناک او خوشحاله هند او بحراکاهل منطقه مهمه ده . د امریکی متحده ایالاتو د یو نیټ برابرونکی په حیث د هند د رول ورسره سم د هند سمندرپه سیمی کی د بشری مرستی برابرولو ستائینه کړیده . 

دواړو هیوادونو په سیمی کی دوامدار، روڼ ، کیفیت لرونکی زیربنا جوړولو ته ژمن پاتی شویدی. دهند – بحرالکاهل او په نړیواله کچه پرمختلونکی اغیزناک وده وال حلونو ته د خپل هیوادونو ګډ ژمنی ته پام کولو سره د هند لومړی وزیر او د امریکی ولسمشر په دریم ګړی هیوادونو کی د همکارۍ برابرولو لپاره یو ایس اید او د هند وده وال انډیوالۍ اداری ترمینځه یو نوی انډیوالی لپاره لیوالتیا لر ی . 

هند او امریکی د جنوبی آسیا په سمندر کی د ضابطی یو بامعنا قانون په لوری هڅو ته پام وکړو او زړه له کومی ټینګار کړی چی دا ئي د نړیوال قانون په سمون د ټولو هیوادونو مشروع حقوقو او ګټو ته تاوان وړ ندی . 

هند او امریکه په یو موټی ، خپلواک، دیموکراتیک، جامعه ، مستحکم او خوشحاله افغانستان په باب ګډه لیوالتیا لری . 

نوی ډیلی او واشنګټن د ترهګریز غیرمستقیم جنګ د کارولو غندنه کړی او د پولی په اوږدو تره ګری د هغی په ټولو اشکالو کی په ټینګه غندي. هغوئي په پاکستان غږ وکړو چی دا خبره دی یقینی کړی چی د هغی ولکی ترلاند هیڅ یوه سیمه ترهګریزبریدونو لپاره و نه کارولی شی او د نومبر په ۱۱مه نیټه د ممبئي او پټان کوټ بریدونو په شمول داسی بریدونو لپاره مرتکب کسان قضاوت ته راولی . هغوئي ټولو ترهګریز ډلو او د هغوئي ټولو ملګرو پروړاندی د سخت ګامونو پورته کولو لپاره غږ کړی دې. 



هند او امریکه یو پرانستی ، اعتباروړ، او خوندی انټرنیټ ته ژمن دي کوم چی تجارت او مخابراتوته آسانی برابروی . هند او امریکی یو نوښتګر احصایوی غږیزنظام لپاره اړتیا منلی ده کوم چی خوندی، او اعتباروړ دی ورسره د معلوماتو او د احصایو برابرول آسان ګرځوی . دواړه مشران د پرانستی ، محفوظ او ستراتیژک توکو په چټکه برابرولو او مهم زیربناو لپاره خپل صنایعو او اکادمیو په مینځ کی همکارۍ ته د وده ورکولواراده لری ورسر ه د رابرسیره کیدونکی ټکنالوژیو ځای پرځای کیدو سر ه تړاو لرونکی خطر په آزادانه ارزونه وکړی شی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت