هوډی مودی- یوه بی ساری غونډه
لیکنه: ناوتیج سرنا
ژباړه: پښتو څانګه
متحده ایالاتو ته د لومړي وزیر نریندرا مودي سفر د ټکزاس په هوسټن ښار کې د "هودي مودي" په مراسمو کی د بریالی پیل سره پیل شو. چیرې چې هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره سټیج شریک کړ او له ۵۰ زره څخه زیاتو هندي امریکایانو ته یې وینا وکړه. لومړي وزیر دمخه په ۲۰۱۴ کال کې د نیویارک ښار په مډیسن سکویر ګارډین او په ۲۰۱۵ کې سن جوز کې هندي امریکا ټولنې ته وینا کړې وه ، مګر د ولسمشر ټرمپ شتون د هوسټن په غونډه کی دغه غونډه په کیفیتی لحاظ په لوړه کټګورۍ کې واچوله. د کانګرس غړو او سناتورانو شتون په شمول د ډیموکرات کانګرس لوړ پوړی غړی سټینی هوییر د هند او متحده ایالاتو ملګرتیا لپاره دوه اړخیز طبیعت باندې ټینګار وکړ.
د ولسمشر ټرمپ د معرفي کولو پرمهال ، لومړي وزیر مودي په یاده غونډه کې د نوموړی د شتون له امله له هغه څخه د زړه له کومې مننه وکړه چې "د دوه لوی دیموکراسیو د زړه له تله" استازیتوب کوي. هغه ته یې د "زما د ملګري ، د هند ملګری او یو لوی امریکایی ولسمشر" خطاب وکړ او د هغه د ولسمشری د رهبري ستاینه یی وکړه او زیاته یی کړه چی هوډ به یی امریکا بیا لا لویه کړي.
ولسمشر ټرمپ دغه غونډه "ژوره تاریخي" او د هغو ټولو لمانځغونډه یی وبلله چې هندوستان او امریکا سره متحد کوي. هغه د لومړي وزیر مودي مشرتابه ستاینه وکړه او د ۳۰۰ ملیونه خلکو له بېوزلۍ څخه په ایستلو کې یې د هغه بریا وستایله. هغه د څلور میلیونه ځواکمنی هندي امریکايی ټولنې ستاینه وکړه چی د روغتیا په برخه کې سخت کار کونکي مخکښان دی او د نوي سوداګرۍ موندنه کوی او په زرهاو خلکو ته د کارونو زمینه برابره وی. د دې څرګندونې سره چې د هند او متحده ایالاتو اړیکې هیڅکله قوي نه وې ، هغه په د اړه انرژۍ همکارۍ ، امنیتی او دفاعی همکاري او فضایی همکاري په ګوته کړه. هغه زیاته کړه چې دواړه هیوادونه به د افراطیت او تروریزم پروړاندې په ګډه ودریږي. هغه د هندي شرکتونو لخوا په متحده ایالاتو کې د پانګوونې قدردانی هم وکړه
په یوه احساساتی وینا کې ، لومړي وزیر مودي د هند د پرمختګ په اړه خپل لیدلوری وړاندې کړ او ویي ویل چې "موږ ځان ننګوي ، موږ خپل ځان بدلوو " لومړي وزیر په ګوته کړه چې په تیرو پنځو کلونو کې د ۱۱۰ میلیونه تشنابونو له جوړیدو سره کلیوالي روغتیا ساتنه له ۳۸ سلنه پوښښ څخه ۹۹ سلنه ته رسیدلې ده او ۱۵۰ میلیونه نوی د پخلی ګاز شبکې اضافه شوي دی؛ د کلیوالي ارتباطاتو کچه له ۵۵ څخه ۹۷ سلنه ته لوړه شوې او سله سلنه بانکی پوښښ رامنځ ته شوی. ډیجیټل هندوستان ډیټا ارزانه کړي او د سوداګرۍ په اسانۍ کې یې مرسته کړې. هغه د هند اقتصاد د ټیټ انفلاسیون ، ټیټ مالي کسر او لوړې ودې په توګه یاد کړ او هغو پلانونو ته یې اشاره وکړه چې د زیربنایی لګښتونو ، پانګوونې او صادراتو زیاتوالي له لاری هند د پینځه ټریلیونه ډالرو اقتصاد جوړ شي. په ډیری سکتورونو کې اسانه شوي نورمونو هند د مستقیمی بهرنی پانګوونې لپاره یو غوره ځای ګرځولی.
هندوستان څو زړو تاریخي مقررات او عملونو ته الوداع وویله. همداراز هند یوه ۷۰ کلن زاړه قانون یعنی ۳۷۰ می مادې ته هم الوداع وویله ، کومی مادی چې د جمو او کشمیر او لداخ خلک د پرمختګ له ګټو څخه بې برخې کړي وه او د بېلتون غوښتونکو او ترهګرو لخوا تری ګټه پورته کیده. لومړي وزیر د ترهګرۍ مرتکبینو او ملاتړ کونکو پر ضد د پریکنده مبارزې غوښتنه وکړه ، او پاکستان ته یې په ایشاری سره وویل، دا د ۲۰۰۱ کال سپټمبر د یوولسمې تروریستي برید (د امریکا پروړاندې) او د ۲۰۰۸ کال نومبر میاشتی د هند پر وړاندی برید پلان کوونکی چیرته وموندل شول ؟
د هند لومړي وزیر د "هوډي مودي" پوښتنې ته د ځواب په توګه د هند په څو ژبو کې "هرڅه سم" ویلو سره د هند کلتوري تنوع وښوده. هغه وویل چې دا تنوع د هند د دیموکراسۍ اساس او الهام دی. د هوډي مودي غونډی د دواړو مشرانو ترمنځ د لا ډیرو خبرو اترو لپاره پړاو چمتو کړی کله چې دوی په نیویارک کې په رسمي دوه اړخیز ترتیب کې سره لیدنه کوي. بې له شکه دغه غونډه به د هند او متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو تودوخې او پیاوړتیا یوه ځلانده او په یاد پاتی غونډه شی. تر دې دمخه لومړی وزیر هوسټن ته ورسید او د انرژي شرکتونو د اجرایوي رییسانو سره یې لیدنه درلوده. بحثونو د انرژۍ د امنیت لپاره په ګډه کار کولو او د هند او متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیزې پانګونې فرصتونو پراخولو باندې تمرکز وکړ. لومړي وزیر د بهرنیانو هندي ټولنو سره هم وکتل.
ښاغلی مودي نیویارک ته رسیدلی ، چیرې چې به هغه د ملګرو ملتونو ۷۴ می عمومي غونډې ته وینا وکړي او په بیلابیلو دوه اړخیزو غونډو کې به برخه واخلی
Comments
Post a Comment