د ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو اترو له ودرولو وروسته افغانستان بیا په کړکیچ کی اخته شو



لیکنه :د کالول بټا چارجي

ژباړه: د پښتو څانګی
د روان کال له پیله طالبانو له امریکې سره سختو خبرو اترو لپاره یو ۱۴ کسیزه پلاوی وټاکه. په پام کې وه چې خبرې اترې آن له افغان دولت سره د طالبانو د جګړې له دوام سره سره ، پرمخ ولاړې شي. دې ته په پام سره چې طالبانو بریدونو ته دوام ورکاو او د ملکي وګړو ژوند ته یې هم پاملرنه نه کوله ، ددغو خبرو د لړۍ ساتنه سخته وه. 
ددغو خبرو اترو هدف یو داسې پراخ سیاسي جوړښت رامنځته کول و چې وکولای شي طالبان او نور لکه په کابل کې اصلي سیاسي سیستم ځان کې راونغاړي. د مذاکراتو اصلي مسله د تروریزم ضد ضمانت ورکول و چې د طالبانو مشرانو باید امریکې ته ورکړی وای. هغه داسې چې افغانستان یو ځل بیا لکه څنګه چې په ۱۹۹۰ لیسزې کې د نړیوال تروریزم کوربه شوی و ، هغه حالت ته ونه ګرځي. د رپوټونو له مخې ددغه تضمین په اړه د ډاډ ترلاسه کولو یو میکانیزم په توګه امریکې له طالبانو غوښتي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته به خپل ډیپلوماتیک حضور او ورسره خپله اطلاعاتي شبکه دلته پریږدي. خو له دې سره د طالبانو غوښتنه بیا دا وه چې باید امریکا خپل ټول سرتیری له افغانستانه وباسي چې واضح ده چې اطلاعاتي شبکې هم پکې شاملېږي .په دغسې یو نازک وخت کې طالبانو په کابل کې د پوځي زده کړو یو مرکز باندې وسله وال،بمي او راکیټي برید وکړ چې ۱۲ کسه پکې ووژل شول او یو امریکایي سرتیری هم پکی ووژل شو.
طالبانو دا برید په خورا بې فکرۍ سره وکړ، په داسې حال کې چې هلته د امریکې له حکومت سره د سولې خبرې روانې وې او ولسمشر ټرمپ دغه کار وغانده. له نږدې دوه لسیزو جګړو وروسته چې د سولې کومې خبرې پیل شوې وې د سولې د راتګ امیدونه یی پیدا کړي وو خو بدلونونو دا وښوده چې له داسې یوې ډلې سره چې پخپله د افغانستان له حکومت سره په یوې فعاله جګړه کې ښکیله ده ، خبرې اترې کول څومره ستونزمن دي.

طالبانو بیا ویلي دي چې د خبرو له ځنډیدو سره سره بیاهم دوی د مذاکراتو ور پرانستی پریښی، په داسې حال کې چې پخواني ډیپلوماټان بیا په دې باوری دي چې د طالبانو ترشا د پاکستان لاسونه ، دطالبانو ترشا د امریکا د حذف کولو په خاطر دي او دا باید کنټرول شي. په افغانستان کې د استخبارتي کړیو شتون هغو تروریستي ډلو ته چې په پاکستان کې میشتې دي دا زمینه برابروي چې په سیمه کې د خپل فعالیت ساحه پراخه کړي او د سویلي اسیا په یو شمیر نورو برخو کې د ترهګرو د روزنې او عملیاتو ته د چمتو کولو لارې چارې برابرې شي. سره له دې چې دغې ډلې یو شمیرهیوادونه لکه چین، روسیه، ایران او خلیج هیوادونه په خبرو کې شامل کړي وو ، خو نه وو بریالي شوي چې هند سره په دې اړه خبرې وکړي. که څه هم اګست میاشت کې د طالبانو ځینې بې نومه سرچینو په خبرو اترو کې د هند ورګډولو ته تمایل د ښودلو اشاره لرله. احتمالاٌ که له متحدو ایالتونو سره سره دغه ډول اصلي سیاسي خبرې اترې پاتې شي ، نو طالبان به څو شریکان ولري. دا رنګه هند تراوسه پر دې ټینګار کوي چې له هیڅ یوې تروریستي ډلې سره په هیڅ ځای کې خبرې اترو باندې نه دی بوخت. 

وروستي رپوټونه ښیي چې ناروې، جرمني او قطرهیوادونه په دې لټه کې دي ترڅو د امریکې د متحدو ایالاتو او طالبانو ترمنځ اړیکې بیرته جوړې کړي. وروسته له هغه چې ولسمشر ټرمپ د امریکې د استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې اترې لغوه کړي ، دواړه خواو په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو د ختمولو او سوله ایزحل د موندولو د ملاتړ خبره کړې ده. له دې سره په موجوده حالت کې واقعي ګټه د ټاکنو د پروسې فسخ کیدل دي چې په پام کې ده د همدې میاشتې تر پایه به ترسره شي.

دې سره د لا زیاتو تاوتریخوالو احتمال هم شته ځکه چې طالبانو اعلان کړی چې د ټاکنو مخالف دي او هغه مشروع نه ګڼي.

په دغسې شرایطو کې د افغانستان راتلونکې ، چې له څلور لسیزو جګړو چې د بهرنيو حملو او کورنیو جګړو له امله له ګواښ سره مخ دی ، لا هم روښانه نه دی. اوس مهال داسې ښکاري چې د سیاسي خبرو اترو د نه بریالي کیدو په صورت کې به طالبان هماغسې د امریکې او افغان دولت پر وړاندې خپله جګړه جاري وساتي. له همدا اوس نه د اسیا زړه افغانستان په یو لوړ وضعیت کې دی. د سولې د خبرو اترو د پیلیدو لپاره طالبان باید د امریکې غوښتنه چې د تروریزم ضد ضمانت دی ، ومني. ترمخه لار اسانه ښکاري خو د طالبانو سازش ورسره ضروري دی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

هند او افغانستان  سیماییز سبات لپاره قوی دواړخیزو اړیکو په لټه کی دی