په افغانستان کی نوی پرمختګونه او د پاکستان اندیښنه

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پشتو څانګی

که څه هم پدی پړاو کی هیڅ هم نشی ویل کیدای، چی د افغانستان د راتلونکی به څه وی، او یا هم په نیږدی راتلونکی کی به د چا لخوا څه اقدامات وشی ، خو یوه خبره ډاګیزه تر سترګو کیږی چی د امریکا ولسمشر ټرمپ لخوا دفعتاً د سولی خبرو اترو سلسلی له لغوه کولو وروسته د پاکستان خفګان ډیر زیات شویدی. همدا لامل دی کله چی د امریکا او طالبانو تر منځ پیل شوی خبرو اترو نه ورسته له ټولو زیات باور پاکستان تر لاسه کړی وو. د دی باور او خوښی لویه وجه دا وه چی له خبرو سره سره د طالبانو حملی به هم روانی وی. او داسی ښکاریده چی د هغوی د مخنیوی هیڅوک هم نشته. یعنی داسی فکر کیدو چی امریکا ته یوازی له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د باسلو تلوار دی. او امریکا غواړی چی یوازی د طالبانو لخوا دا ظمانت ورکړل شی چی د دوی پوځونو ته به هیځ ډول خطر نه پيښيوی. او افغانستان به د بهرنیو ترهګرو په اډی نه بدلیږی. څنګه چی خبری اتری مخ په وړاندی روانی وی د جوړ جاړی امکان مخ په زیاتیدو وو په عین حال کی د طالبانو حملو هم زور واخیستو. د افغانستان د حکومت پدی خبرو کی هیڅ رول نه تر سترګو کیدو. بلکه داسی ښکاریده چی د ده هیڅ موجودیت نشته دی. دی ټولو خبرو د پاکستان خوښی دوه چنده کړی وه. یو دور داسی هم راغلو چی احساس کیدو اوس به د فیصلی تفصیل خلکو ته په ډاګه شی. د دی تر منځ داسی ګونګوسی هم روانی وی چی پریکړه ته له قطعی شکل د مخه د طالب مشرانو او اشرف غنی تر منځ په ډیویډ کمپ کی پټی خبری کیدونکی دی. پدی وخت کی طالبانو یو ځانمرګی برید تر سره کړو په کوم کی چی د یوه امریکائی په شمول ۱۲ کسان په شهادت ورسیدل. او د دی حملی پړه طالبانو په غاړو واخیسته. اولسمشر ټرمپ پخپل ټویټر پاڼه کی د غم او غوسی اظهار کولو سره ، نه یوازی له طالبانو سره وړاندیز شوی پټی خبری لغوه کړی، بلکه د سولی خبری چی له میاشتو روانی وی فسخه کړی. له طالبانو سره سره د پاکستان لپاره هم د خبرو د لغوه کیدو فیصله د غوښتنو خلاف وه. ولی چی د پریکړی تفصیلاتو د څرګندیدو د مخه طالبانو نه یوازی د خپلی بریا چیغی وهلی بلکی په پوره جوش او خروشئی د جشن د لمانځلو تیاری هم نیولی وو. له بلی خوا په پاکستان کی خصوصاً پوځ او آئی بیس آئی هم د خوښۍ په جامو کی نه ځا‎ئيدله. ځکه چی هغوی فکر کولو چی دا هر څه د دوی په خوښه او پرګرام سره سم تر سره کیږی. یو خو دا چی پاکستان سوچ کولو چی طالبانوته به د قدرت ډیره برځه تر لاسه شی او نوموړی به د لودیځ سرحد پر ځای ختیځی پولی ته خپل پام واړوی ، او هند به له نورو سرخوږیو سره مخ کړی. په کشمیر کی به نه یوازی ترهګری رامنځ ته کوی بلکه په ډزو به هم د حالاتو د کړکیچنولو سره د کنټرول په کرښی ناوړه هلی ځلی کوی. خو اوس په ټولو خبرو پابندی لګیدلی. امریکا او طالبان یو بل ته ګواښونه کوی. د همدی تر منځ د افغان حکومت لخوا په ژمنتیا خبری اوریدل کیږی د افغانستان د ولسمشر ویاند صادق صدیقی لخوا ویل شوی چی که چیری طالبانو سره خبری کیږی نو له ټاکنو وروسته به تر سره شی. نوموړی ویلی چی ټولټاکنی به پخپل وخت کیږی. د روانی میاشتی په ۱۸ تاریخ ټاکنی کیدونکی دی. چی له ټاکنو وروسته به بیا نوری خبری اتری کیږی. له دی خبرو داسی ښکاری چی طالبانو ته سخته ماته ور په پرخه شوی. د ټرمپ له اعلان وروسته د طالب د خبرو اترو ډلی مسکو ته مخه وکړه. او د افغانستان لپاره فوق العاده استازی ضمیر کابلوف سره لیدلی دی. صدیق صدیقی وائی چی طالبانو ته د خپلی ماتی احساس شویدی. پاکستان اوس هم په پټه ډیبلوماتیکی هڅی کوی تر څو د خبرو اترو سلسله بیا شروع شی .

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ