پاکستان په ۲۰۲۰م کال کې یوازي پاتې شو

ليکنه: جاويد اختر

ژباړه: پوشپا کماري

پداسې حال کې چې د کورونا ناروغۍ او نورو لاملونو له وجې د ۲۰۲۰م کال په جریان کې د نړۍ نیږدې ټول هیوادونو څه ناڅه اغیزمن شویدي ، خو هلته یوه خبر ه دا هم ده چې ده چې نړیواله ټولنه د یو بل د مرستو لپاره راودانګل او د دې بحران د کمولو هڅې ئې وکړي خو په دې هر څه کې بیا هم پاکستان یوازي پاتې شو. تر دې چې د پاکستان ډیرو نیږدې ملګرو هم له دې څخه جلا 

والی غووره کړو. دا په لویه کچه د پاکستان د خپل چلند او کړنو له امله وه ، چې په الفاظو او عمل کې ئې تضاد شتون لري.

که چیرې دا زموږ د هیواد د تروریزم پروړاندې د عمل او یا د لږکیو د حقونو د محافظت لوړې چیغې او ادعاوې وي او یا هم نړیواله ډیپلوماسي یا کورني سیاست وي ، د پاکستان واکمنان قریب په هره ډګو کې دوه ګونی سیاست تعقیب کړی دی. د هر څه د هغه دومخیز سیاست پایلې دي چې هغه او د هغه هیواد خلک ورسره مخ شوي دي . له بلې خوا ، ورور هیواد او دودیز متحدین او ملګري هم پدې کړنو ترینه ډیرخفه دي.

چې د دې روښانه مثال سعودي عربستان دی. په دودیزه ډول ، سعودي عربستان او پاکستان د یو بل ملګري پاتې شوي دي او سعودي عربستان تل له اقتصادي مشکلاتو څخه د خلاصون لپاره له پاکستان سره لوئې لوئي مرستې هم کړېدي. هغه ځینې وختونه د تیلو باقیات معاف کړي او ځینې وختونه یې د پیسو لوی مقدار تمویل کړی هم دی . خو پاکستان ناڅاپه د دې اوږدې مودې ملګرتيا هیڅ پروا ونکړه او د کشمیر مسله رامخته کړه . او په یو ډول ئې خپل ډیر پخواني‎ۍ دوست وننګوه چې که چیر ې تاسو زموږ سره د کشمیر په اړه مرسته نه شي کولی نو موږ به بله لاره وګورو. ښکاره ده چې هیڅ کوم ازاد او خبلواکه هیواد نشي کولی له داسې ننګونو سره همغږي وکړي. طبیعي خبره وه چې سعودي عربستان د پاکستان دغه غیر ډیپلوماټیک ، غیر مسلکي او غیر دانشمندانه چلند له امله په غوسه شو او له پاکستان څخه ئې د ورته ورکړل شويو ټولو پورونود بیرته ادا کولوغوښتنه وکړه.

د پاکستان پخواني سفیر محمد عاقل ندیم په یوه مقاله کې لیکلي چې د سعودي عربستان د دې 'میګا فون'ډیپلوماسۍ سره دنوموړي هیواد د خفه کولو لپاره کومه ستراتیژي نه وه پرته له دې چې د پاکستان حکومت لخوا احساساتي یا د ضعیفو مشورو پر اساس دا بیان ورکړل شوی وو. که چیرې د دې هدف په سعودي عربستان کوم ډول فشار راوړل وو ، نو په حقیقت کې د دې ناوړه چلند له امله پخپل هدف کې پاکستان ضرور پاتې راغلی دې دغه ډول غیرضروري عامه وینا ، نه یوازې پاکستان ته مالي زیان رسولی بلکه په سعودي عربستان کې د میشتو پاکستانی مهاجرینو راتلونکی ئې هم له خطر سره مخامخ کړیدی.

پاکستان په ورته ډول د سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو د حساسیتونه په پام کې نیولو سره د کوالالمپور په کنفرانس کې د خپل کډون اعلان وکړ او بیا وروسته چې تر فشار لاندې راغی پدې کنفرانس کې د نه ګډون پریکړه یې وکړه. له دې ډول ګامونو څخه څرګنده ده چې پاکستان له ډیپلوماسی او بهرنی پالیسی په برخه کې له بحث او مشورو پرته پریکړې کوي . همدا لامل دی چې خپلې امنیتي او بهرنۍ اړیکې ئې له جدي ګواښونو سره مخ کړیدي.

ترهغه ځایه چې ترهګرئ پورې اړه لري ، ټوله نړۍ پدي پوهیږيې پاکستان څه ډول دوه ګونې معیارونو خپل کړیدي. له یوې خوا ، هغه د نړۍ په وړاندې ځان د تروریزم قرباني په توګه وړاندې کولو سره د خواخوږۍ ترلاسه کولو هڅې کوي ، خو له بل پلوه ، د پټو ترهګرۍ او ترهګری لپاره د ملاتړ د تر لاسه کولو کې مبتلا دی . د دې په پایله کې هغه ډیر ځله زیان هم لیدلی دی خو لا تر اوسه ئې هم له وی څخه پند ندی زده کړی.

که څه هم هغه په ۲۰۲۰م کال کې د ترهګرۍ پروړاندې د پام وړ اقدام نه کولو له امله په خورا مشکل سره د اف ای ټي اف له تور لیست څخه ځان وژغوره ، خو په تور لیست کې د داخلیدو امکان لاهم شتون لري ، ځکه چې نړیوالې ادارې د دې ټولو شرایطو پوره کولو لپاره پاکستان ته یوازې د دې کال تر فبروري پورې وخت ورکړی دی. 

Comments