په پوله تاوتریخولی لپاره چین مسؤله دی



لیکنه : د محمد یامین انصاری 

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

پدې کې شک نشته چې په لداخ کې د پولې روانه لانجه د چین د ناوړه ارادې پایله ده. دا خبره بیا بیا ثابته شوی چې په دې وروستیو کې چین په پوله داسی عملیات ترسره کړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نښتو لامل شوی اوخلکو ته یی تاوان اړولی. د پولې په اوږدو کې د چین اشتباه کونکې کړنې لا هم روانې دي. له بلې خوا هندوستان دا ټینګار کړی چې د دواړو ګاونډیو ترمینځ کړکیچ د ځینی ستونزی حل ندی . مګر حتی که چیرې داسی ستونزو دوام وکړ نو هند به د هیواد بشپړتیا او حاکمیت باندې موافقه ونکړي

په هرصورت ، چین له هند سره د شخړې لاره غوره کړې او ځان ته یی نقصان رسولی . هند لا دمخه په اقتصادي مهاذ چین ته مناسب ځواب ورکړی. د تاوتریخوالی دمخه ، چین د هند یو له ترټولو لوی سوداګريز هیوادونو څخه و. نه یوازې هند ، بلکه د نړۍ ډیر نور هیوادونه هم د چین چل چلوټو ته ګوري ، چې له امله یې دوی ټولو ددغه هیواد څخه ځان لری ساتلی . متحده ایالات هم دی ته په ټینګ نظرګوري. په هند کې د متحده ایالاتو سبکدوشه شوی سفیر کینیت جوسټر په خپله الوداعی وینا کې دې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې هند په وروستیو کې د چین له دوامداره ګواښ سره مخ شوی

پدې وروستیو کې ، د هند دفاع وزارت یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي چې چین په لداخ کې خپل اوسنی دریځ بدلولو لپاره غیر روایتی وسلې کارولې ، ستونزمن عملیات یې پیل کړي او ددی نه وروسته هلته وضعیت خراب شو. د دې څخه پس چې وضعیت خراب شو ، هندوستان دې ته اړ شو چې هلته ټانکونه او نورې وسلې ځای په ځای کړي. د هند پوځ د چین اقداماتو ته غبرګون وښود او چین ته یې وویل چې د ختیځ لداخ په اړه د هند په ادعا کی هر ډوله بدلون د نه منلو وړ دی. د دفاع وزارت د دواړو هیوادونو تر منځ د تاوتریخوالي د زیاتولو پړه په چین اچولي او وايي چې د چین پوځ د غیر روایتی وسلو په کارولو او د خپلو لوی شمیر سرتیری ځای په ځای کولو سره تاوتریخوالی زیات کړی 

د ۲۰۲۰م کال د جون د ۱۵می نیټی پیښې ته په اشارې سره ، د دفاع وزارت وویل چې په شخړه کې ۲۰هندي سرتیرو خپل ژوند قرباني کړی ، خو د پی ایل ای عسکرو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې ددی په خاوره خپل قدم کیږدی . چین هم په دې جګړه کې درون نقصان ته مخامخ شوی .د یادونې وړ ده چې شاوخوا ۵۰ هندي سرتیري لاهم په لداخ کې ځای پرځای دي پداسې حال کې چې د تودوخې درجه همدا اوس له منفي ۳۰ څخه تر ۴۰ درجو پورې ده. د سرتیرو تګ راتګ اسانه کولو لپاره پوځ سړکونه ، کورونه ، سرپناوې او پلونه جوړ کړي. د دفاع وزارت وویل چې په لداخ کې پوځ د هر ډول ننګونې سره مقابلې ته چمتو ده

هند او چین تر منځ سرحدي لانجه له ۸ میاشتو راهیسې په ختیځ لداخ کې روانه ده ، چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې یی لا ترینګلی کړي دي. که څه هم دواړو لوریو د شخړې د حل لپاره منظم ډیپلوماټیک او نظامي خبرې ترسره کړي ، خو دغه کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی. د دې یو لوی دلیل دا دی چې پداسې حال کې چې چین له هند سره خبرو اترو ته دوام خو ورکوي په سرحد یې هم تاوتریخوالی جاري ساتلي ، دا په دوامداره توګه کوشش کوي چې خپلې ناوړه ارادې عملي کړي

هند تر دې دمه د چین هر حرکت شنډ کړی ، نو اوس یوځل بیا د مایوسۍ په ماحول کی په ایل ای سی یا د کنټرول په حقیقی کرخه ټانکونه ځای په ځای کوي. هندي ځواکونو خپل ټانکونه د پوستو مخې ته ځای په ځای کړي . د هندوستان ټی -۹۰ او چینای ټی -۱۵ ټانکونه په ایل ای سی د ۲۰۰میټرو په واټن کې یو بل ته مخامخ ولاړ دی . هغه ټانکونه چې چین د هندي پوستو په مخ کې ځای په ځای کړي دي ، سپک ټانکونه دي. له دې دمخه ، د دسمبر په میاشت کې رادارونه ، له ځمکې څخه هوا او له ځمکې څخه ځمکی ته ګوزار کونکی توغندی او نورې وسلې په ورته سیمه کې ځای په ځای کړی شوې 

د دسمبر په میاشت کې د هند د هوایی ځواک مشر ، آر کی ایس بهدوریه لخوا ددی تایید شوی وو او چین ته یی خبرداری ورکړی وه چې که د دواړو هیوادونو ترمنځ مستقیمه شخړه شتون ولري ، نو چین به زیان ته مخامخ شی. او په پوله هر ډول وضعیت ته مخامخ کیدو لپاره هم بشپړ چمتو دی. که چیری چین د مسلې هوارولو او د کړکېچونو حل رالټولو لپاره په ریښتینی ډول جدي دی ، نو باید لومړی په پوله خپل ځواکونه زغم لپاره قانع کړي چی له هر ډوله تیري څخه ډډه وکړي 

Comments