لومړي وزير صنعتونو ته ويل ، هندوستان به ډير زر د خپل ودي رفتار بيرته ترلاسه کړي
ليکنه : د جي شري نيواسن
ژباړه د پښتو څانګي
هند به خپله وده د نورو جوړښتي اصلاحاتو سره بیرته ترلاسه کړي او دا به زموږ د هیواد په لاره کي بدلون راولي ترڅو په پراختیایی سفر کې د ملګري په توګه خصوصي سکتور سره د کوویډ - ۱۹ ننګونو سره مقابله وکړي. دا په پلازمېنه کې د هند د صنعت کنفدراسیون ۱۲۵مي کلنۍ غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې د لومړي وزیر نریندر مودي لويه سلامي وه. د ځانګړي وينا پرته ، ښاغلي مودي د صنعت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې یوځای موږ به خامخا وده بیرته ترلاسه کړو
په محاصره شوي کورني شرکتونو اعتماد رامینځته کولو له لارې ، لومړي وزیر تاکید وکړ چې هغه د هیواد ظرفیتونو او د بحران سره چلند ، د هند متنوع استعدادونو او ټیکنالوژۍ ، په نوښت او عقل ، زيارکښ بزګرانو او ډير کوچني ، کوچني او متوسط شرکتونه باندي باور لري چي د ټول هيواد وده به بیرته راوګرځوي . په (جي ډي پي ) کي د ډير کوچني ، کوچني او د متوسط شرکتونو برخه ۳۰ سلنه حسابيږي . لومړي وزیر په مناسب ډول یادونه وکړه چي پدې ورستئ کي ددي شرکتونو په مفهوم کي بدلون راوستل شوي او حکومت ته پکار توکو لپاره د ۲۰۰ کروړه روپيو پوري نړيوال ټينډر يا غوښتن ليکونه يي لغوه کړل او دا يي دغه سيکټور ته وسپارل او داسي يي ددغه سکتور سره مرسته وکړه . دا به ډير کوچني ، کوچني او متوسط شرکتونه په ځان بسیا اقتصاد لپاره يو انجن وګرځوي
اقتصاد د دوه ګونی مشکلاتو سره مخ شوی . د ملکيتونو په سکټور کې فعالیت د کميدو او د مارچ ۲۵ مي نیټې راهیسې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ خپریدو وروسته بندېز د وضع کيدو له کبله اقتصاد زيانمند شو . حکومت له لاسه تللي وضعيت د بیرته ترلاسه کولو لپاره په فعاله حالت کې دی. يو څو اونئ مخکي اقتصاد د بيا رغوني لپاره غټه اقتصادي کسوړه اعلان شوه چي هدف يي ټولو شریکانو ته امداد چمتو کول دي. لومړي وزیر د پنځه ځانگړی عاملو - اقتصاد ، زیربناوي ، سیسټم ، خوځنده ډیموګرافي او غوښتنې سره د ځان بسیا هند يا اتم نربهر بهارت لپاره جدي غوښتنه وکړه
د دې مسلې په اړه چې څنګه په هیواد کې اصلاحات دومدار ، مدغم او یو بل سره تړلي پاتي شي ، لومړي وزیر په فارمي مهاز يو لړ ګامونه په ګوته کړل چې د لازمي اجناسو قانون ، د کرهنیزو محصولاتو بازارموندنې کمیټې قانون پلي کول او غله او فارمي توليدات په ګودامونو کې زیرمه کول ورکي شامل دي ترڅو د بریښنایی سوداګرۍ له لارې وپلورل شي او داسي د کرنې سوداګرۍ لپاره لارې خلاصې کړي. د کار اصلاحات هم د کاري فرصتونو د لوړولو لپاره په لاره اچول شوي ترڅو د سکتورونو په اوږدو کې د کار کموالي یا د خوځښت له امله تولید ته د هرډول خنډ مخه ونیسي
دا اوس یو حقیقت دی چې غیر سټراټیژیکې برخې چې پکې خصوصي صنعت ته اجازه نه وه ، اوس پرانیستل شوې. د سکرو په سکټور کې د سوداګرۍ کانونو ته اجازه ورکړل شوې.
لومړي وزیر مودي وویل حکومت خواکه په هر لوري حرکت کوي ، د کان کیندنې ډګر وي یا د انرژي یا څیړنې او ټیکنالوژۍ برخه وي ، صنعت او ځوانان دواړه به د پرمختګ لپاره بې شمیره فرصتونه ترلاسه کړي
د پام وړ خبره دا ده چي ميک ان انډيا د کار روزګار يوه لويه ساحه جوړول کيږي . يو شمير شيانو لکه فرنیچر ، ايرکنډيشنر ، او پيزار بوټانو په وارداتو تکیه کمولو لپاره پیل شوې. لومړي وزیر په ګوته کړه چې څنګه هند په ورځ کې د درې لکو پوري شخصي محافظتي تجهیزات (پی پي ای) جوړوي کله چي درې میاشتې دمخه په هیواد کې د پي پي اي يو کيټ هم نه جوړيدو . هم دا زمونږ د داخلي هڅو بریا ده چې نوري پاملرنې ته اړتیا لري
Comments
Post a Comment