د دین توهین قانون په نوم د بشري حقونو د ترپښو لاندې کولو تر ټولو بدې بیلګې

لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګه

په هره ټولنه کې د کوم مذهب یا مذهبي پیشوا ګانو په شان کې ګستاخي کول بد ګڼل کیږي. مذهب یا مذهبي شخصیتونه خو پریږدۍ یوه عام ولسي سړي ته بد رد ویل او یا هم هغه ته توهینوونکې الفاظ استعمالول هم د اخلاقو له کړۍ نه بیرون حسابیږي. د مذهب په شان کې ګستاخي کول خو بیا خورا بده خبره وي. له دې کار سره د خلکو احساسات ټپي کیږي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي سبب هم کیدلی شي. نو له همدې امله په بیلابیلو هیوادونو کې د دغه ډول خبرو د مخنیوي په موخه مناسب قوانین هم شتون لري. په برصغیر یانې هند او پاکستان کې هم د شلمې پیړۍ په لومړیو کې همداسې یو قانون لاګو کړی شوی وو. مګر په پاکستان کې چې د جنرال ضیاالحق په واکمنۍ کې مذهبي تندروۍ ته شعوري هڅې پیل شوې نو په دغه قانون کې ترمیم راوستل شو او ډیر سخت کړی شو آن تر دې چې د اعدام تر جزا پورې پکې ځای ورکړل شو. په هر حال قانون که هر یو وي خو موخه یې د لا قانونیت مخه نیول او په ټولنه کې د سولې او ټیکاو راوستل وي نه دا چې لا قانونیت ته نور هم زمینه برابره کړی شي. په پاکستان کې له دې قانون څخه دومره غلطه ګټه اخیستل کیږي چې له امله یې تاوتریخوالي کې ورځ تر بلې ډير والی راځي. دا چې په پاکستان کې بعضې واکمنانو د سیاسي ګټو په موخه مذهبي تاوتریخوالي ته یا نیغ په نیغه او یا هم په غیر مستقیمه توګه لمن ووهله نو له همدې امله خلک د توهین دین قانون په برخه کې دومره احساساتي شول د حقیقت تل ته د رسیدو پر ځای اوس یواځې آوازې یا تور هم رښتیا ګڼي او پر چا که کوم تور لګول کیږي نو خلک د هغه شخص د وینو تږي وي.کله چې د مذهب پر ځای جنون په شعوري توګه عام کیږي نو پایلې یې ډيرې خطرناکې وي. د پاکستان د توهین دین قانون دومره ستونزمن دی چې هره ورځ یې له امله یو نه یو طوفان راولاړیږي. د احساسي کیدو داسې یو وضعیت دی چې که په محکمه کې قاضيان کوم ملزم بری الزمه کوي او د هغه د خوشې کولو حکم ورکوي نو د هغوئ هم خیر نه وي، راټول شوي خلک پخپله د تورن شخص د ژوند د ختمولو هڅې کوي. داسې ډيرې پیښې هلته رامنځته شوي چې له محکمې خو تورن خوشې کړی شوی دی مګر جنوني کسانو هغه شخص وژلی دی. قاضیانو ته هم نه یواځې چې ګواښونه ورکول کیږي بلکې بریدونه هم پرې ترسره شوي دي. اوس د ډیرو ورځو خبره نه ده چې یوې محکمې یوه غریبه عیسایي ښځه آسیه بي بي پر هغې له لګول شوي تور نه بري الزمه کړه او او دهغې د خوشې کولو حکم یې صادر کړلو، چې د دې پریکړې له امله په پاکستان کې میشتې یوې ترهګریزې ډلې تحریک لبیک پاکستان له تاوتریخوالي ډک احتجاج وکړلو. آسیه بي بي خو له دې تور نه بري الزمه شوه خو مګر له خوشې کیدو باوجود هم هغه اړ کړی شوه چې د تل لپاره له خپل هیواد نه خدای پاماني وکړي. د همدې آسیه بي بي د خوشې کولو هڅه کوونکی د پنجاب ایالت والي سلمان تاثیر هم په ۲۰۱۱ کال کې د همده د یوه جنوني ساتونکي ممتاز قادري لخوا په مرمیو وویشتل شو.

په حقیقت کې که د کوم خپلمنځي ستونزې او یا هم کوم بل لامل له امله په کوم چا تور پورې کړی شي چې فلاني شخص مذهب یا د اسلام پیغمبر او یا هم د قرآن کریم په شان کې توهین کړی او یا یې بد الفاظ کارولي نو خلک پرته له کوم فکر او اند څخه هغه شخص مجرم ګڼي.

د دې هڅه هم نه کوي چې ځان وپوهوي چې آیا دا تور سم دی او که نا سم!

په همدې ورځو کې یوه بله پیښه رامنځته شوې. د پاکستان سترې محکمې یو کس وجیهه الحسن پر هغه له لګول شوي تور څخه بري و ګڼلو. پر هغه ۱۸ کاله مخکې د مذهب په شان کې د ګستاخۍ کولو تور پورې کړی شوی وو. محکمې پخپله پریکړه کې ویلي چې د یوه لیک په وسیله ادعا کوونکي پر ملزم باندې تور پورې کړی وو خو په محکمه کې یې کوم ثبوت وړاندې نشو کړی. بیا کوم لیک چې د تور لګولو بنسټ ګڼل شوی وو د هغه د متن تصدیق هم د لیک د ماهرینو لخوا تایید نه شو. نو له همدې امله محکمې داسې فکر وکړو چې دا کار یواځې د یوه شفایي تور په توګه ګڼل کیدلی شي او بس. یوې کوچنۍ محکمې وجیهه الحسن ته د اعدام حکم کړی وو. دا د ۲۰۰۲ کال خبره ده، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې نوموړي د اعدام په فکر شپې ورځې تیرولې او له دومره اوږد وخت وروسته هغه ته د محکمې لخوا براات ورکړل شو. آیا هغه خلکو ته به هم د دې جزا ورکړل شي کومو چې د هغه دومره اوږد عمر برباد کړ؟

تر ټولو بده پیښه خو دا ده چې د پاکستان دا قانون داسې یوه بڼه غوره کړې چې که کوم شخص پکې بې ګناه هم ثابت شي او هغه له محکمې خوشې هم کړی شي نو د هغه ژوند له مرګ نه هم بد تر ثابتیږي. وروسته بیا جنوني اشخاص د موقع په ترلاسه کولو هغه وژني. او یا هم باید هغه د تل لپاره خپل هیواد او کور کالي پریږدي. په ۱۹۹۵ کال کې د لاهور محکمې یو کس بري کړی وو، مګر وروسته بیا جنوني اشخاص د هغه په کور ور دننه شول او هغه یې و وژلو. همدا شان یو وکیل راشد رحمان یې یواځې له دې امله وژلی وو چې هغه د همداسې یوه تورن د دفاع دوسیه پر غاړه اخیستې وه. د ډان ورځپاڼې پخپل یوه کالم کې لیکلي چې داسې خو هیڅ چیرې هم کیږي چې کوم بې ګناه دې د محکمې لخوا خوشې کړی شي او د هغه لپاره دې ژوند کول لا هم ستونزمن شي.

*****

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت