په هند د برید کولو د جیشی محمد نوی پلان
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتوڅانګی
پاکستان نه یواځی دا چی د کشمیر په مسئله د هند پرضد په سفارتی کچه دروغه پروپیګنډا کوی او د هند یوه کورنی معاملی ته د نړیوال رنګ او بڼه د ورکولو شرارت ناکه هڅه کوی بلکی په پاکستان کی فعال هند پرضد تره ګرو ډلو ته له سره تربیه برابرولو او هغوئي په وسلو سنبالولو هم پوره هانده کوی لدی کبله چی دا ډلی په کشمیر او د هند په نورو سیمو کی ورانکاره فعالتونه ترسره کړی شی . باید چی دا خبره یاد ولرلی شی چی تیر فروری میاشت په مینځومانه موده کی د جیشی محمد ترهګرو د جمو او کشمیر په پولوامه کی د سی آر پی ایف ۴۰ ځوانان شهید کړی و د کوم وروسته هند په نړیواله کچه تره ګر بلل شوی دغه ډلی پروړاندی لومړی وار په پاکستان کی دننه ځوابی کارروائي کړې وه . د فرورۍ میاشت په آخر کی د هند جیټ ډوله جنګی الوتکو په خیبرپښتونخوا کی موقعیت لرونکی په بالاکوټ کی تلو سره د جیش د تربئې برابرولو په خیمو او تاسیساتو برید کړی و او د هغی وروسته نه یواځی جشی محمد بلکی نورو ډلو ته هم پاکستان دا هدایت ورکړی و چی هغوئي خپل فعالیتونه محدود کړي. په اصل کی د پاکستان حکومت پدی خبره ځانګړی ټینګار کړی و چی ترهګریز ډلی په احتیاط کړه وړه ترسره کړی لدی امله چی نړیوال ټولنه په هغوئي پام ونکړی شی . د هغی وروسته دغو ډلو تپلو څومیاشتوپوری ډیر په احتیاط ګامونه پورته کول ځکه چی د ایف اې ټی ایف له اخطار څخه هم پاکستان ډیر پریشانه و . خو هند د اګست په ۵ نیټه د جمو اوکشمیر ایالت په ترڅ کی کومی نوی او اداریز او قانونی فیصلی وکړلی د هغی وروسته پاکستان وارخطا شو او هغه د وارخطائۍ په حالت کی سیاسی او سفارتی هلو ځلو سره سره ترهګر په نوي ډول د منظم کولو هم هڅی پیل کړیدی . د دی لړۍ یوی کړۍ په حیث هغه هیواد په ځانګړی ډول هغوډلو ته ډاډ برابرکړو چا چی په هند بریدونه کړیدی . د پاکستان بدنامه پټ ایجنسۍ آئي ایس آئي کوم عنصرونه د جیشی محمد په کار روائیو کی کومک کوی او هغوئي ته تربیه برابروی هم هغوئي په جمو اوکشمیر ورسره د هندوستان په نورو سیمو کی جهاد او ورانکارۍ لپاره پارونه ترسره کړیده . ترلاسه خبرونو له مخی د کشمیر نسله ترهګرو ته په ځانګړی ډول د کارولو هڅی روانی دي. پدی ترڅ کی د مشتاق زرګر ډله له سره منظم کیږی . آئي ایس آئي د جیش دا مرکز بیا په ودانولو هغه فعال کړۍ کوم چی د هند پوځ تباه کړې و .
د پاکستان په ترهګریز فعالیتونو نظرلرونکی شنونکو په حواله معتبر سرچینو وئیلی دی چی په بهاولپور کی موقعیت لرونکی مرکز سبحا ن الله او مرکز عثمان او په علی کی جیشی محمد ځانګړی تربیه برابرلو باندی پیل وکړو .
سربیره پردی د دغه ډلی کوم مرکزونه په پیښور او جمرود کی موقعیت لری هغوئي هم بیا فعال کیږی د چا فعالیتونه دی خوا ډیر لږ شوی و . په خیبر پښتونخوا کی د جیشی محمد یوشمیر مرکزونه شته دی او دا ټول فعال کړی شویدی لدی امله چی په کشمیر کی ورانکاره فعالیتونه ترسره کړی شی . پدوئي کی د چارسدی ، صوابۍ او د مردان مرکزونه په ځانګړی ډول د ذکروړ دي. دا خبر هم شته چی مسعود اظهریوه داسی دسیسه ترح کړیده د کوم له مخی هغه خپله ډله په مرحله وار له افغانستان څخه بیرته په رابللو کشمیر خوا ته واړوی .
د پټ سرچینو خبرونو له مخی د جیش کابو یو سل تربیه شوی تره ګر نیلم وادی ته نزدی د پونچه او راجوری سیکټور په بله غاړه د چمتووالی په اډه د راننوتنی لپاره انتظار کوی او دلته د هغوئي هدف به سرینګر پرځای جمو دې. د اګست ۵می نیټی څو ورځی وروسته یعنی د اګست په ۱۱ نیټه د مسعود اظهر ورور مفتی اصغر په سیالکوټ کی خپل ډلی ته دا هدایت ورکړی و چی د هغوئي هدف به په جمو کی موقعیت لرونکی پوځی چاوڼۍ وي. سربیره پردی د هند د پوځی ګاډو کوم کاروان له ملی لوئ لاری څخه ورتیریږی په هغوئي هم هغوئي ته بریدونه کول وی. سربیره د جیشی محمد دا وخت په راولپینډۍ کی موقعیت لرونکی پوځ د لشکرطیبه هم د فعالولو لپاره بوخت دې یعنی پوځ په خپل کړن لاری په بشپړه لګیادی کار کوی او بلی خوا عمران خان د هغی ملاتړ کونکی په حیث په سیاسی او سفارتی کړو وړو کی بوخت دي. ښائي چی نوموړی لدی خبری څخه نا آشنا دی چی دغو کړو وړو څخه د پو ځ خو به څه زیات تاوان و نشی خو تباه کن پائیلی به ملکی لومړی وزیر ته ګالل وي. پاکستان کی لدی نه وړاندی هم دا ټول څه شویدی .
Comments
Post a Comment