هندوستان ته د امریکا ولسمشر ټرمپ د سفر اهمیت

لیکنه : د چنتامڼی مهاپاترا

ژباړه: د پښتو څانګی

د دویم نړیوال جنګ پای راهیسی ځینی هیواد ته د امریکا ولسمشر د سفر په اهمیت سترګی نشی پټول کیدای، د دی وجه یوازی دا نه ده چی امریکا د نړۍ یو ستر قدرت دی بلکی د نړۍ سیاسی اقتصاد د رابطو په پیچیده جال کی شتون لری، چیرته چی د امریکا رول ډیر زیات دی. 

د امریکا د ولسمشر د لیدنی پایلی په باره کی جلا جلا نظر لرل کیږی. مګر هیڅوک د امریکا د ښکیلتیا اهمیت ته چیلینج نشی وړاندی کولی . دا ګڼ عوامل شتون لری چی ولی هندوستان ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کیدونکی سفر دواړو هیوادونو لپاره د اهمیت وړ دی. 

نړیوال ستراتژیکی توازون په چټکه د امریکا په حق کی تلی. د امریکا د ښکته کیدو او د چین د رابرسیره کیدو خبری اوس پای ته رسیدلی . که څه د هغه اولسمشری شاوخوا ګڼی شخړی شتون لری بیا هم ولسمشر ټرمپ په نړۍ کی د امریکا پوزیشن او قدرت د جګ ساتلو جوګه شوی. او چین ونه کړای شول چی د امریکا نړیوال اغیزه وننګوی . امریکا په څير ستر سیاسی قدرت ښکيل ګرځول ، د نړیوالی ټولنی ځینی غړی هیواد د پاره ډیره مهمه ده.

د ټرمپ انتظامیه عملی ګامونه پورته کوی چی په دغه تیرو کلونو کی د چین زیاتیدونکی اهمیت په شا وتمبوی . خو که دا د جنوبی چین په سمندر یا ختیځ سمندر کی د چین اختیار او خپلواک غزولو پا په لری لری سمندری سیمو کی د ده بحری ځواک نمایش او یا بیلټ او روډ ابتکار د لیاری اقتصادی تمرینونو څخه ناوړه استفاده کول دی. دا د هند په ګټه تمامیږی چی د داسی هیوادونو سره ډله جوړه کړی کوم چی چین د سوله ایز دعویدار په توګه راپورته کوی او یو پوځي ستر قدرت په توګه د ده د نمایش مخه نیسی. 

دا هم چی تیرو څو لسیزو راهیسی د امریکا او هندوستان ستراتیژیکه انډیوالی چی په ډیر زیات زیار جوړه کړای شوی دپرله پسی روزنی او نوی کولو ضرورت لری . د امریکا اولسمشر او د هند لومړی وزیر تر منځه یوه ستره غونډه په طبعی توګه د استراتیژیک انډیوالی سره سمون خوری . د دفاع او بهرنیو چارو شعبو په ښکیلتیا په وزارتی توګه دوه په دوه خبرو میکانیزم د هندوستان او امریکا ستراتیژیک مناسباتوته یوه زیاتیګړی وده ده . لاکن د حکومتونو په ستره سویه توجو او مصروفیات لپاره د ی چی مناسبات نور پرمختلونکی او پیاوړه جوړ کړای شی. 

د هندوستان او امریکا تر منځ اقتصادی مناسبات د نوی ګواښونو سره مخامخ دی . د دواړو هیوادونو سوداګریز مامورین ډیر زیات زیار باسی چی اختلافات حل کړی او همکاری زیاته کړی. د امریکا ځینی بل ولسمشر تجارت او سوداګرۍ او د پانګی مسٔلو ته دومره توجه نده ورکړی ، چی څومره اولسمشر ټرمپ وکړی. 

د غونډو ناستې همدارنګه هاغه اهمیت هم پرګوته کوي کوم چې هیوادونه یو بل ته ځانګړي کوي. ولسمشر ټرمپ ډیرې دوه اړخیز لیدنې نه دي کړي؛ او که چیرې هغه هند ته د راتلو علاقه خاې نو دا خبره

پرګوته کوی چی امریکا هند سره اړیکو ته څومره اهمیت ورکوی.

په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ سره د لومړي وزیر مودي سرمشریزه غونډه د ښاغلي مودي د بهرني سیاست یوه مهمه برخه وه. په امریکا کې د هند لومړي وزیر په ملاتړ د هوسټن په لوبغالی کی د "هاوډي مودي" پروګرام د ولسمشر ټرمپ په خپل هیواد کې د هندي بشري سرچینو په اړه چې د دوی د استوګنې په هیواد کې مرسته کوي ، اغیزه کړي. د متحده ایالاتو د ولسمشر لپاره د ګجرات په موتیرا کې د لومړي وزیر مودي لخوا پلان شوی د لوبغالی نندارتون د هند د ډیموګرافیک حیرانتیا نندارې ته وړاندې کول دي چې د دوه اړخیزو اقتصادي بوختیاوو په مینځ کې به د پام وړ برخه وي

دا مهمه نده چې د یو لړهیوادونو ترمینځ د اړیکو اساسات څومره سم دي ، په لوړه کچه اړیکو ته پاملرنه د دې بنسټونو د ګټو د پیژندلو کلیدي ګام دی. پدې توګه ویلی شو چی هندوستان ته د ولسمشر ټرمپ کیدونکی سفر خورا د پام وړ دی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت