د ځمکی تخریب کمولو په موخه شوی غوښتنه
لیکنه: د کی وي وینکټا سوبرامانین
ژباړه: د پښتو څانګی
ځمکه یوه مهمه سرچینه ده. دا د انساني ژوند لپاره بنسټیز نظم او ښه ژوند برابروي او همدا راز خوراکي مواد، تازه اوبه او ګڼ شمیر بیلا بیل د ژوند نورې ټولنیزې چوپړتیاوې هم برابروي. همدا راز ځمکه د چاپیریال سیسټم په برخه کې هم عمده رول لوبوي.
له لسیزو را پدیخوا، د نفوسو د ودې په موخه د ځمکې او تازه اوبو د بې مخینې استعمالولو له کبله ځمکه تخریب شوې. د ژوند تیرولو او کرنې، ښاري کیدلو، د ځنګلاتو کمولو او د پراخه اقلیمي پیښو په ځانګړې توګه وچکالي د ګډو فشارونو له امله دغه پروسې کې چټکتیا راوستی. د یښ پرته ځمکې باندې بشر څه لپاسه ۷۰ سلنه اغیزه کوی. د ځمکې او صحراګانو تخریب د ډیرو هېوادونو لپاره تر ټولو لویه اقتصادي، ټولنیزه او محیطي ستونزه رامنځته کړې. د صحراګانو ستونزه هم د ځمکو د تخریبیدلو یوه برخه ده چې له امله یې اوبلنه ځمکه په دښتو بدلیږي.
د دغه ستونزو په ګوته کول او په دوی باندې د برلاسه کیدو لپاره له ۹ زرو څخه ډیرو ګډونوالو له ۱۹۷ هېوادونو څخه په ډیلي پورې تړلې سیمه کې د سپټمبر له دوهمې نیټې راپدیخوا په یوه لوی کنفرانس کې ګډون کړی. د ملګرو ملتونو له صحراګانو سره د مبارزې کنوانسیون د ګوندونو (کوپ ۱۴) څوارلسمه ناسته (یو این سي سي ډي) د هند په کوربتوب ترسره شوه.
ګډونوالو د ځمکې د ادارې، د تخریب شوې ځمکې د بیا آبادولو، وچکالي، د اقلیم بدلون، د نوې کیدونکی انرژۍ، د ښځو پیاوړتیا، جنسی مساوات، د اوبو د کموالي او نور بیلابیلو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل. په دغه ګډونوالو کې وزیران، د ملګرو ملتونو، حکومتي داخلي ادارو او د غیر حکومتي ادارو استاذو هم ګډون کړی وو.
د ۱۲ ورځو د خبرو وروسته، دغې غونډې د نوي ډيلۍ اعلامیه خپره کړه چې د نورو ځمکو د تخریب څخه د مخنیوي او د ځمکو د ساتنې په موخه یو کاري پلان دی. په دې کې ویل شوي چې نړۍ باید د اقلیمي اقداماتو او بایو تنوعوالی یا ځمکنیو بدلونونو په موخه د ځمکو اړوند حل لارو ته پاملرنه وکړي ترڅو د پاریس هوکړې سره سم چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې ترسره شوی وو ، اوږد مهاله اهداف ترلاسه کړل شي.
د یادې اعلامیې لاسلیک کوونکو ۳۵ پریکړې تصویب کړې چې په هغو کې د ځمکې له تخریب سره مبارزه ، صحراګانو او وچکالۍ برخې هم شاملې وې. د ډیلي اعلامیه د یوې هوکړې بیان کوي چې په پایله کې یې د دغو ۳۵ پریکړو عملي کول پر ټولو ۱۹۷ هېوادونو باندې حتمي ده.
د اعلامیۍ توضیحات داسې دي چې باید د ځمکې د تخریب د مخنیوي لپاره باید اقدامات ترسره کړی شي او د راتلونکو غونډو لپاره به اجنډا هم تنظیم کړي. ګډونوالو پریکړه وکړه چې د سختی وچکالۍ د خطرونو د کمولو او انتظاماتو په برخه کې به نړیوالو اقداماتو ته پراختیا ورکوي.
دغه هېوادونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې د پایداره نړیوالو اهدافو (د ځمکې د تخریب خنثی کول یا ایل ډي این) موخې په ترلاسه کولو هوکړه وکړه چې د عمل/ کار لپاره یو ملي هدف دی. ایل ډي این هغه موخه ده چې له مخې به یې د ځمکو سرچینې شمیر او کیفیت با ثباته کړی شي او یا هم د ځانګړو دنیاوي او مقامي کچو او ټولنیز نظام په رڼا کې به پر مخ ځي. د ځمکې د تخریب له امله په ټوله نړۍ کې ۳٫۲ بیلیونه انسانان اغیزمن شوي په ځانګړې توګه په کلو کې، چیرته چې خلک او بزګران د غربت په ټیټه کرښه کې ژوند کوي. ایل ډي این به د ځمکې اداره کولو د پالیسیو په کړنلارو کې د یو یقیني بدلون راوستلو ډاډ ورکړي.
لومړي وزیر نریندر مودي د ځمکې نړیوالې اجنډی په برخه کې د هند ژمنې بیا تازه کړې. هند ژمن دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۲۶ میلیونه هکټاره تخریب شوې ځمکه بیا آبادوي چی پنځه میلیونه هکټاره له ۲۱ میلیونه هکټاره پخوانۍ ژمنې څخه زیاته ده .
له دغه هېوادونو به همدا طمع کیږي چې هغوۍ د ځمکې عدم تحفظ له منځه یوسي چې په هغو کې جنسی نابرابري، د ځمکې د ساتنې او بیا آبادولو برخې ډیرول، د ځمکې د کاربن اخراج کمول، او په قومي کچه باندې د دغه پریکړو د عملی کولو او ملاتړ په موخه له حکومتي او خصوصي سرچینو څخه د مالیاتو د نویو لارو چارو چټکول هم شامل دي.
ټولو هېوادونو دا پرګوته کړه چی زمکه خوشی پریخودو سره د ټولو سیمو روغتیا، پراختیا او خوشحالی کمزوره کیږی. وزیرانو د بشري روغتیا او ښه ژوند یعنې د نویو بدلونو په موخه او همدا راز د سولې او امنیت د پرمختګ د نویو نوښتونو او یا هم اتحادونو د رامنځته کولو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې سیمه ییز حکومتونه باید د ښارونو د پایداره جوړولو په موخه د طبیعي سرچینو پر بنسټ د ځمکې حکومتداري او د تخریب شوېو ځمکو د بیا آبادولو او له هغوۍ څخه د ګټې اخیستلو ادارې رامنځته کړي. په دې کې وړاندیز شوی چې باید د ځمکې د مصرف کچه او د خاورې مهر کول د ژیو تنوعوالی او اکوسیستم له لاسه ورکولو دې کم کړی شي. په دغه کنفرانس کې همدا راز د صحراګانو ، د ځمکې تخریب او وچکالۍ له امله ګواښونو او اغیزو کمولو ته باید لاسرسی وشي.
د (یو این سي سي ډي) اجرایوي سکرتر ابراهیم تهیاو وویل چې د نړیوالو اقیلمي بحرانونو او د ژویو تنوعوالی د کمولو مخنیوي په برخه کې د ځمکې بیا آبادول یو له آسانو حل لارو څخه ده. هغه وویل چې د ځمکې بیا آبادولو، اقلیم او ژویو د تنوعوالی په منځ کې یو څرګند تړاو شتون لري.
Comments
Post a Comment