د تروریزم ضد محکمې حافظ سعید په بند محکوم کړ
لیکنه :د معین الدین خان
ژباړه: د پښتوڅانګی
د جماعت الدعوه مشر ،حافظ سعید د ممبۍ د بریدونو اصلي طرحه کوونکی او د ملګرو ملتونو لخوا د نړیوال تروریست په نوم پیژندل شوی نوم بدی تروریست دی.هغه د لاهور د تروریزم ضد محکمې لخوا په پنځه نیم کاله بند محکوم شوی دی. د یادې محکمې په وینا ، حافظ سعید له منع شوي تروریستي سازمان سره تړاو درلود او غیر قانوني ملکیتونه یې هم ترلاسه کړي دي. په محکومینو کې نه یوازې حافظ سعید بلکې د هغه ځینې نږدې همکاران هم شامل دي. د تیر کال په جولای میاشت کې ، د لومړنیو راپورونو له مخې د حافظ سعید او د هغه د ملګرو په وړاندې د پنجاب ایالت په ګوجرانواله ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد څانګې دفتر کې مقدمه درج شوه. هغه تورن دی چې د ترهګرو مالي ملاتړیې کاوه. د هغه نور مرستیالان عبد الغفور ، حافظ سعود ، امیر حمزه او ظفر اقبال دي. دو ټولو باندې د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې په فردي توګه تورونه لګول شوي وو. دا لومړی ځل دی چې حافظ سعید په پاکستان کې په جرم محکوم شوی دی. کارپوهان وايي چې حافظ سعید او د هغه ملګري کولی شي دا پریکړه په عالي محکمه کې وننګوي ، مګر دوی به په بند محکوم شي. اوس مهال هغه د لاهور په یوه زندان کې بندي دی. د یادونې وړ ده چې حافظ سعید او د هغه ملګري په داسې وخت کې په بند محکوم شوي چې یو څو ورځې وروسته د ترهګرۍ د مالی تمویل د څار ډلی یا ایف ای ټی ایف د پاکستان فعالیتونو ته د تروریزم پروړاندې کتنه کوي چې آیا د ترهګرو تمویل او د تورو پیسو سپینولو په څیر فعالیتونو مخنیوي لپاره یې اغیزناک ګامونه اخیستي او که نه.د یادونې وړ ده چې ایف ای ټی ایف یوځل بیا تیر کال پاکستان په خړ لیست کې شامل کړ او خبرداری یې ورکړه چی که چیرې پاکستان اړین ګامونه پورته نه کړي نو به یې تور لیست ته وغورځوی. تور لیست کې شاملول پاکستان ته سخت مالي کړکیچ پیښولی شي ځکه چې نړیوالې مالي ادارې به بیا پاکستان ته د امتیازاتو یا پورونو ورکولو ته چمتو نه وي. پاکستان له مخی څخه اقتصادي بحران سره مخ دی. په حقیقت کې ، پاکستان لا دمخه په تور لیست کې د شاملیدو خبرداری ترلاسه کړی و او تر اکتوبر میاشتې پورې ورته د دې لپاره وخت ورکړل شوی و چې خپل ۲۷ ماده ایزعملي پلان بشپړ کړي ، خو پاکستان دغه معیار پوره نه کړ. د چین او یو شمیر نورو هیوادونو په مرسته بیا د اکتوبر په میاشت کې تور لیست کې شامل نه شو ، خو په څو راتلونکو ورځوکې به د ، ایف اې ټي ایف کاري عمومی غونډه په پاریس کې جوړه شي او په اړه به یې پریکړه وشي. د پاکستان په تړاو به راتلونکی ګام څه شی وي. تیره میاشت ، د ایف ای ټی ایف د آسیا - آرام سمندرګي ګروپ غونډه په بیجینګ کې جوړه شوې وه. دا معلومه شوه چې پاکستان د۲۷ماده ایز عملي پلان ځینې نور ټکي بشپړ کړي. چې کیدای شي په ۱۴ ټکو کې یې د پام وړ کار کړی وي. که داسې وي ، نو دا به یو مثبت خبر وي. هدف دا دی چې پاکستان د ترهګرۍ پروړاندې مؤثره اقدام وکړي او نه یوازې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ، بلکې خپل نړیوال مسؤلیت هم درک کړي.
کله چې د حافظ سعید او د هغه ملګرو په اړه محکمه حکم وکړي نو یو څه ګمانونه به رښتیا کړي. د شنونکو لویه ډله احساس کوي چې د ترهګرۍ ضد څانګې اصلي هدف چې د حافظ سعید پروړاندې فعال او جدي فعالیتونه شوي دي داسې ښکاري چې ایف، اې،ټي،ایف نه غواړي پاکستان په تور لیست کې ورشامل کړئ ځکه چې چین اوس مهال د ایف ای ټی ایف مشر دی ، نو تمه کیږي چې د پاکستان د ژغورنې لپاره به جدي هڅې وکړي. له بلې خوا ، دا هم احساس کیږي چې د حافظ سعید د اعدام تر شا ستراتیژي هم دا وه چې د پاکستان مشران نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکول غواړي چې پاکستان جدي دی او اقدام کوي. بلی خوا ، حافظ سعید مخکې هم په څو ځله نیول شوی و ، مګر دا ټول په خورا غیر معمولي ډول ترسره شوي او ځینې قانوني ګامونه یوازې د ښودلو لپاره ترسره شوي. حافظ سعید هر ځل ازاد شوی و. د دې خلاف هیڅ شواهد وړاندې نه شو. په اوسنۍ قضیه کې ، د عالي محکمې او سترې محکمې کړنې پاتې دي. نو ځکه له دې وروسته د پیښېدونکو کړنو په اړه هیڅ نشي ویل کیدای.
تر کومه ځایه چې د لاهور د تروریزم ضد محکمې پریکړې پورې اړه لري ، نړیواله ټولنه به یقینا په راتلونکو ورځو کې په ډیرا لیوالتیا سره ګوري چې ایا وروستۍ پریکړه یوازې د ترهګرو د ځپلو خبره په ذهن کې ساتلو مسله وه او د پیسو مینځلو په اړه هره قضیه د ایف ای ټی ایف لخوا سمدلاسه مخنیوی کیدای شي یا پاکستان واقعیا د ترهګرۍ په اړه د نړیوالې ټولنې له نظر سره موافق دی او د جدي عمل په حق کی دی او که نه. په هرصورت ، دا به په راتلونکي کې ثابته شي.
Comments
Post a Comment