په پاکستان کی په اقلیتو او د هغوی په عبادت ګاهونو بریدونه کیږی

لیکنه: د سیراج نقوی 

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې د هندوانو دیني عالم هدیره یا سمادهی سوزول نه یوازې یوه پیښه ده بلکې د پاکستان په ټولنه کې د مذهبي تعصب ، تنګ نظرۍ او د کرکې د زیاتیدو یوه بیلګه ده. د پاکستاني مشرانو ګټه اخستونکی او د کرکی ډک تګلارو ، پاکستان د غیر مسلم اقلیتونو لپاره دوزخ جوړ کړی 

پاکستان دا مهال له یو لړ ستونزو سره مخ دی چې د پاکستان د پوځ یا د هغوې د سیاسي مشرتابه لخوا رامینځته شوي. ددی خبری به حاجت نه وی چې دا وخت په نړۍ کې د پاکستان حیثیت څه دی ؟ . وضعیت دا دی چې پاکستان په نړیواله ټولنه کې خپل وقار او درناوی له لاسه ورکړی. د متحده ایالاتو په څیر د پاکستان ملګرو له پاکستان نه سترګې اړولې .افغانستان په خپله خاوره روان وضعیت لپاره پاکستان مسؤل ګڼی. همدغسی د پاکستان ترهګریز عناصر د هند سره د پاکستان خراب او کړکیچن اړیکو لپاره مسؤله دي او دا یو منل شوی حقیقت دی چې دا عناصر د پاکستان د حکومت او پوځ لخوا ملاتړ کیږي. دا پروسه اوس هم روانه ده. د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې په خپاره شوي کتاب کې ددی یادونه هم کړې.د نورو ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او سعودي عربستان سره هم د پاکستان اړیکې خوشګواره نه دي 

ترڅو چې د پاکستان د کورنیو چارو سوال دی ، تاوتریخوالی ، مذهبي نفرت ، تنګ نظری ، د ښځو په وړاندې د پاکستاني ټولنې چلند او د اقلیتونو په مسلو سترګی پټی کړی شوی او دا هر څه له پامه غورځول هاغه مسلې دي چې د پاکستان مشرتابه یې پری خپلی سترګې تړلې. اړتیا نشته چې ووایو چې دا مهال په پاکستان کې ښځې او په ځانګړي ډول د مذهبي لږکیو سره تړاو لرونکې میرمنې د کوم ډول ویرو او ترهو سره مخامخ دی . نابالغه هندو انجونی تختول ، بل مذهب ته اړول او بیا په زوره هغوی سره واده کولو په څیر پیښی اکثره نه یوازې پاکستانی رسنیو بلکې په ټوله نړۍ کې په ورځپا ڼو او تلویزیوني چینلونو کې خپریږی

که څه هم حکومت پدې برخه کې ډیر قوانین جوړ کړي ، مګر اصلي ستونزه د ټولنې د پوهاوی ده. هاغه فکر او سوچ چې دا مهال په پاکستانی ټولنه کې وده کوي یوازې د قانون په واسطه نشي بدلیدلی . ددی لپاره ذهنی بیداری ضروری ده . په خیبر پښتونخوا کې شوی دا پیښه د مذهبي تنګ نظرۍ یو ثبوت دی

د خبر په حواله ، چارشنبی په ورځ په زرګونو شرخوښونکو د کرک ولسوالۍ په ټیري سیمه کې د هندوانو یو دینی عالم هدیری یا سمادهی ته اور واچاوه او دا کار د یوې مذهبي ډلې د یو شمیر مشرانو لخوا په لاره اچول شوي وو. دا خایی چی دا ډول پیښو تر شا د تنګ نظره مذهبي عناصرو رول دی. یوازې یو تنګ نظر ، داسی کړنی رهبري کولی شي .هغوی دی باید دا تشریح کړي چې د اسلام په نوم تاوتریخوالي خورول او د نورو ادیانو عبادت ځایونو ته زیان رسول، ایا یو اسلامي عمل دی؟. په هرصورت ، دا واضح کوی چې داسی کړنی په ټوله نړۍ کې اسلام بدناموي

مهمه داده چې سمادهی د سوځولو پيښه ناڅاپه نه ده شوي . ددې نه وړاندې، دیني مشرانو غونډې ته وینا وکړه او پارونکی ویناوې یې وکړې. پوښتنه دا ده چې ولې پولیس او ادارې په سم وخت کې ټول معلومات ترلاسه نکړي شول او ولې افراطي عناصرو دومره وخت ترلاسه کړ چې دوی سمادهي ته اور واچوو. حقیقت دا دی چې د داسې ټولنی ضد عناصرو ، د پولیسو او ادارې تر مینځ اړیکې دداسی چلند لپاره مسؤله دی. دغه عناصرو ته د پولیسو ، حکومت او د پوځ ملاتړ ترلاسه دی .که چیری داسی نه وای نو دداسی پيښو امکان هم نه وو.دا د یادونی وړ ده چی دا سمادهی ۱۹۲۰م کال څخه مخکی جوړ شوی وه او ددی پهکله کوم ډوله جنجال هم نه وو . مذهبي مشرتابه او همدارنګه سیمه ایزه اداره ، پولیس او سیاسي مشرتابه یوشان ددی لپاره مسؤله دی . په هرصورت ، پدې کې شک نشته چې دا مهال په پاکستان کې د مذهبي او مسلکي لږکیو لپاره ځمکه محدوده ده. میرمنې ناامنه دي او د پاکستان ټولنه د خپل تاریخ ترټولو خرابې دورې څخه تیریږي. د پاکستان مشران د دې وضعیت لپاره مسؤله دی چې ملي ګټو او د پاکستان د لږکیو ګټو په وړاندی خپلی ګټی پورته ګڼی

Comments