هندوستان په دفاعی صادراتو لاس پوری کړی

لیکنه : د پدم سینګ 

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

هندوستان هدف لري چې د دفاعي تجهیزاتو خالص صادرونکی جوړ شي. هندوستان د ۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت د صادراتو هدف ټاکلی دی. هندوستان وکولی شو او د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م میلادی کلونوترمینځ د صادراتو ارزښت یی دوه چنده کړو. او دا له ۴۶۸۲ کروړه روپیو څخه ۱۰ زره ۷۴۵ کروړه روپیو ته لوړ شو 

د اتم نیربهر بهارت یا په ځان بسیا هند لاندې ، هند د دفاع د مختلف ډوله پلیټ فارمونه او توغندی د جوړولو په ظرفیتونو کې وده کوي. اکاش د هیواد یو له مهمو توغندیو سیسټمونو څخه دی چې ۹۶ سلنه پرزی یی په هند کی جوړیږی. آکاش له زمکی څخه هوا ته ګزار کونکی توغندی ذی چی ۲۵ کیلو میټرو پوری نښه ویشتلی شی . دا توغندی د هند هوایی ځواک لخواه په ۲۰۱۴م کال کې خپل وسله تون کی شامل کړی شوی وو او بیا د هند لخوا دا په پوځ کی شامل کړی شو

په پوځی خدماتو کې د شاملولو وروسته ، د نړیوال نندارتونونو او ډیف ایکسپو او ایرو انډیا نندارتونونو کې ډیرو دوست هیوادونو لخوا د آکاش توغندیو په سیسټم کې علاقه وښودل شوه. د کابینې تصویب به هندي تولید کونکو ته په( ار ایف ) او( ار ایف پی ) کی برخه اخیستنه اسانه کړي چې د مختلفو هیوادونو لخوا خپور شوي

تر دې دمه ، د هند دفاعي صادراتو کې ددی برخې او پرزی صادرول شامل وو. د لوی پرزاجاتو صادرات ډیر وو . د کابینې دا نوښت به له هیواد سره مرسته وکړي چې خپل دفاعي تولیدات پیاوړی کړی او په نړیواله کچه یی سیالي ته وړاندی کړی

د آکاش صادرکونکی نمونه به د هاغه سیسټم سره توپیر ولري چې اوس مهال د هندي وسله والو ځواکونو لخوا ځای په ځای شوي

د آکاش سربیره ، په نورو لویو پلیتفورمونو لکه په ساحللګول کیدونکی څارونکی سیسټم ، رادار او هوایی پلیټ فارمونو کې د بیلابیلو هیوادونو څخه کلکه علاقه ترلاسه شوې . دا ډول پلیټ فارمونه د صادرولو لپاره په ګړندی توګه منظوری ترلاسه کولو لپاره ، د دفاع وزیر ، د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشاور په ګډون یوه کمیټه جوړه کړی شوې

دا کمیټه به مختلف هیوادونو ته د مهمو دفاعی توکو صادراتو ته منظوری ورکړي. دا کمیټه به له یوحکومت څخه بل حکومت پورې بیلابیل موجود واکونه هم وڅیړی

د هند حکومت په پام کې لري چې لوړ ارزښت لرونکي دفاعي پلیټ فارمونه صادرولو باندې تمرکز وکړي ، ترڅو چې د ۵ملیارده ډالرو دفاعی صادراتو هدف ترلاسه کړي او د ملګرو هیوادونو سره ستراتیژیکې اړیکې هم ښې کړي

لکه څنګه چې حکومت د عامه او خصوصي دواړو سوداګریزو ډلو ته د دفاع سکتور پرانیستی ، اوس کولی شي د پانګوونې او ټیکنالوژۍ سره دا مرسته واخلي . د دفاع وزارت د ولسیسکتور شرکت لکه بهارت الیکترونیکس لیمیټېډ (بي یي اېل) سره د هند بحري ځواکونو د لومړۍ کرښې جنګي کشتیو لپاره د (۱۰ لینکس یو-۲ ) اور وژنې سیسټمونو د اخیستلو لپاره تړون لاسلیک کړ چې په نوي ډیلي کې د هند د پیریدونکی کټګورۍ لاندې د ۱۳۵۵ کروړه روپیو یو تړون دی. د لینکسسیسټم په هند کې ډیزاین او جوړ شوی دی. دا به د لومړي وزیر نریندر مودي لیدلوري (اتم نیربهر بھارت) لا پسې پراخه کړي.

لینکس یو-۲ جي اېف سي اېس د بحري توپونه کنټرول کوونکی سیسټم دی چې د بحراني ګډوډي په مینځ کې هدفونه ویشتلو ، تعقیب کولو او ښکیلولو لپاره ډیزاین شوی. دا په هوا او زمکه په دقیق ډول نښه د ویشتلو توان لري 

دا سیستم په دوامداره توګه پرمختللی جوړ شوی او نوي ټیکنالوژۍ شاملولو سره سره په داخلي ډول ددی ټیکنالوجۍ ته وده ورکړی کیږی . په بیلا بیلو پړاونو د سیسټم داخلي موادپه دوامداره توګه لوړ شوي چی په خارجی سیسټمونو تکیه والی پای ته ورسولی شی . دا سیسټم به د کشتیو اېن او پي وي ، تلوار او تیګ باندې نصب شي . د ټریکینګ رادار ، سروو او د وسلو کنټرول انډولونو په ګډون سیسټم په بشپړ ډول د بي یي اېل( د هند داخلي شرکت) لخوا ډیزاین او جوړ شوی دی. داخلي سیسټم به د سیسټم عملی وخت زیات کړي او د ژوند په اوږدو کې به د غوره تولید ملاتړ تضمین کړي 

په تړون کې مجوزه سیسټم د څلورم نسل دی او په بشپړ ډول داخل کی جوړیدونکی سیسټم دی ، چې د ( اتم نیربهر بھارت ) په ریښتیني ډول تعقیبولو وروسته جوړ شوی. دا به په راتلونکو پنځو کلونو کې د بي یي اېل ، بنگلور لخوا وړاندې کړی شی

Comments