لومړي وزير ويلي چي په خان بسيا کيدل يواځنۍ لاره ده
ليکنه: د پدم سنګ
ژباړه : د پښتو څانګي
لومړي وزیر نریندر مودي په آل انډیا راډیو د خپل میاشتني من کی بات پروگرام کې وویل ، من کی بات ۲۰۲۰م کال کي د خپل سفر نیم پړاو بشپړ کړي . د دې مودې په جریان کې ، په طبیعي ډول ، خپرونې د لیاري ډیری مسلې راپورته شوې. نړیواله وبا او ناورین چي خلک ورته مخامخ شوي ، لومړي وزير ويل چي اوس د خلکو تر مینځ د بحث موضوع دا ده ، "دا کال به کله پاي ته رسي " خلک یوازې غواړي چې دا کال تیر شي
یوازې ۶-۷ میاشتې دمخه ، موږ د هغه ستونزي په اړه لږ څه پوهیدو چې کورونا نوميږي ، او نه مونږ دا تمه درلوده چې دا جګړه به دومره اوږده شي! دا يواځي یو داسي ناورین نه و چي تير شوي . هیواد هره ورځ له یو لړ ناکراریو سره مخ دي . زموږ ختیځ ساحل د آمفان طوفان سره مخ شو . په لودیځ ساحل کې نيسرګا نومي طوپان راغي . په ډیرو ایالتونو کې ، زموږ بزګران د مولخانو ستونزي سره مخ شول . د هیواد په ډیرو برخو زلزلي راغلي . د دې ټولو په مینځ کې ، هیواد د ځینو ګاونډیو هيوادونو ناوړه دسيسو سره معامله کوي . موږ داسې مرحلې ته رسیدلي یو چیرې چې خلک حتی کوچني پیښې د غټو ننګونو سره نښلوي
ښاغلي مودي وویل ، ستونزې او ناورینونه زموږ پر سر مخکي هم راغلي مګر ، په تاریخي ډول ، هندوستان تل روښانه ، غښتلی او بريالي پاتي شوي او په ټولو ناورینونو او ننګونو يي بریا ترلاسه کړي . د پیړیو په اوږدو کي ډیرو په هند یرغل کړي او خلکو یو وخت داسې احساس کاوه چې د هندوستان نظریه به له مینځه لاړه شي او ددي کلتور به له منځه لاړ شي. مګر هندوستان په دغه ګډوډو بریالۍ شوي . هنديان پدغه قول آشنا دي- ‘تخلیق دايمي دي ، تخلیق دوام لري
لومړي وزیر وویل ، پرته لدې چې د ناورین شدت چې موږ ورسره مخ یو ، د هندوستان اخلاقيات او د ژوند طریقه مونږ ته دا الهام راکوي چي د يو بل خدمت وکړو . هندوستان د مشکل وختونو په جریان کې نړۍ ته د مرستې لاس اوږد کړ ، دا د سولې او پرمختګ په پیل کې د هند رول پیاوړی کوي. نړۍ هم د هند ژمنتیا ته پام کړی او ممکن هغه وخت چې د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه يي کوله . هغه څوک چې په لداخ کې يي د هند په خاوره ناوړه نظر اچولي وو ، ورته يي مناسب ځواب ورکړو. هند د دوستانه روحۍ درناوي وکړ . د هند پوځ وړ دي چې هر ډول مخالفانو ته مناسب ځواب ورکړي ،او هيڅکله نه ډاريږي . زموږ زړورو سرتیرو ثابته کړه چې دوی به هیچاته اجازه ورنکړي چې د هند مورنۍ خاوري ته په بد نظر وګوري
ښاغلي مودي وویل ، ټول هیواد زموږ د هغه سرتيرو ځوانانو په زړورتیا وياړ وکړ چې په لداخ کې یې شهادت ورکړ او ټول سره راټول شوي وو. ټول هیواد دوی ته په درناوي سر ټيټ کړو . هغه ژمنه او هوډ د کوم سره چي زموږ ځوانانو د مورنۍ خاوري امنيت لپاره عالي قرباني ورکړي ، باید زموږ د ژوند هدف هم وي. موږ ټول باید د خپلو پولو په ساتنه کې د هیواد وړتیا لوړولو په لور هلې ځلې وکړو. په ځان بسیا هندوستان به زموږ شهیدانو ته لوي درناوی وي
د خپلواکۍ دمخه ، د دفاع په سکتور کې ، زموږ هیواد د نړۍ د ډیرو هیوادونو څخه مخکې و. ډیری هیوادونه چې هغه وخت زموږ څخه وروسته پاتې وو ، اوس زموږ څخه مخکې دي. د خپلواکۍ څخه وروسته ، موږ باید دفاعي سکتور کې هڅې کړې وې ، او له خپلي پخوانۍ تجربې څخه مو ګټه اخيستي واي . مګر نن ورځ ، د دفاع ټیکنالوژۍ په ډګر کې ، هند په بشپړ ډول هڅه کوي چې دې محاذونو ته پرمختګ ورکړي. لومړي وزير ويل چي هند د ځان بسیاینې په لور ګامونه اخلي
لومړي وزير مودي ويل چي هیڅ ماموریت ، په بریالیتوب سره د خلکو له ګډون پرته نشي ترلاسه کیدی؛ لومړي وزیر مودي ويل چي په ځان بسیا هند په لور ، د ښاریانو په توګه ، زموږ ګډ هوډ ، ژمنتیا او ملاتړ اړین دی؛ بلکه لازمي دي او پکار ده چي موږ سیمه ایز شيان وپیروو . موږ د هیواد په پیاوړتیا کي داسي رول لوبولي شو
هیواد د لاک ډاون مرحلې څخه د خلاصیدو مرحلې ته تللی دی. د انلاک مودې په جریان کې ، موږ اړتیا لرو په دوه ټکو ژور تمرکز وکړو - کورونا ته ماتې ورکول او اقتصاد پیاوړي کول. موږ باید د لاک ډاون مودې په پرتله ډیر محتاط پاتې شو. یوازې زموږ هوښیاري کولی شي موږ له کرونا څخه وژغوري. موږ ټول باید ماسک واغوندو . د دوه ګزو فزيکي واټن وساتو او نور احتیاطي تدابیر ونیسو. لومړي وزیر ټولو هیوادوالو ته غږ وکړ چې غفلت ونه کړي او د ځان او نورو ساتنه وکړي
Comments
Post a Comment