کارابین او پسفیک ټاپوګانو سره د هند نوی اړیکی
لیکنه : د کوشیک رای
ژباړه : د پښتو څانګی
د کارابین هیوادونو سره د هند تاریخي او تودې اړیکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس په څنګ کې د کیریکوم هیوادونو ډلې د ۱۴ مشرانو سره د لومړي وزیر نریندرا مودي د غونډې سره د نوي حرکت شاهد و. ښاغلي الن چاسټنټ ، د سینټ لوسیا لومړی وزیر او د کاری کوم (کارابین ټولنې) اوسنی رییس د غونډې مشري وکړه. په دې ناسته کې د انټيګوا او باربودا ، بارباډوز ، ډومینیکا ، جمیکا ، سینټ کیټس او نیویس ، سینټ لوسیا ، سینټ وینسنټ او ګریناډینز ، ټرینیډاډ او توباګو حکومتی مشرانو ګډون کړی وه او همداراز د سورینام مرستیال ولسمشر، او د بهاماس بیلیز ، ګریناډا ، هیتی او ګیانا د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یاده غونډه کی برخه اخیستې وه.
دا په سیمه ایزه توګه د کیریکوم مشرانو سره د لومړي وزیر مودي لومړۍ لیدنه وه او د هند او د کیریبین ملګرو هیوادونو ترمنځ تلپاتې او ژورې اړیکې یې روښانه کړې. هند د کیریکوم سره سیاسي ، اقتصادي او کلتوري ښکیلتیا پیاوړي کولو ته ژمن دی. د یو میلیون څخه د ډیرو هنديانو میشته د کیریبین سره د ملګرتیا یو متحرک او پاییدونکی اړیکه ده. د سیاسي او سازماني خبرو اترو پروسې پیاوړي کولو ، اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ، سوداګرۍ او د پانګونې زیاتوالي او د خلکو او خلکو ترمنځ قوي اړیکو ته وده ورکولو په اړه بحثونه وشول. د هند لومړي وزیر د ظرفیتونو لوړولو ، پراختیایی مرستې او د ناورین مدیریت په برخه کې د کیری کوم هیوادونو سره په ملګرتیا ټینګار وکړ. هند د سمندري طوفان دوران وروسته بهاماس ته د یو ملیون ډالرو امریکايي ډالرو سمدستي مالي مرسته چمتو کړه.
هندوستان په کیریکوم کې د ټولنې پرمختیایی پروژو لپاره د ۱۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ او د لمریزې ، نوي کیدونکي انرژۍ او اقلیم بدلون اړوند پروژې لپاره د ۱۵۰ میلیون کریډیټ لاین اعلان کړ. هغه په جورج ټاون ، ګیانا کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې سیمه ایز مرکز او په بیلیز کې د سیمه ایز حرفوي زده کړو مرکز د جوړولو اعلان وکړ چې پدې هیوادونو کې د هند تمویل شوي مرکزونو ته وده ورکوي. د کیریکوم مشرانو د لومړي وزیر مودي لخوا د دواړو خواو تر منځ د ښې همکارۍ او همکارۍ پیاوړتیا لپاره وړاندیز شوي نوښتونو هرکلی وکړ او د اړوندو حکومتونو څخه یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.د هند او پیسفک ټاپوګانو پراختیا کونکو هیوادونو مشرانو ناسته هم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۴ مې غونډې په څنډه کې ترسره شوه. په دغه ناسته کې د فیجي ، کیریباتي جمهوریت ، د مارشل ټاپوګانو جمهوریت ، د مایکرنیشیا فدرالي دولتونو ، د ناورو جمهوریت ، د پاپوا نوی ګینا خپلواکه دولت، د ساموا خپلواکه دولت ، سولومون ټاپوګانو او د ټونګا شاهی حکومت لویو پلاوه ګډون کړی وه.
د پیسیفک ټاپو هیوادونو سره د هند اړیکې د ختیځ عملی تګلارې په ودی سره ژورې شوې ، چې په پایله کې یې د هند لپاره د عملی خوځښت پیسیفک ټاپو همکاریو فورم یا فیپیک رامینځته شوی. د فیپیک لومړۍ او دوهم پړاو په ۲۰۱۵ کی په فیجي او په ۲۰۱۶ کی په جیپور کې ترسره شوې. د فیپیک غونډې په جریان کې لومړي وزیر د هندوستان غوښتنه څرګند کړه چې د پسیفک ټاپو هیوادونو نږدې ملګرتیا غواړی او د دوی سره پرمختیایی اجنډا پرمخ وړلو لپاره نږدې کار ته چمتو دی. مشرانو د (ایس ډی جی) لاسته راوړنې لپاره د پراختیایی تجربو شریکولو ، د نوي کیدو وړ انرژۍ همکارۍ ته وده ورکول ، د ناورین له مینځه وړو زیربنا لپاره نوي پیل شوي ایتلاف کې شاملیدل ، ظرفیت لوړول ، د هند او ملګرو ملتونو پراختیایی همکارۍ مالی صندوق لاندې پروژو پلي کول او په بیلابیلو نورو مسلو خبرې وکړې.
لومړي وزیر مودي ټینګار وکړ چې هندوستان او (پی ایس آیی ډی ایس) ګډ ارزښتونه او ګډه راتلونکې لري. هغه د ټولشموله او با ثباته پرختیایی پالیسیو ته اشاره وکړه تر څو نابرابرۍ راکمه کړی او د خلکو ژوند په کیفیتی او پراختیایی لحاظ وده وکړی. هغه وویل چې هندوستان په مساوي ډول د اقلیم د بدلون د اغیزو په له مینځه وړلو کې ژمن دی او د (پی ایس ایی ډی ایس) د هڅو ملاتړ کوي ترڅو د لا پراختیايي او تخنیکي مرستې له لارې د دوی پرمختیایی اهداف ترلاسه کړي.ښاغلي مودي د اقلیم د بدلون واقعیت په ګوته کړ او د انرژي په ترکیب کې د نوي کیدونکي انرژۍ د ونډې د زیاتولو غوښتنه یی وکړه ترڅو د اقلیم د بدلون ډیری منفي اغیزې کم کړي. هغه خپل قناعت څرګند کړو ځکه چې د سیمې ډیر هیوادونه د سولر په نړیوال اتحاد کې برخه اخیستې او نورو ته یې هم په دې نوښت کې د ګډون بلنه ورکړې. لومړي وزیر د (پي اس آیی ډی اس) مشرانو ته هم بلنه ورکړه چې د طبیعي پیښو څخه د مخنیوي زیربنا لپاره (سی ډی آر آيي) کې برخه واخلي.
هندوستان د دوی په ټاکلی ساحه کې د لوړ اغیز لرونکې پراختیایی پروژې پلي کولو لپاره د ۱۲ میلیون امریکايي ډالرو مرستې (هر پی ایس آیی ډی ایس ته یو میلیون ډالر) تخصیص اعلان کړ.

Comments
Post a Comment