له اقتصاد څخه د پام اړولو پاکستانی هڅه

لیکنه: د رام نریش پرساد ګپتا

ژباړه : د پښتو څانګی

نن ښاغلی عمران خان او د هغه د حکومت چارواکی ډیر زیات مشغول تر سترګو کیږی. نوموړی په اشغالی کشمیر کی د لاریون په تر سره کولو کی د دی خبری هڅه وکړه چی هغه ته د کشمییر خلک څومره د ارزښت وړ دی، له بلی خوا پاکستان د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو په شورا کی ئی هندوستان د درولو هڅه هم وکړه. دا بیله خبره ده چی د هغه هره هڅه له ناکامی سره مخ کیږی. البته نوموړی یوازی دا حقیقت په ډاګه کړو چی پاکستان له نړیوالی ټولنی څخه په کومه اندازه لری شوی دی. هغه خبری ته چی د اکثره خبریالانو او مبصرینو تر اوسه پام ندی اوښتۍ ، هغه دا ده چی د ټولو ناکامیو له احتمال څخه په ښه ډول خبر دعمران خان حکومت که د کشمیر چیغی وهی نو د دی اصلی لامل دا دی چی پاکستان د اقتصادی تباهۍ په دروازه ولاړ دی. په هیواد کی د خلکو وارخطائی مخ په زیاتیدو ده ، او د اقتصاد دښه کیدو ټولی هڅی یو په بل پسی له ناکامی سره مخامخ شویدی. خو دا ګړی د کشمیر مسله سیاستوالو ته یو ډول الهی فضل نازل شوي، د کوم په هیله چی د پاکستان د ځپل شوی ملت پام له ریښتینی ستونزو څخه د اړولو هڅه کوی. ځینی پاکستانی سیاستوال اوس د جنګ خبری هم کوی. که څه هم ښاغلی عمران دا منلی چی په دودیزه جګړه کی هندوستان ته ماتی ورکول ناممکنه خبره ده. د پاکستان د اوسنیو حالاتو د اندازی څو ټکو ته پام کول ضروری ده. یو دا چی پدی وروستیو کی د ډالرو په مقابل کی پاکستانۍ روپۍ ډیره لودیلی ده. نتیجه ئی دا ده چی د پاکستان د صادراتو کچه ټیټه او د واراداتو کچه لوړه شویده، چی د دی مستقیمه اغیزه د عامو خلکو په ژوند پریوتی ده. دا حالت په هغه وخت کی دی چی (آئي ایم ایف)څخه د تر لاسه شوی پور د شرایطو له مخی حکومت لخوا ډیر مرستی او کومکونه لغوه شویدی چی پخوا به عام اولس ته یو څه اندازه راحت تر لاسه کیدلو. صنعت هم له سکوت سره مخ ، او د حکومت سهمیه کی د ګټی د شرحی د زیاتوالی سره سره په بهرنی پانګه اچونی کی هم هیڅ ډول زیاتوالی ندی راغلی. له بلی خوا په هیواد کی د بهرنی پور کچه ۱۰۴ بیلیون ډالرو ته رسیدلی ده. پاکستان یو داسی هیواد دی چی د خپلی کلنۍ بودیجی تقریبآً دی څلورمه برخه یوازی په دوو شیانو چی یو ئی د پور د خدمتونو او بل ئی د تش په نوم دفاعی چارو باندی مصرفوی، او ډیره برخه ئی د پروژو په نوم د لوړپوړو پوځی چارواکو جیبونو ته لویږی. مطلب دا چی د (آئی ایم ایف) نه د تر لاسه کیدونکۍ پور هم پاکستان له اوسنی اقتصادی بحران څخه نشی را ایستلۍ. د (آئی ایم ایف ) اټکل دا دی چی د پاکستان بهرنۍ پور به د مالی کال ۲۰۲۲ـ ۲۰۲۳ تر پایه پوری ۱۳۰ بیلیونو ته ورسیبږی. په هر حال د روان مالی کال په شروع کی هم د پاکستان بهرنی پور د نومړی هیواد له ټول کورنی تولیداتو څخه ۳۶٫۷ سلنه او له صادراتود تر لاسه کیدونکی ګټی کچه ۳۴۵٪ یعنی تقریباً دری نیم چنده وه. 



دا شمیر د پاکستان په چارو کی د پام لرونکی هر سیاسی مبصر د واخطائۍ لپاره کفایت کوی. خو افسوس چی نن هم پاکستان له دی بحرانه د وتو لاری چاری نه لټوی. د خلکو د غولولو او د هغوی پام د اړولو لپاره یو ځل بیا د کشمیر چبغی وهی. خو د پاکستان تر ولکی لاتدی کشمیرحالاتو ته هیڅ پاملرنه هم نکوی. چی دا به په راتلونکی کی څه پیښوی خدای خبر.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت