لومړی وزیر د کورونا سره مبارزه کی له خلکو د احتیاط غوښتنه کړی


لیکنه: کوشیک روی
ژباړه: پښتو څانګی

د آل انډیا راډیو پر څپو د "من کی بات" میاشتنۍ خپرونې کې خلکو ته په خطاب کې ، لومړي وزیر نریندرا مودي وویل چې د کورونا وایرس پروړاندې مبارزه په ټول هیواد کې د ډله ایزو هڅو له لارې په چټکی سره روانه ده. هغه له خلکو وغوښتل چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ په د روان حالت کې لا ډیر هوښیار او محتاط اوسي په داسې حال کې چې د هند اقتصادی لویو برخو ته د کار اجازه ورکړل شوی ده
لومړي وزیر وویل ، د ۲۰۰ اورګاډیو خدمتونه د کافي احتیاطي تدبیرونو سره بیا پیل شوي دي. هغه زیاته کړه هوایی خدمتونه هم له سره پیل شوي او صنعت هم عادي حالت ته راګرځي. هغه ګوته وڅنډله چې هیڅ ډول نرمښت به شتون ونلري او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې دوه مټره واټن وساتي ، ماسک واغوندي او د امکان تر حد پورې په کور کې پاتې شي. ښاغلي مودي ټینګار وکړ چې له ډیرو سختیو وروسته ، د هیواد وضعیت سم مدیریت کول باید ضایع نشي. د هند لومړي وزیر زموږ د خلکو لخوا د خدمت روحیه وستایله او دا یې ترټولو لوی ځواک وباله. هغه وویل ، موږ د ( سیوا پرمامو درهرما) له فرمان سره آشنا یو. خدمت پخپله کې یوه خوښی ده. لومړي وزیر په ټول هیواد کې طبي پرسونلو ته د ژورې درناوي په څرګندولو سره ، د ډاکټرانو ، نرسینګ کارمندانو ، روغتیا ساتنې کارکونکو ، پولیسو او د رسنیو د کارکونکو د خدمت روحیه وستایله. هغه د دې ناورین په جریان کې د میرمنو د ځان مرستندویه ډلو د پام وړ کار ستاینه هم وکړه
هغه د عامو هیوادوالو مثالونه لکه د تامل ناډو (کی سی) موهن ، د اګرتاله گوتم داس ، د پټانکوټ څخه راجو دیویانګ چې د ناورین په دې وخت کې د نورو سره مرستې لپاره د محدودو لارو سربیره له خپلو کورونو راوتلی وو هم ستاینه . هغه زیاته کړه چې د ښځو د ځان مرستندویه ډلو د دوام بیلابیلې کیسې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راپورته کیږي .ښاغلي مودي د دې ناروغۍ سره په مبارزه کې د خورا فعال رول لوبولو لپاره د اشخاصو هڅې وستایلې. هغه د ناشیک راجندر یادو مثال ورکړ کوم چې په خپل ټراکټور کې د میکروب ضد اوبلنو موادو ماشین جوړ کړی و. ډیری دوکاندارانو د "دو ګز کی دوری" یا دوه ګزه لری والی ته غاړه ایښودلو لپاره په خپلو دوکانونو کې ستر پایپونه نصب کړی وه
د وبا له امله د خلکو سره د هغوی په درد او کړاوونو کې خپل ځان شریکولو په پار ، لومړي وزیر وویل ، کورونا وایروس بې وزله کارکوونکی او کارګران خورا ډیر ځورولی دی. مرکز ، ایالتی حکومتونه ، هر ریاست او هره څانګه په بشپړ چټکتیا سره د مرستې لپاره په ګډه کار کوي. هغه وویل چې ټول هیواد د هغه څه په اړه پوهیږي او احساس کوي چې په اوسنی حالت کی تیریږي، د مرکز ، او ایالتی ریاستونو څخه نیولې تر محلي حکومتدارۍ پورې هرڅوک سخت کار کوي.
لومړي وزیر وویل چې حکومت پدې برخه کې ګڼ شمیر ګامونه اخیستي دي. هغه زیاته کړه چې د مرکز لخوا وروستۍ پریکړې په کلیو کې د کار ګمارنې ، خپل ځانی کار ګمارنې او کوچنۍ کچې صنعت بیا پرانیستلو ته پراخه امکانات برابر کړي دي. هغه ډاډ څرګند کړ چې د "اتمانیر بهارت" کمپاین به په دې لسیزه کې هیواد ډیر لوړ ځای ته ورسوي
لومړي وزیر بیا ټینګار وکړ چې د موجوده کرونا د وبا په جریان کې ، خلک هرچیرې غواړي چې د 'یوګا' او 'آیور ویدا' په اړه نور معلومات ترلاسه کړي. او د ژوند تګ لارې په توګه یې غوره کړي. هغه د "ټولنې ، معافیت او یووالي" لپاره د یوګا ملاتړ وکړ. هغه وویل چې د کورونا موجوده ناروغۍ په جریان کې ، یوګا خورا مهمه شوی ، ځکه چې دا وایروس تنفسي سیسټم باندی اغیزه کوي. په یوګا کې ، د پرانایاما ډیری ډولونه شتون لري چې تنفسي سیسټم پیاوړي کوي او ګټورې اغیزې یې د اوږدې مودې راهیسې لیدل شوي دی .لومړي وزیر د وبا په مخنیوي کې د حکومت د هڅو ستاینه وکړه او په دې یې ویاړ وکړ چې د "آیوشمان بهارت" سکیم ګټه اخیستونکی له یو کروړ څخه اووښتی دی
لومړي وزیر وویل چې په یو وخت کې موږ د کورونا وایروس او همدارنګه د امفان طوفان په څیر ناورین سره مبارزه کوو. هغه د لوی طوفان آمفان سره په مبارزه کې د لویدیځ بنگال او اوډیشا د خلکو زړورتیا وستایله. هغه په هغو ایالتونو کې د کروندګرو له زیان سره خواخوږي څرګنده کړه چې د ملخانو له حملو سره مخ شوي. هغه وویل ، دغه تجربه چې دوی ورسره مخ شوي او هغه ډول چې دوی خپل قصد او هوډ ښودلی د ستاینې وړ دی
لومړي وزیر د اوسني نسل اړتیا ته په اشارې سره وویل چې د اوبو د خوندي کولو لپاره د دوی مسؤلیت درک کړي. هغه د باران د اوبو د خوندي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل هر څوک باید د اوبو د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړي. هغه د هیوادوالو څخه غوښتنه وکړه چې د چاپیریال ورځ لمانځلو په پار دې طبیعت ته د ځینې ونو په ایښودلو سره خدمت وکړي ترڅو له طبیعت سره ورځنۍ اړیکې رامینځته شي. هغه وویل چې ګرځ بندیزونو ورځنی ژوند ورو کړی. مګر دا فرصت یی برابر کړو چی په سمه توګه طبیعت ته وکتل شی او ځنګلي ځناورو ډیر راوتل پیل کړي دي

Comments