هندوستان ته د عمران خان د جنګ اخطار


لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګې

د پاکستان واکدارانو ته د جنګ کولو څه زیاته لیوالتیا ده او بیا په ځانګړی ډول له هند سره د جنګ کولو بانه لټول او په نیغه یا بیا په بله لاره د جنګ کولو اخطارورکول د هغوئي خوښه مشغله پاتی شویده. هغوئي څوواره عنعنوی جنګ خو کړیدی او د دغو جنګونو د ګټو او تاوانونو ازمیښت هم کړیدی خو ورسره دا خبره هم احساسه کړیده چی داسی جنګونو د جمع او نفی کولو سره پاکستان هر وار تباهۍ او وروسته پاتی کیدو سره آشنا کړې نو ځکه هغوئي پدی کړن لاری کی یو څه بدلون راوستو او پړدی شا څخه د جنګ لړۍ پیل کړله. د دی کړن لاری ځانګړی او بنیادی ټکی دا دی چی راننوتنی ته وده په ورکولو ترهګرۍ ته وده برابره کړی شی . هغوئي په کشمیر کی دا لوبه له کلونو راهسی نه بلکی له لسیزو راهسی ترسره کوی . خو د هغوئي دا لوبه یواځی کشمیر پوری محدوده نده . د هندوستان په نورو سیمو کی هم هغوئي د ګډ وډی رامینځ ته کولو کی څه لږه هڅه نده کړی . د پاکستان اداری د خپل بهرنی پالیسی مهم ټکی په حیث ترهګری ترټولو لویه آله جوړه کړله . نوځکه په اوسنیو تیرو ورځو کی هند د جمو اوکشمیرپه ایالت کی ځنی اداریز او قانونی بدلون راوستو نو د پاکستان واکداران جل بل شول او هغوئي حیرانونکی په کړو وړو لاس پوری کړو . هندوستان د ۳۷۰مه ماده په لری کولو د جمو او کشمیر ایالت سمدستی مرکز واک اختیارلاندی په دوو ایالتونو کی ویش کړلو. دا په کلی ډول د هند کورنی اداریز معامله ده . خو پاکستان په سفارتی کچه د یوتوپان د رامینځ ته کولو هڅه وکړله لدی کبله چی دغه معاملی ته نړیوال رنګ او بڼه ورکړ شی خو د هغوئي ټولی سفارتی هڅی او چِغی وهل بیکاره ثابت شول او با لاآخره هغوئي دا خبره احساسه کړله چی دا ټولی هڅی بیکاره دي. له نن څخه د ملګروملتونو ۷۳مه ناسته پیلیږی او پاکستان په پوره ځواک سره د کشمیر معاملی ته د نړیوال رنګ ورکولو هانده کوی . که څه هم هغه دا هم احساس کوی چی د دغو هڅو حشر او پائیله به هم شان وی څنګه چی تراوسه په سفارتی کچه د هڅو شویده . پاکستان د امریکی مینځګړتوب کولو په هڅی کی هم ناکامه شوی . د عمران خان د هند او پاکستان په جنګ په اړه د اوسنی بی ځایه بیان په اصل کی د پاکستان ناکامۍ او له هغی څخه رامینځ ته کیدونکی مایوسۍ او پریشانۍ څرګندونه ده . 

عمران خان الجزیره چینل ته ورکړ شوی په یوی مرکی کی وویل چی هند له لوری د کشمیر په ترڅ کی د ۳۷۰می مادی لری کولو وروسته اوس له هند سره د خبرواترو کولو هډو هیڅ سوال نه پیښیږی . پدی ترڅ کی نوموړی دا هم وویل چی هند او پاکستان ترمینځه د عنعنوی جنګ امکان شته دې. خو نوموړی زیاته کړله چی وروسته دا عنعنوی جنګ د ایټمی جنګ بڼه هم غوره کولی شی . د نوموړی په وینا که دا و ګڼلی شی پاکستان په عنعنوی جنګی کی دا احساس وکړو چی هغه بائیلی نو د هغی مخی ته هم دوه متبادل وی یا خو هغه ځان تسلیم کړی یا بیا آخیرنی پړاو پوری جنګ کول و غواړی نو ځکه دا خبره هم امکان لری چی عنعنوی جنګ په ایټمی جنګ کی تبدیل شی . اوس دا اخطار ندی نوبیا څه دې. نوموړی ورسره دا هم وائي چی پاکستان به په جنګ کی پیل ونکړی . لږ ترلږه هند نه خو د عنعنوی جنګ او نه د ایټمی جنګ خبره کړیده. عمران خان پخپله وئیلی دی چی ۳۷۰مه ماده لری کولو وروسته له هند سره د خبری اتری کولو هډو سوال به پیښ نشی . نو آیا هغه دا وئیل غواړی چی ۳۷۰ مه ماده لری کولو ورسته له هند سره د جنګ کولو سربیره بل متبادل نشته. او که د نوموړی دا هدف نشته نو پخپله دی ووائي چی هغه د جنګ خبره په کوم سیاق و سباق کی کوی ؟ ترکومی چی د ۳۷۰می مادی لری کولو سوال دی نو دا په کلی ډول د هند داخلی معامله ده . د دی په اړه د پاکستان یا بل چا لاس وهنی هند ته منلو وړ نوی . پاکستان دا خبره چی څومره زر درک کړی هغه هومره به ښه وي. 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت