د کنټرول په حقيقي کرخه ، تقويه هندوستان د چين پارونه شنډه کړه

ليکنه : د ډاکټر ايم ايس پرتيبها
ژباړه: د پښتو څانګي
چین په تیرو څو لسیزو کې د هند - چین پولې سره خپلې نظامي زیربناوې پیاوړې کوي. بلې خوا ، هندوستان د پولې په اوږدو کې د هند د زیربناو پرمختیا خورا وروسته پیل کړه ، په ځانګړي توګه د ۲۰۱۴ م نه وروسته يي حرکت نيولي
هندي اړخ د خپلي پولې پروژې د یوې برخې په توګه تر اوسه پورې تر ۱۰۰۰کیلومتره سړک جوړول بشپړ کړي . د هند - چین سرحدي پروژه ۳ پړاونه لري ، هندوستان یې دا وخت لومړۍ پروژه بشپړوي. د هند دغه ګام چین اندېښمن کړی دی چې هند ولي د خپلو سرحدي زیربناوو پراختیا ته دوام ورکوي ، د کنټرول حقيقي کرخي په اوږدو کې د هند د ګزمي ظرفیتونه ښه شوي ، چې خورا چین يي انديښتمند کړي
ددي په نتيجه سرحدي کړکېچن رامنځته شوی . د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰م د مۍ مياشتي په ۵مه نيټه لومړۍ پيښه وشوه کله چې په لداخ کې پینګ تسو او په شمالي سکم کې ناکولا کې د هندي او چینايي عسکرو ترمنځ نښتې پیل شوې. دواړه خواوې ټپي شوې وي
البته چینایانو د کنټرول حقيقي کرخي ته نږدې د ځواکونو پیاوړي کول پیل کړل ، او د دې برید کونکي رويه په داسې ځایونو کې ښکاره شوه او داسي د ګلوان وادي ، ډیمچوک ، او دولت بیګ اولډي کي يي تجاوز کونکي بڼه غوره کړه . هندي سرتیري د بیجینګ د کړنو د مخنیوي لپاره متحرک شول. په ګلوان وادي کې ، چینایانو د هند سړک جوړولو په اړه هم اعتراض وکړ. وروستی دریځ او ورپسې جنجال هغه وخت شروع شو کله چي هندي فعالیتونو نظارت کولو لپاره چینايانو پوستونه جوړ کړل
د قوماندنانو د کچې خبرې اتري د هندوستان قوماندان ، برید جنرال هریندر سینګ او په سویل کې د چین لوی درستیز لیو لین ترمنځ
د سنکیانگ نظامي سیمه کي د ۲۰۲۰م کال د جون په ۶مه پيل شوي البته د شوي ژمنو باوجود هندي اړخ دا وليدل چې چین د دواړو هیوادونو تر منځ شوی تړون پلي نه کړ. په وروستیو کې د دواړو هیوادونو د عسکرو ترمینځ شخړه پیل شوه. پداسې حال کې چې هند په ګلوان وادۍ کې ۲۰ تلفاتو سره مخ و ، چینايي اړخ د راپور له مخې چين خپل ۴۵ عسکر له لاسه ورکړل
د چين پوځ تجاوز کونکي دریځ ونشوه کړي چي هند خپل سرحدي سړکونه جوړولو څخه منع کړي . هند د جون په ۱۵ مه نيټه ګلوان سیند باندې ستراتیژیک پُل بشپړ کړ. دغه پل به د کنټرول حقيقي کرخي ته د هندي ځواکونو لاسرسی ښه کړي او وده به وکړي. د نظامي او جنګي وسايلو ليږدول به اسان شي . کړکیچن له پاتې دی ځکه چې دواړه خواوې خپل پوځي شتون پیاوړي کوي. د چینایي اړخ څخه ، داسې ښکاري چې د خپلو هغه پوستونو لپاره يي وسايل ليږل پياوړي کړي چې پدې وروستیو کې په می او جون کې رامینځته کړي . له بلې خوا هند ، پداسې حال کې چې خپل سرتیري پولې ته نږدې کوي ، د کنټرول حقيقي کرخي سره د ۳۲ سړکونو جوړولو کار هم ګړندی کوي. تمه کیږي چي د هند او چین اوسنی کړکيچ تر هغه وخته پورې دوام وکړي تر څو چین د ۲۰۲۰م د جون په ۲۴مه نيټه شوي خپل لوز پوره نکړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت