د ذکي الرحمن لکهوي نیول: د وخت په سمون د پاکستان تګلاره
لیکنه : د راغب اختر
ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی
ترهګري د مهذبی نړۍ لپاره ناروغي ده چې نړیواله ټولنه یې غواړي په هر قیمت یی له مینځه یوسي ، پداسې حال کې چې ځینې هیوادونه داسی هم دی چې ترهګري د خپلی ستراتیژۍ یوه برخه ګڼی او ترهګر خپل ملکیت ګڼی . په دې وروستیو کې ، پاکستانۍ ورځپا ڼو خبر ورکړی چې ذکي الرحمان لکهوي د مالي تمویل په تور نیول شوی دی. هند له ډیرې مودې راهیسې غوښتنه کوي چې پاکستان دی ذکي الرحمان لکهوي او حافظ سعید په څیر خلکو ته سزا ورکړي خو پاکستان تل د هند غوښتنه رده کړې او حتی په دې برخه کې یې ویلي چې په هند کې کیدونکی ترهګریزې پیښې د هند خپل سازش دی . پاکستان تل د ممبی په حملو کې د تورنو کسانو لپاره نرمه رویه ښودلی. همدا لامل دی چې ذکي الرحمان لکهوي او حافظ سعید ، کله چې نړیوال فشار زیاتیږي ، نیول کیږي او لکه څنګه چې ایف ای ټی ایف یا په کومه بله موسسه کې د پاکستان کار بشپړ شی ، نو دوی یې خوشې کړي. ورته خبره د حافظ سعید سره هم شوې ده. پوښتنه راپورته کیږي چې که پاکستان دوی د خپلو ادارو د استخباراتو په اساس ونیسي نو بیا ولې محکمه یی یو څو ورځې وروسته خوشې کړي؟. ددوی د نیولو په وخت کې ، دا څرګنده وه چې پاکستان د ترهګرۍ له منځه وړلو په نیت سره دا کار نه دی کړی ، مګر یوازې ایف ای ټی ایف ته دا اشاره ورکوي چې دا د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کوي. ، نو دا باید تور لیست نه داخل نکړی شی
پوښتنه دا هم راپورته کیږي چې که د ذکي الرحمان لکهوي سره نیول شوي کسان چې د هغه د ملاتړ لپاره نیول شوي و، اوس هم په اډیاله جیل خانه کې بندی دي ، نو ذکی الرحمان لکهوي څنګه ضمانت ترلاسه کړ. پاکستان دې پوښتنو ته هیڅ ځواب نه لري
د حیرانتیا خبره دا ده چې هرځلی پاکستان د نړیوالو سازمانونو په سترګو کې دوړې اچولو کې بریالی کیږي او بیا دا کار ترسره کیدو وروسته ، دغه خلک په ورته ګاونډیو هیوادونو کې د تروریستي فعالیتونو لپاره کاروي. د پاکستان پوځ دغه شان ترهګر د خپلو شتمنیو په توګه ګڼي. د آی ایس آی پخوانی مشر جنرال حمید ګل اکثرا د تلویزیونونو په مرکو کې د دوی د وطن پالنی حمدونه لولی. حقیقت دا دی چې د پاکستان پوځ د پاکستان په څیر هیواد کې خپل حیثیت ساتلو لپاره د پاکستان په ډیرو سرچینو قبضه کړې اوخلک دې ته پام ونکړی ، د دې لپاره دوی د دښمنۍ کیسې جوړوي او د دې لپاره هند د دوی دودیز سیال دی. خپل دغه دودیز سیال پریشانه کولو لپاره دوی کله ناکله د حافظ سعيد او کله ناکله د مسعود اظهر په څیر خلکو ته اړتيا لري. همدا لامل دی چې د ترهګرو کړنې آن د پاکستان په پارلمان کې هم ستایل کیږی . په پلوامه کې ترهګریز برید په اړه ، په پارلمان کې د فواد چوهدري خبره د نړۍ نه پټه نده
دا هم باید په یاد وساتل شي چې د ذکي الرحمان لکهوي ګرفتاری د کومې فدرالي ادارې تر څارنې لاندې نه بلکه د پنجاب د پولیسو د تروریزم ضد څانګې تر نظر لاندې ترسره شوی وه . د داسې ترهګرو پروړاندې شواهد نه د ولایتي پولیسو لخوا ترلاسه کیدی شی او نه هم محکمی ته وړاندی کیدایشی
وروستی ځل د سي آی ډي لخوا د لکهوي پرضد دوسیه جوړه کړی شوی وه شوه چې په کې هیڅ ثبوت محکمې ته وړاندې نه کړی شول او د لکهوي ضمانت منظور شو. دا ځل هم د نیولو لوبه همدغسی ده
نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه باید د پاکستان چلند په پام کې نیولو سره پدې برخه کې خپله پریکړه وکړي. هغوی دی له پاکستان څخه وغواړی چې محکمې ته د دې لپاره شواهد وړاندې کړي ترڅو ترهګر عدالت ته راوکاږي، ځکه که چېرې پاکستان هر ځل د نړیوالو سازمانونو په سترګو کې خاورې اچوي ، نو له ترهګرۍ سره به مبارزه څنګه اوشی ، ترهګرۍ پروړاندی په نړېوال جنګ به بده اغیزه اوشی ، کوم چې به نه په سیمه کې د سولې لپاره ګټور وي او نه به د ملګرو ملتونو لپاره
Comments
Post a Comment