د چين تجاوزکونکي چلند په وړاندي نړيوال ملاتړ ترلاسه شو

ليکنه : د روپا ناراين داس
ژباړه د پښتوڅانګي

په داسي وخت کې کله چې د چین څيره د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه معلومات شریکولو کې د پاتې راتلو له امله خرابه شوی؛ د دې ناوړه چلند هم ، د آسیان د ۱۰ هیوادونو ډلې لخوا وغندل شو چې تیره اونۍ یې په منيلا کې خپله مجازي ناسته ترسره کوله . دې ډلې خپل دریځ یو ځل بیا تکرار کړ چې د بحر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲م کال کنوانسیون ، د سمندري حقونو ، خپلواکه حقونو او سمندري سيمو په اړه جايز ګټي د ټاکلو ، اساس دې . ددي سره دا خبره څرګنده شوه چي چين د نړیوال قانون لپاره هيڅ درناوي نلري
بدبختانه چې په داسي وخت کې چې نړۍ د وبا په مبارزه کې بوخته ده؛ کوم چې په ناڅاپي ډول د چين په ووهان کې رامینځته شوی . چین لخواه جنجال جوړ کړي شوي خواکه دا په هانګ کانګ کې وي ، یا د تایوان په څنډو کې یا د هند - چین په پوله د کنټرول په حقيقي کرخي وي . د روان کال د اپریل په میاشت کې ، په یوه غیر فعاله اقدام کې ، یوي چینایي کښتۍ د ویتنام کښتۍ ، د سویلي چین په سمندر کې لانجمني پاراسيل ټاپوګانو ته څېرمه ، د ۸ تنو عملې سره په اوبو کې ډوبه کړه. دوه ویتنامی کب نیونکي کښتۍ چې د ویتنام کب نیونکي يي د ژغورلو هڅه کوله ، د چینایانو لخوا ونیول شول. د چین دغه سرټمبه چلند پراساس د آسیان اعلامیه خپره شوه
د هغه دغه اقدام بین المللی غندني راوپارولي . د سویل ختیځ آسیا ځینې ډیپلوماټانو ویلي چې دا بیان په سیمه ایز بلاک کې په لانجمنه سیمه د قانون حاکمیت پیاوړي کول په ګوته کوي چې له اوږدې مودې راهیسې د آسیا د پاملرني نقطه پاتي شوي . پداسې حال کې چې ددي نه مخکي ، اتحادیو په شخړه لرونکي اوبو کي چين ، په تیری کونکي چلند غندلي ، آسیان هیڅکله هم د سرمشریزې غونډي څخه په وروسته ابلاغيه کي چین ښکیل ندي ګرځولي . د اتفاق خبره ده چي ویتنام د آسیان اوسنی رییس دی
هند او ویتنام هميشه قوي اړيکي لرلي . دواړه ملتونه په کلتوري ، تاریخي او سیاسي توګه یو بل سره تړلي دي. د سویلي چین سمندر لانجې په اړه د هند دریځ له ویتنام سره دده اړیکو ته یو نوی اړخ ور په برخه کړ . او نوي ډيلۍ په بشپړ ډول د سیمې د هیوادونو سره خپله ښکيلتيا زياته کړه . د چین دغه ټینګ چلند په خاطر د ويتنام په ګډون د سیمې نور هیوادونه دې ته اړ کړل چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره هند ته وګوري. هند په دوامداره توګه د آسیا هیوادونو غونډې په څیر په څو اړخیزو غونډو کې د متحده ایالاتو ، جاپان ، اندونیزیا او ویتنام په ګډو اعلامیو کې د ازادي بارچالانۍ ملاتړ کړی. د سویلي چین په سمندر کې د هند بحري تمرینات او په بحر کې ګزمې کول ، هم ویتنام ته د هند قوي ستراتیژیک ملاتړ په ګوته کوي. د هند دفاع ، په ځانګړي توګه له ویتنام سره بحري همکارۍ او ويتنام ته د لومړي وزیر نریندر مودي د سفر په جریان کې له هند څخه د ګړندۍ ګزمې کښتۍ اخیستل هم د ویتنام ځمکنۍ امنیت او حاکمیت ته د هند ژمنتیا منعکس کوي
نړۍ نه یوازې په سمندر او ځمکه کې د چین د تیري کونکي چلند په وړاندې مبارزه کوي بلکه د کوویډ-۱۹ په وړاندې یو مجازی جنګ يي هم پيل کړي ډیر ملتونه پدې باور دي چې که چیرې چین په وخت سره د دې ناروغۍ د خپریدو په اړه معلومات شریک کړي واي نو د مخنیوي ډیر اقدامات به یې پلي کړي وای او داسي به د قیمتي انسانانو ژوند او کړاو کم شوي واي
د روغتیا نړیوالې شورا د مۍ په ۲۰مه نيټه د ۱۲۲ هیوادونو په ملاتړ یو پریکړه لیک تصویب کړ او له نړۍ څخه یې وغوښتل چې "د ویروس سرچینه راولټوي او انساني وګړو ته يي معرفي کړي . د روغتيه نړيوال سازمان اجرایوي بورډ رییس په توګه ، هند چمتو دی ترڅو دې اهدافو لپاره کار وکړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت