د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په ناکامی کی د ای ایس ای رول

لیکنه: د سهیل انجم 

ژباړه: د پښتو څانګی 

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو بندیدل یوه خواشینونکې خبره ده او دا چې په سیمه کې امن د پاکستان په ګټه هم دی نو له همدې امله به هغه هڅه وکړي چې دا خبرې بیا پیل شي. د هغه پر وینا چې که خبرې بیا پیل نه شي نو دا به ډیره بده وي او د پاکستان لپاره به لویه ټکان ورکونکی خبره وي. او دا ځکه چې د افغانستان ولسونه له تیرو ۴۰ کلونو په ستونزو کې دي نو له همدې امله به پاکستان هڅه وکړي چې د خبرو لړۍ بیا پیل شي. په دې کې هیڅ شک نشته چې افغان ولسونه له لسیزو راهیسې له ستونزو سره مخ دي مګر د دې ستونزو لامل څه دی. پاکستان ته پکار دي چې په دې لوري هم فکر وکړي او د هغه په رڼا کې خپلو کړنو ته پاملرنه وکړي. د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات خورا په مشکله سره پیل شوي وو. امریکا په دی خبره راضي شوي وو چې د سولې راتلو په شرط به خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي. خبرې تر ډیره مخکې تللې وې حتی چې پریکړه کوونکي پړاو ته رسیدلې وې. په ډیویډ کمپ کې د ترسره کیدونکو خبرو اترو د هوکړه لیک کلیدي نقطو ته حتمي بڼه ورکړل کیده. مګر په همدې بهیر کې طالبانو په کابل کې برید ترسره کړو چې په پایله کې یې یو امریکایي او ۱۱ تنه نور ووژل شول. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې برید وروسته د خبرو اترو لړۍ بنده کړه. د هغه پر وینا چې طالبان له خپلو کړنو نه لاس نه اخلی، د دوی ځانمرګي بریدونه هن دغسی روان دي نو هغه د خبرو لړۍ بندوي. له دې وروسته طالبانو د اشرف غني په ټاکنیزه غونډه برید وکړو او دوهم برید يې په کابل کې ترسره کړو. اشرف غني خو روغ رمټ پاتې شو خو په دې دواړو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول. په هر صورت د امریکا ولسمشر د خبرو لړۍ بنده کړه. دا هم خورا حیرانوونکې خبره وه چې اشرف غني د خبرو په دې بهیر کې شامل کړی شوی نه وو ، بلکې په خبرو کې د هغه هیڅ کوم رول نه وو. حال دا چې نوموړی د هیواد جمهوري او انتخابي ولسمشر دی. په افغانستان کې د سولې راوستلو په هره هڅه کې د هغه شمولیت اړین دی. خو دا چې اشرف غني په افغانستان کې د ترهګرۍ پړه پر پاکستان اچوي او له هند سره ډیر نږدې هم دی نو له همدې امله پاکستان نه غواړي چې د خبرواترو په لړۍ کې دې د افغانستان حکومت هم شامل وي. هغه په دې کار کې بریالی هم دی. هغه غوښتل چې د دوی له پالیسۍ سره سم باید د خبرو اترو شرایط جوړ کړی شي. مګر داسې و نه شو. هلته د اشرف غني په ټاکنیزه غونډه برید او په خبرو اترو کې د اشرف غني نه شتون سره یو وار بیا دا ثابتیږي چې طالبان پر جمهوریت باور نه لري او پاکستان هم پرې ډیر باورمند نه دی. په هر صورت ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې طالبان د پاکستان تر اغیز لاندې دي. له خبرو اترو د مخه څو څو وار له پاکستان دا غوښتنه شوې وه چې طالبان دې د خبرو میز ته راولي او دوی دې له ترهګرۍ څخه په لاس اخیستلو راضي کړي. مګر پاکستان د خپلو پالیسیو سره سم پر طالبانو هیڅ ډول فشار را نه وستلو. اوس چې له امریکا سره خبرې پیل شوې وې نو دا د پاکستان په ګټه وو. دوی داسې فکر کوو چې ګواکې د خبرو اترو پایلې به د دوی له هیلو سره سمې وي او بیا که چیرې په افغاستان کې د طالبانو واک بیرته فعالیږي نو هلته به دوی برلاسي وي. کله چې له افغانستان نه د شوروي اتحاد د وتلو وروسته هلته د طالبانو حکومت رامنځته شوی وو نو په هغه کې هم د پاکستان رول موجود وو. کومو څو هیوادونو چې د تالیبانو حکومت په رسمیت پیژندلی وو په هغو کې پاکستان پر لومړي سر کې وو. نو اوس چې په هر صورت د خبرو لړۍ بنده شوې نو له دې کار څخه پخپله پاکستان ډیر خفه دی. او حال دا دی چې داسې ښکاري چې د خبرو لړۍ پر بندیدو کې که نیغ په نیغه نه وي نو غیر مستقیم د پاکستان د آی ایس آی لاس هم شتون لري. لکه څنګه چې طالبان پر جمهوریت نه بلکې پر تاوتریخوالي باور لري او خپله هره خبره په زور عملي کول غواړي همدا ډول آی ایس آی هم پر جمهوریت نه بلکې پر تاوتریخوالي باورمند دی. دواړه غواړي چې پخوانی تاریخ بیا تکرار کړي. یعنې څنګه چې پخوا د طالبانو حکومت د زور پر مټ رامنځته کړی شوی وو همدا ډول یو وار بیا هم رامنځته کړی شي. د عمران خان دا خبره پر ځای ده چې د خبرو اترو لړۍ بندیدل به یوه غمیزه وي او له دې سره به پاکستان ټکان هم وخوري. یعنې په دې مانا چې د عمران خان همدا فکر وو چې طالبان به په واک کې راشي او یو وار بیا به د پاکستان حکومت او آی ایس آی د خپلو پالیسیو سره سم د طالبانو حکومت کنټرولوي. په هر صورت د پاکستان حکومت او آی ایس آی ته په کار ده چې په دې خبره پوی شي چې په سیمه کې ناوړه وضعیت د هیڅ چا په ګټه هم نه دي. په هر صورت باید طالبان له تشدد نه په لاس اخیستلو اړ کړی شوي وای. خبرې اترې او ترهګري څنګ په څنګ پر مخ نه شي تللی. که چیرې پاکستان په سیمه کې د سولې ټیکاو غواړي نو دی باید پر خپلو کړنو یو وار بیا نظر واچوي او پر خپلو پالیسیو کې باید بدلون راولي. کنه نو کومه خونړۍ لوبه چې یې په افغانستان کې لوبولي او اوس یې هم پر مخ بیول غواړي، په هغه اور کې به پخپله د دوی لاسونه هم و سوځیږي او هیڅ به په لاس هم ور نه شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت