هند او ایران د همکارۍ نوی ستراتیژیو په لټه کی

لیکنه: د ډاکټر مینا سنګ رای
ژباړه: د پښتو څانګی
 د هند او ایران ترمنځ د بهرنیو چارو د وزارت د سلاکارانو شپاړسمه دوره په روانه اونۍ کې په تهران کې د یوی ډیری اندیښنی وړ سیمه ایز سناریو په درشل کی جوړه شوې وه چې د ستراتیژیکو ګډوډیو شاهده وه. د هند د بهرنیو چارو وزیر   وجی ګوکھلي د هندي پلاوي مشري وکړه ، پداسې حال کې چې ایراني اړخ د یاد هیواد ’بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډاکټر سید عباس ارګچي په مشرۍ رهبري شو. ښاغلي ګوکهلي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر جواد ظریف او د ایران د ستر رهبر آیت الله خامنای ستر سلاکار ډاکټر علي اکبر ولایتي سره هم خبرې وکړې.
دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو بشپړه برخه د روانو اړیکو او زیربنایی پرمختیايي پروژو لکه د شهید بهشتي بندر ، چابهار پراختیا او د هند ، ایران او افغانستان ترمنځ د درې اړخیز ترانزیت تړون بشپړ عملي کول بیا نظر لاندی ونیولو. سربیره پردې   په سیمه ایزو مسلو هم خبرې وشوې. دواړو لوریو د دوه اړخیزو ګټو او همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تبادلې د تحرک د ساتلو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه. دا پریکړه هم وشوه چې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د ګډ کمیسیون غونډې راتلونکې دوره به ډیر ژر په ایران کې جوړه شي. 
د بهرنیو چارو دفتر مشورې باید د هند د پریکړې په شرایطو تحلیل شي چې د ۲۰۱۹ کال می میاشتی راهیسې له ایران څخه د تیلو واردول وروسته له هغه  بند کړل چې واشنګټن د شپږو میاشتو معافیت له غځولو ډډه وکړه. په هند کې د ایران سفیر علي شیګني یادونه وکړه پداسې حال کې چې ترکیه ، روسیه او چین د ایران سره خپلې د انرژۍ اړیکې جاري ساتلي دی ، خو هند بیا بله پریکړه وکړه. دا باید په یاد ولرئ چې پداسې حال کې چې هند په لنډ مهال ډول له ایران څخه د تیلو واردول بند کړي ، مګر په نورو برخو کې یې له تهران سره خپلی ښکیلتیا ته دوام ورکړی. په حقیقت کې له ایران سره د هند ستراتیژیکې اړیکې د تیلو له سوداګرۍ څخه هم زیاتی دی.
دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه خپلو ښکېلتیا  او مشورې ته دوام ورکوي. هند له ایران سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لارې لټوي. د هند او روسیې په وروستی سرمشریزه غونډه کی ، نوي ډیلۍ او مسکو هوکړه وکړه چې له ایران سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ ته د "دوه اړخیز ګټو او مشروع" بللو په توګه دوام ورکړی. همداراز هند د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتی د نړیوال شمال سویل ټرانزیټ دهلېز  د همغږۍ شورا غونډې په ۷مه ناسته کې هم د همکارۍ د پراخوالی په برخه کې ژمنه وکړه.
د روان کال د مۍ له میاشتې راهیسې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ تاوتریخوالی یوځل بیا هندوستان او ایران د نویو ننګونو سره مخ کړی دی. هند دی لارو په لټه کې دی ترڅو وګوري چې له ایران سره د انرژۍ اړیکې د نورو وسیلو له لارې څنګه ښه کیدی شي. ایران تر ۲۰۰۶ کال پورې د هند د خامو تیلو دوهم لوی عرضه کونکی و. مګر د ۲۰۱۳ او ۱۴  په پای کې اووم نمبر ته راټیټ شو. په هرصورت ، مۍ میاشت کی د تیلو د وارداتو له بندیدو څخه مخکی هندوستان خپلو وارداتو ته دوام ورکړی وه چی له چین وروسته د ایران دوهم لوی پیرودونکی وو. د انرژۍ مستحکم عرضه کونکي په توګه د ایران اهمیت له پامه غورځول کیدی نشي.
د پام وړ خو دا ده چی ، د یوروشیا لپاره د دروازې په توګه د ایران سیمه ایز اهمیت ، په لویدیځې آسیا او افغانستان کې د هغې وده او نقش د نوي ډیلي لپاره له ایران سره د خپلې ښکېلتیا د زیاتولو لپاره اړین دي. هند د خپلو ارتباطي پروژو او چابهار ، په افغانستان کې ملاتړ او ښکېلتیا او چین  ، روسیه ، د مرکزي آسیا جمهوریتونو او نورو سیمه ییزو فعالینو سره متوازی اړیکو د ساتلو لپاره د ایران همکارۍ ته اړتیا لري. په جیو-سیاسي لحاظ د سیمه ییزو لوبغاړو اصلیت لکه ایران – چین – روسیه ؛ د ایران ، افغانستان ، پاکستان ، چین او روسیه له ایران سره د هند د دوامداره ښکېلتیا غوښتنه کوي.
د همکارۍ نوی فصل د لومړي وزیر نریندر مودي لخوا د ۲۰۱۶ کال مۍ مایشت کې د ایران د سفر په جریان کې پیل شو، کله چې د دواړو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د زیربنایی پراختیا ، سوداګرۍ ، اقتصادي او انرژۍ همکارۍ سره سره به د هر اړخیز جامع ستراتیژیک اقتصادي همکارۍ ته به هم پراختیا ورکړي. دغه کار د ولسمشر حسن روحاني د ۲۰۱۸ کال په فبروري میاشت کې هند ته د درې ورځني سفر او د روان کال په جنوري کې هند ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سفر پرمهال نور هم زور واخیست.
دا وخت ډیپلوماټیک فعالیت د بهرنیو چارو د وزیر په مشورې منعکس شوی ، چې تهران ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر کیدونکی سفر به په کلکه ایران سره د مودي حکومت د همکارۍ نوې ستراتیژیو په لټه کې څرګند شی ، پرته لدې چې د ټرمپ ادارې فشار زیات دی..

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت