پاکستان د کرکی د پيرودو لپاره هیڅوک پیدا نکړل

لیکنه : د کوشیک رای

ژباړه : د پښتو څانګی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کشمير مسله د نړیواله کولو هڅې د ملګرو ملتونو په ۷۰ مه عمومي اسمبلۍ کې ترسره کړی. هغه د هند د جمو او کشمیر ایالت د خلکو د وضعیت په اړه بی ځایه او په لوړ اواز خبری وکړی. په هرصورت ، شورا د پاکستان د لومړي وزیر وینا ته پاملرنه ونه کړه. عمران خان بیا د جګړې مسله راپورته کړه او حتی اټومي کلمه د هغه لخوا وکارول شوه. دا د پام اړولو لپاره د پاکستاني مشرانو د داستان یوه برخه ګرځیدلې ده.

پاکستانی مشر د امریکا له اداری څخه هم هیڅ ډول ملاتړ ونه موند. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په حقیقت کې د پاکستان پر لومړي وزیر نیوکه وکړه چې ولی د اویغوریانو د حالت په اړه یی داسی څرګندونی نه کوی چی د کشمریانو په اړه یې کوی. د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو سرپرست مرستیالی ، ایلیس ویلز د کشمیر په اړه د ښاغلي خان څرګندونې "بی ګټی" وبللې. هغې وویل ، "د بیاناتو راکمول به په ځانګړي توګه د دوه اټومي قدرتونو ترمنځ ښه هرکلی وي.”اغلې ویلز دا پوښتنه هم وکړه چې ولې د پاکستان لومړی وزیر د چین پرضد خبرې نه کوي ، کوم چې د اټکل له مخې یو میلیون اویغور مسلمانان یې د هان چینایي دودونو کې د دوی ادغام لپاره توقیف کړي دي. د پاکستان لومړي وزیر په حقیقت کې د ایغورانو د وضعیت په اړه له څه ویلو ډډه کړې ځکه چې پاکستان له چین سره "ځانګړې اړیکې لري". د ملګرو ملتونو عمومی شورا په ۷۴ مه ناسته کې د پاکستاني مشر وینا ته هندي ځواب بشپړ په حقیقت ولاړ وو. هند د پاکستان د مشرانو د اټومي تباهۍ ګواښ نه خطرناک بللی او نه یې هم سیاست بللی.

هند وویل چې د ښاغلي خان وینا په ملګرو ملتونو کې د بی اتفاقی اچولو لامل شوې او د اختلافاتو د زیاتولو او د نفرت د راپارولو هڅه یې کړی. په ملګرو ملتونو کې د هندوستان لومړۍ منشي ، میرمن ویدیشا میترا وویل ، "د داسې یو هیواد مشر دا خبری کوی چې د تروریزم د صنعت ټولی کړی یی انحصار کړی دی ، د لومړي وزیر خان د تروریزم توجیه کول یو بیشرمانه عمل او اور ته لمن وهل دی. هغې ښاغلي خان ته یادونه وکړه ، کوم چې پاکستان د ملګرو ملتونو څارونکو ته بلنه ورکړې چې دا تایید کړي چې په پاکستان کې هیڅ وسله وال سازمانونه شتون نلري ، چې نړۍ به یې دې ژمنې ته غاړه کیږدي. د هند استازي زیاته کړه ، ایا پاکستان دا حقیقت تاییدولی شي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ۱۳۰ پیژوندل شویو ترهګرو ډلو او ۲۵ ترهګزیزو ډلو بنسټ لرونکی کور دی؟ ایا پاکستان به له دې څخه انکار وکړي چې د مالي عمل کاري ځواک دغه هیواد ته د هغې څخه د زیاتې سرغړونې په اړه له ۲۷ څخه د ۲۰ کلیدی پارامیټرونو یادونه وکړې؟ د تروریزم او کرکې د اصلي ټکي په لرلو سره ، پاکستان هڅه کوي خپل له وحشته ډک کارت د بشري حقونو د نوي اتل په توګه ولوبوي. هند د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړو ته هم یادونه وکړه چې په پاکستان کې د لږکیو نفوس په کال ۱۹۴۷ له ۲۳ سلنه څخه نن ورځ ۳ سلنی ته راټیټ شوی دی او عیسویان ، سیکان ، احمدیان ، هندوان ، شیعه ، پښتانه ، سندیان او بلوڅان د سپکاوي د قوانینو تابع سیستماتیک ځورونه ، بې رحمه ناوړه ګټه اخیستنه او جبري تبادله کی کاروی.

هندوستان وویل د پاکستان د بشري حقونو د تبلیغ لپاره نوې پدیده د ټرافي د غنیمت تر لاسه کولو ته ورته ده. د هند استازي دا هم زیاته کړه چې "ټول وژنه او ځورونه د نن ورځې فعال دموکراتیکه پدیده نه ده." هندوستان پر نړۍ غږ وکړ چې هغه به بې رحمانه نسل وژنه هیر نکړي چې په ۱۹۷۱ کال کې د خپلو خلکو په وړاندې د پاکستان لخوا ترسره شوې وه. د زاړه او موقتي احکامو له مینځه وړو په اړه د پاکستان سخت عکس العمل (۳۷۰ مه ماده) چې د هند د جمو او کشمیر ایالت د پرمختګ او ادغام په لاره کې خنډ ګرځیدلی وه د دې حقیقت لامل دی چې هغه څوک چې د شخړې لامل کیږي چی هیڅکله هم د سولې دریځ نه مني. پداسې حال کې چې پاکستان هلته د تروریزم او د کرکو ډکو څرګندونو ته لاره هواروي ، هند په جمو او کشمیر کې د پرمختیا اصلي سرچینی سره پرمخ ځي.



د جمو او کشمیر او همدارنګه لداخ له هند سره یو ځای کیدل ، د هند پرمختللې او خوځنده ډیموکراسۍ پایله ده چې د تنوع او زغم ،زاړه میراث سره په ریښتیني او نه بدلیدونکي توګه روانه ده. د هندوستان اتباع بل چا ته اړتیا نلري چې د دوی په استازیتوب خبرې وکړي ، لږترلږه ټول هغه څوک چې د کرکې نظرۍ څخه یی د تروریزم صنعت رامینځته کړی.د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو هم په ملګرو ملتونو کې د ښاغلي خان پر وینا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه له کوم ملاتړ پرته خالي لاس راستون شو.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ