هند د ترهګرۍ پر وړاندې خپل دریځ فنلینډ ته وړاندی کړو
لیکنه: د ډاکټر سنګامیترا سرما
ژباړه: د پښتو څانګی
ډاکټر جی شنکر د فنلینډ له لوړپوړي مشرتابه سره د پولې آخوا ترهګرۍ په اړه توضیحي بحثونه ترسره کړل. دا بحثونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د پاکستان لخوا په جمو او کشمیر کې د ۳۷۰ مې مادې د منحلولو په اړه د ځان لخوا جوړې شوې کیسې رابرسیره کیږي. نوموړي همدا راز له فنلینډي لومړي وزیر انټي ریني او د بهرنیو چارو له وزیر پیکا هاویسټو سره هم په هیلسینکي کې لیده کاته وکړه او په لویه کچه یې د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې وکړې. دوه اړخیزې اړیکې هم وڅیړل شوې چې ځانګړی تمرکز یې په زرغونو ټکنالوژیانو وو. همدا راز دوی په سیمه ییزو موضوعاتو هم د نظریاتو تبادله وکړه.
د فنلینډ د نړیوالو چارو په انسټیټیوټ کې د (هند او نړۍ) په هکله د خپلې وینا پر مهال ډاکټر جی شنکر د اوسني حکومت لاسته راوړنې بیان کړې او ویې ویل چې نن د هند بهرنۍ پالیسي قوي پرمختللی تمرکز لري او فنلینډ کولی شي چې دې اړخ ته په پاملرنې سره، زمینې په لاس راوړي اود اړیکو د ودې لپاره یې وکاروي.دا چې نړۍ د پوهې پر بنسټ ولاړ- اقتصاد له امله پر مخ روانه ده، نو نوموړي وویل چې په عمومي توګه د وړتیاوو پیاوړي کول به د دوه اړخیزو ګټو د خوندي کولو لپاره ښه زمینه برابره کړي.
هغه ټینګار وکړو چې د هند لخوا په دې وروستیو کې د جمو او کشمیر د ځانګړي حیثیت منحلولو پریکړه د حکومت او پرمختګ یوه اړتیا وه او ملي امنیت پورې یې تړاو درلود. کله چې یې د ملي امنیت په اړه خبرې کولې، هغه وویل چې د پولې آخوا ترهګري یو چیلینج دی چې له امله یې په تیرو درې لسیزو کې له ۴۰٫۰۰۰ زرو څخه ډیرو هندیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د نړیوالې ترهګرۍ په اړه، هغه وویل چې هند له ډیرې مودې راپدیخوا له ترهګریزو بریدونو زوریږي او همدا راز د نړۍ نورې برخې هم. اړتیا ده یوه قوي نړیوال غږ ته چې په ټولو شکلونو او بڼو کې ترهګري وغندي، چې دا یو حیاتي ارزښت لري. پخپلو خبرو کې هغه د دې یادونه هم وکړه چې هند افغانستان د راتلونکي په اړه اندیښمن دی لکه څرنګه چې په خلیج سیمه کې د ثبات د ډاډمنولو په موخه د پاکستان انتخابونو ته اندیښمن دی. د دې اندیښنو د بیانولو پر مهال د بهرنیو چارو وزیل وویل چې هند په سیمه کې د سوله ییزو ګټو د خوندي کولو په برخه کې تل مناسبه ونډه اخیستې.
له لویو قدرتونو سره د هند د اړیکو په اړه، ډاکټر جی شنکر وویل چې د هند تګلاره له ټولو لویو قدرتونو سره د ښو اړیکو برقرارول دي. هند نن ورځ د نړۍ څو قطبي طبیعت او د "متنوع خبرو" لپاره ولاړ دی. هغه د بهرنیو هېوادونو لپاره د هند د مسوولیتونو او حساسیتونو پر ژمنو ټینګار وکړو. د نړیوالو او سیمه ییزو سیاستونو په برخه کې د یو کلیدي لوبغاړي په توګه، هند د ټول شمولیت او تنوعوالی ملاتړ کوي او په ولسونو متمرکز پرمختللی چلند لري.ډاکټر جی شنکر د فنلینډ د پارلمان له مرستیال رییس توولا هاټاینن او د بهرنیو چارو له کمیټې سره هم ګټورې خبرې وکړې. هغه همدا راز د فنلینډ له ولسمشر سره هم ملاقات وکړو. وزیر همدا راز د مهاتما ګاندي د مجسمې پرانسته هم وکړه چې د هند فرهنګي اړیکو کمیټۍ یا (آی سي سي آر) لخوا فنلینډ ته ډالۍ شوه چې د مهاتما ګاندي د ۱۵۰ مې زیږدیزې کلیزې د یاد بود په موخه ورکړل شوې.په داسې حال کې چې د کشمیر موضوع یې یوه کورنۍ موضوع وبلله هند و توانیده چې په دې موضوع کې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي. په داسې حال کې نوموړي همدا راز د نړۍ په کچه له خپلو نورو سیالانو سره هم خبرې وکړې لکه: د امریکا متحده ایالاتو، برتانیې او روسیې، ترڅو له هغوۍ نه مطلوب ځواب ترلاسه کړي. ډاکټر جی شنکر د ایف آی آی اې په غونډه کې د کشمیر د موضوع او په ټولیزه توګه د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د پاکستان د غندلو لپاره د هند وقف څرګند کړ. دې حقیقت ته په کتلو سره چې په رښتیا هم اروپایي ټولنه له نږدې څخه د کشمیر موضوع څاري، دغه لیدنې په داسې حال کې له نږدې ترسره کیږي ترڅو د روانو دوه اړخیزو اړیکو قوي نقطو ته وده ورکړل شي او همدا راز اروپایي ټولنې او د دې ټولنې اوسني رییس فنلینډ ته قناعت ورکړل شي او د هند د ملي امنیت پر مفاهیمو یې و پوهوي.
Comments
Post a Comment