پاکستان کې د رسنیو لپاره د ځانګړې محکمې د رامنځته کولو تخیُل
لیکنه: د سراج نقوي
ژباړه: د پښتو څانګی
حقیقت خو دا دی چې په پاکستان کې هیڅکله هم د خپلواکه رسنیزو کړنو لپاره چاپیریال برابر نه وو. لومړۍ ناخواله خو دا ده چې د هیواد د تاریخ لویه برخه د پوځي واکمنانو په ظلم او جبر کې تیره شوه او نه یواځې د لیکوالي بلکې د نورو جمهوري ادارو په ستوني هم د پوځي مشرانو لخوا د پښې ایښودلو هڅه شوې، مګر له دې هم ډیره د افسوس خبره دا ده چې په ظاهري بڼه د جمهوري حکومتونو پر مهال هم د رسنیو د غږ خاموشه کولو هڅې ترسره شوي دي. رسنۍ د جمهوریت څلورم رکن ګڼل کیږي، مګر په پاکستان کې د جمهوریت پر نوم د واک سنبالوونکو هم هیڅکله د دې رکن د قوي کولو له زړه هڅه نه ده کړې. مګر د دې برعکس تل پر لیکوالانو د فشار اچولو او د دوی د ډارولو پیښې ډير وخت ترسره کیږي. په پاکستان کې چې رسنیز کارکوونکي د زغم او صبر په کوم وضعیت کې کارکوي له دې څخه ټوله نړۍ خبره ده. د دوی پر وړاندې درواغجنې دوسیې پرانستل کیږي. دوی په پیښو کې د واقعې ځای ته له تللو منع کیږي. دوی د راپور ورکونې پر مهال ډبول کیږي، کله کله خو پر شبکو باندې روان پروګرامونه د عامه ګټو پر نوم په جبري توګه بندیږي او د رسنیزو کارکوونکو د مطبوعاتي خپلواکۍ د وژلو هڅې کیږي. دوی ته د دوی د مسلک په ویاړ هیڅ ډول ترجیحي درجه هم نه ورکول کیږي. برسیره پر دې هم که حکومت د رسنیو د ټولنې بوختیاوې تر دې حده زوروي چې د دوی د کړنو د څارنې لپاره یو نوی ټریبیون رامنځته کیږي نو په دې کار یواځې افسوس او خواشیني کیدلی شي او بس. له دې دا هم څرګندیږي چې د حکومت نیت د لیکوالانو لپاره سم نه دی. حکومت غواړي چې رسنیز کارکوونکي د ځانګړې محکمې تر فشار لاندې و نه توانیږي چې خپله وظیفوي فریضه په خپلواکه توګه ترسره کړي او یا هم یواځې د حکومت لاسپوسي شي او خپل کار ته دوام ورکړي. په کار خو دا وه چې د عمران خان حکومت باید د جمهوریت د تقویت په موخه د رسنیو دایره لا هم پراخه کړې وای ، د دوی د کاري چاپیریال د ښه والي لپاره یې اقدامات کړي وی مګر د دې پر ځای دوی لپاره د نوې محکمې رامځته کولو سره پر دوی د زمینې د لا تنګولو هڅې کیږي.
په پاکستان کې یو وار نه بلکې څو واره هڅه شوې ترڅو د لیکوالانو پښې په زنځير کې تړلې وي. داسې هڅې د پوځي واکمنانو په دور کې هم شوې وې او د ملکي واکمنۍ پر مهال هم. برسیره پر دې د رسنیزو کارکوونکو وهل او ډبول، اذیت کول، د دوی د تښتولو او بیا وژلو یو نه بلکې ګڼ شمیر بیلګې هم تر سترګو شوي دي. عمران خان تر ټولو ډير له دې خبرې څخه شکایت لري چې ګوا کې مطبوعاتی غړی د حکومتي مشرانو پر خلاف توهین آمیزه ژبه کاروي. که چیرې داسې وي هم نو د دغه ډول مطبوعاتی غړو لپاره د بیلې محکمې د رامنځته کولو څه اړتیا ده. دا خو په عادي محکمه کې هم کیدلی شي. په حقیقت کې له همدې کار څخه د حکومت د اصل نیت اندازه لګول کیږي.
Comments
Post a Comment