په هانګ کانګ د چین ظلمونه



لیکنه : د پدم سنګ 

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

په هانګ کانګ کې پولیسو د دیموکراسۍ شاوخوا ۵۰ پلویان د چین د ملي امنیت له قانون څخه سرغړونې په تور نیولي دي. د دیموکراسۍ پلوه فعالانو تیر کال په غیر رسمي لومړني ټاکنو کې برخه اخیستې وه. دا د هانګ کانګ مقننه کنټرول لپاره د دیموکراسۍ پلوه وکیلانو د امکاناتو ډیروالي لپاره ترسره شوی وو

دا ډلیزه ګرفتاری د هانګ کانګ د ډیموکراسۍ غورځنګ پروړاندې ترټولو لوی اقدام دی ځکه چې د چین ملي امنیت قانون د تیر کال په جون کې د بیجینګ لخوا دا خپلواکه سیمه ګرځولو، لپاره تصویب شو. د هانګ کانګ پولیسو د دی ګرفتارۍ پخلی نه ده کړی

د هانکانګ دیموکرات ګوند لږترلږه ۷ غړي چې د ټاپو ترټولو لوی اپوزیسیون ګوند دی ، د ګوند د پخواني رییس په ګډون ، نیول شوي. پخواني قانون پوهان هم نیول شوي وو. د راپورونو سره سم ، د هانګ کانګ د ۲۰۱۴م لاریونونو کلیدي شخصیت ، بیني تای ، او د قانون پخوانی پروفیسور هم ، د پولیسو لخوا نیول شوی. هغه تیر کال لومړنۍ ټاکنی تنظیم کونکو څخه و

د ډیموکراسۍ پلوی کونکی فعاله غړی، جوشوا وانګ ، چې تیرکال په غیر مجاز لاریونونو کې د تنظیم او برخه اخیستنې لپاره د اوږدې مودې په بند محکوم شوی ، هم په برید کې نیول شوی دی . د راپورونو له مخې ، د دیموکراسۍ پلوی کونکی ټول نوماندان چې په غیر رسمي ټاکنو کې یې برخه اخیستې وه ، نیول شوي

پولیسو په هانګ کانګ کې د دموکراسۍ پلوه آنلاین نیوز سایټ په دفترونو هم برید کړی ، چې د محکمې حکم سره سم ، په تحقیق کې مرسته غواړي. په وروستیو میاشتو کې ، هانګ کانګ ، د ډیموکراسۍ پلوه فعالینو ته د دولت ضد لاریونونو کې د ښکیلتیا له امله د زندان سزا ورکړی. نور ، د ملي امنیت قانون لاندې د رسنیو د افرادو او د دیموکراسۍ پلوه فعالینو په ګډون تورن شوي دي

د چین د ملي امنیت قانون د ښار په چارو کې مداخله کولو لپاره ، تخریب ، تعصب ، تروریزم او د بهرنیو قدرتونو سره په همکارۍ فعالیتونه جریمه ګرځوی. جدي سرغړونکي د لوی مودی لپاره بندي کیدو سره د عمر قید سزا ته مخامخ کیدایشی . دغه قانون د څو هیوادونو او د ملګرو ملتونو د دموکراسۍ فعالینو لخوا غندل شوی او وکیلانو تیر جولای میاشت کې غیر رسمي لومړنۍ ټاکنې ترسره کړې ترڅو دا معلوم کړي چې کوم کاندید باید په مقننه ټاکنو کې برخه واخلي (دا د کوویډ - ۱۹ وبا له امله ځنډول شوی وو ) . د دیموکراسۍ پلوه کیمپ په ټاکنو کې د اکثریت ترلاسه کولو غوښتونکی و او غوښتل یې د هاغو لایحیو په وړاندې رای ورکړي چې د چین په حق کی دی 

د هانګ کانګ له ۶۰ میلینو څخه زیاتو اتباعو په لومړي ټاکنو کې رایه ورکړه ، که څه هم د بیجینګ پلوی کونکی وکیلانو او سیاستوالانو په دې پیښه نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې دا د امنیت قانون ماتولای شي ، کوم چې په ښار کې د حکومت ضد د میاشتو راهسی روان لاریونونو وروسته مخالفان له مینځه وړو لپاره عملی شوی

د هانګ کانګ اجراییوي رییس کیري لام تیرکال ویلي و چې که لومړني ټاکنې د هانګ کانګ حکومت لخوا د هرې پالیسۍ ابتکار په وړاندې مقاومت د کولو هدف لری ، نو ممکن د دولتي ځواک د تخریب لاندې راشي ، چې د ملي امنیت قانون له مخې جرم دی

بیجینګ لومړنۍ ټاکنی غیرقانوني وبللی او دا یې د هانګ کانګ د انتخاباتي سیسټم جدي اشتعال په توګه بللی

په ۱۹۹۷م کال کې د انګلیس لخوا چین ته د هانګ کانګ له سپارلو وروسته ، دغه ښار د ( یو هیواد ، دوه سیسټمونو) په چوکاټ کې فعالیت کوي چې ددغه ښار په خپلواکۍ کی یی مرسته کړي . دا خپلواکی د چین په خاوره نه موندل کیږي. په وروستیو کلونو کې ، بیجینګ په ټاپو ښار کې ډیر کنټرول د ترلاسه کولو کوشش کړی او داسی انتقاد یې شوی چې د هانګ کانګ خپلواکي یی تر برید لاندې راوستی

په تیر نومبر میاشت کې ، د هانګ کانګ ټولو دموکراسۍ پلوه وکیلانو وروسته له هغه استعفا ورکړه چې چین یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې څلور وکیلان لرې کړی شول او په لویه کچه د بیجینګ پلوی کونکی مقننه قانون یې پریښود

تحلیل کونکي نظر لري چې چین په هانکانګ کې د خپلو تیرو تیروتنو څخه عبرت په اخستلو کې پاتې راغلی. فعالین وایی چې فشار د مقاومت لامل کیږي ، او د هانګ کانګ ملیونونه وګړي به خپل د رایی حق لپاره مبارزې ته دوام ورکړي او په دموکراتیک ډول ټاکل کیدونکی حکومت کې به دفتر لپاره مبارزه وکړی

د بشري حقونو ډلې وايي چی د چین د ملي امنیت قانون یو سخت قانون دی چې د چین حکومت ته اجازه ورکوي چې د خپل اساسي قانون خوندي شوي حقونو د کارولو لپاره خلک اوږدی مودی پوری ونیسي او بندی یی کړی . ډیری شنونکي وايي چی بیجینګ غواړي هانګ کانګ د چین اصلی خاوری برخه کړي. دا د هانګ کانګ د ملی توافق سره مطابقت نلري ، ځکه چې دده اتباعو تر ۱۹۹۷م کال پورې د بریتانیا د استعمار اوسیدونکي دیموکراتیکه حقوق دلودل

Comments