پاکستان نه غواړي چې د افغانستان په خاوره سوله واکمنه شي .



لیکنه : د انتخاب عالم 

ژباړه: د پښتو څانګې

په افغانستان کې د څو لسیزو خونړیز وضیعت ټوله نړۍ ځان ته راجلب کړی او ټولو نړیوالو سازمانونو له ملګرو ملتونو څخه تر نړیوالې ټولنې پورې د حل لاره موندلو لپأره یی ګډې هڅې وکړې . دا هڅې نن ورځ هم دوام لري او د هیلې یوه وړانګه په نظر راځي . متحده ایالات له ډیر وخت راهیسې له د ې وضیعت څخه د وتلو لپاره مبارزه کوي. د سولې په بشپړ ټینګښت کې ډیرې ستونزې شتون لري خو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د متحده ایالاتو لخوا په ملیاردونو ډالر ترلاسه کولو سربیره د ترهګرۍ پر وړاندې د پآکستان چلند تل مشکوک پاتې شوی . د پاکستان واکمنان نړۍ ته په قناعت ورکولو کې پاتې راغلي چې ګنې دوی په سیمه کې د سولې په راوستلوکې جدي دي. متحده ایالاتو هم څو ځله په ساده الفاظو د پاکستان په اړه خپل شکونه او بې باوري څرګنده کړې. تر ټولو لوی خنډ هغه وخت راغی کله چې امریکایي چارواکو په ایبټ اباد کې د اوساما بن لادن شتون پر ګوته کړ. 

افغانستان ته د شوروي اتحاد لاره بندولو لپاره د متحده ایالاتو مالی مرسته په ښکاره توګه وسله والو ډلو مصرف شوه چې د پآکستان د پوځ او آی اس آی په لټه کې و. د امریکا مجبوري دا وه چې د پاکستان د لارې افغانستان ته له رسیدو پرته بله چاره یې نه لرله . د مرکزي اسیا هیوادونه د شوروي اتحاد برخه وه او ایران د امریکې وګړي یرغمل ګرځولی و. پآکستان د متحده ایالاتو دې مجبوریت څخه پوره ګټه پورته کړه او نن ورځ هم ترې ګټه اخلي . د پآکستان یواځنی هدف په افغانستان کې یو کمزور افراطي حکومت رامینځته کول دي چې خپل حاکمیت پریږدی او د پآکستان په اشاره کار وکړي. یوې مودې راهیسې پاکستان هم هڅه کوي چې له هند سره د افغانستان دوستانه اړیکې پرې کړي او له خپلې خاورو سره د هند په وړاندې ترهګریزې کړنې ترسره کړي.

هغه لا هم باور لري چې بدنام ترهګر د دوی ناوړه پلانونو په سمون د ښو او بدو ترهګرو په لړۍ کی تقسیم کړي. د ترهګرو پر وړاندې د هغه چلند ، چې په افغانستان او هندوستان کې د ناورین لامل شوی ، نن ورځ هم همدردانه پاتې شوی . نه یواځې دا اوس خو هغه د خپلو پوځیانو د ماشومانو قاتل او په سلګونو بې ګناه کسانو ، د قتل تور قبولونکی احسان الله احسان ته هم سزا ورکولو پر ځای د تښتیدو اجازه ورکوي. 

دا د پآکستان تاسیسات و چې د احسان الله احسان په څیر ترهګرو لپآره د قید په نوم یی ټولی اسانتیاوې چمتو کړی. پّه ارامۍ پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو والدین په سمه توګه پوځ او آی ایس آی ته د هغه د تښتیدو پړه اچولې ده. دا دلته نه ختمیږي. د احسان الله احسان په څیر د جیش محمد د بدنامي او ممبۍ تروریستي بریدونو مسول ، مسعود اظهر اوس له داسې معلوماتو سره له پاکستان نه تښتیدلی او پآکستان پخپله ایف ای ټی ایف ته دا راپور ورکړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شوره هم مسعود اظهر ترهګر اعلان کړی.

پآکستان ادعا کوي چې د ملګرو ملتونو لخوا په نښه شوي ۱۶ ترهګرو څخه نهه په پاکستان کې دي چې ورکې د لشکر طیبه حافظ سعید هم یو دی. پآکستان دا ادعا هم کوي چی هغه ترهګرو ته مالی مرسته برابرونکی ۲۲۲ خلکو ته سزا ورکړی خو دا یې ونه ویل چې دوی یواځې د څو ورځو قید وروسته خوشې شوي چې نړۍ ته د دهوکه ورکولو برابر ده. پآکستان ددې خبرې هم معقول ځواب نه شو ویلای چې ولې د مسعود اظهر، ذکي الرحمان لکهوي او د حقاني شبکې پر ضد د تروریستي تمویل په ملاتړ هیڅ تحقیق نه دی شوی.



د پلوامه د برید اصلي مسول حافظ سعید هم پآکستان پدې وجه بندي کړی ځکه چې دا یواځینۍ لاره ده چې د ایف ای ټی ایف تور لیست څخه ځان وژغوري . داسې بریښي د لشکر طیبه پر وړاندې سخت اقدام خو پریږدۍ پاکستان په ملګرو ملتونو کې د لشکر طیبه او نورو ورته ترهګریزو سازمانونو ملاتړ هم کوی. له دې څخه نور غمجنه خبره څه کیدی شي. له همدې امله د پلواما برید وروسته ، هند په بالاکوټ کې د ترهګرو پر پټنځایونو برید وکړو. د ترهګرۍ پرضد د جګړې ټولې تشې دعوې هغه وخت رڼه ته راغلی کله چې نړۍ وموندله چې پاکستان د لوی ترهګر سازمان مرتکبینو ته په جزا ورکولو کې پاتې راغلی. سازمانونه لکه د حقاني شبکه ، القاعده ، اسلامي دولت یا لشکرې طیبه د ضرب عضب باوجود د هر ډول لوی زیان څخه خوندي پاتې شوی. ددی وجه یواځې د پاکستاني تاسیساتو نرم چلند وو. ولسمشر ټرمپ باید پوهه شی چې که د پاکستان ملاتړ نه وای شوی ، د طالبانو شتون به پای ته رسیدلی وای. په دې وروستیو کې یوې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ارشاد خټک وویل ، پاکستان باید په افغانستان کې له مداخلې ډډه وکړي او داسی لاس وهنه باید د کوم ګاونډي هیواد پرضد ونه کارول شي. که چری امریکه د پاکستان په پستو خبرو کی راګیر کیږی او پاکستان له ایف ای ټی ایف له تور لیست څخه ژغوری نو دا به یوه لویه اشتباه وي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت